اهلبېت څوک دي؟
قدرمنو! زۀ د اهل بيتو په باره کښې تاسو ته په هغه ډول توضيحات عرضه وم کوم چې په واقعي ډول د أهل بيتو له شان سره موافق دي او هم د أهل السنت والجماعت أصلي موقِف دے .
مراد زما له اهل بېتو څخه دلته د خاندان نبوت دغه څلور عظيم الشانه او په الهي دربار کښي عالي رتبه او د لوړو مقاماتو خاوندان دي چي حضرت فاطمة الزهرا (رض ) او د إسلام څلورم خليفه حضرت علي (کرمَ الله وجهه) او حضرت إمام حسن (رض) او حسېن (رض) دي . د دوي د فضيلت بيان په دوه ډوله تاسو محترمو ته ذکرکوم : اول: په إجتماعي ډول دويم: په إنفرادي شکل کښې ځکه چې په إسلام کښې د دوي د فضيلت په باره کښې په دغو دواړو شکلو کښې دلائل موجود دي .
اول: په مجموعي توګه د اهلبېتو فضائل
( ۱ ) : له حضرت زېد بن ارقم څخه روايت دے چي نبي (ص ) حضرت علي ، بي بي فاطمې ، امام حسن او امام حسېن (رضي الله عنهم) ته و فرمايل: أنا حربٌ لِمَن حارَبتم و سِلْمٌ لِمَن سالَمتم (رواه الحاکم في المستدرک).يعني زۀ جنګ کونکے او مخالفت کونکے يم له هغه چا سره چي تاسو له هغۀ سره جنګ او مخالفت کوئ ، او زه جوړ ، موافق او روغه کونکے يم له هغه چا سره چې تاسو له هغه سره جوړ او موافق يئ .
( ۲ ) : د إسلام ګران پېغمبر ( ص) فرمايلي دي : و أهلُ بيتي أمانٌ لأمتي مِنَ الإختلافِ ، فإذا خالَفتها قبيلَة مِنَ العربِ اختلفوا و صاروا حزبَ إبليسٍ . (رواه الحاکم و قال هذا حديث صحيح الإسناد )يعني : او أهلِ بيت زما أمان دے أمت زما لره له إختلاف څخه ، نو هغه وخت چي مخالفت وکړي له أهل بيت سره زما يوه قبيله له عربو څخه نو بيا به دوي سره مختلف شي او د إبليس ډله به ورڅخه جوړه شي .
( ۳ ) : د إسلام پېغمبر (ص) فرمايلي دي : أحِبوا اللهَ لِما يَغزوکم بِه مِنْ نِعَمِه و أحبوني لِحُبّ اللهِ و أحِب أهلَ بيتي لِحُبي (رواه الحاکم وقال هذاحديث صحيح الإسناد ) . يعني : محبت کوئ له الله (جل جلاله) سره له دې وجې چي تاسو ته په خپلو نعمتونو سره غذا درکوي او محبت کوئ له ما سره له وجې د محبت د الله (جل جلاله) او محبت کوئ له أهلِ بيت زما سره له وجې د محبت زما..
( ۴ ) : له حضرت أبي سعيد الخدري (رض) څخه روايت دے چې دۀ مبارک ويلي دي چي رسول الله (ص) فرمايلي دي : والذي نفسي بيدِه لا يُبغِضنا أهلَ البيتِ أحدٌ إلا أدخلَه اللهُ النارَ . (رواه الحاکم وقال هذاحديث صحيح علی شرط مسلم) . يعني : قسم دے زما په هغه ذات چې زما نفس د دۀ په قدرت کښې دے بغض به نه وکړي له موږ سره ( يعني ) له أهل بيتو سره هيڅوک مګر داخل به کړي دَی الله (جل جلاله) اور د دوزخ ته .
( ۵ ) : د إسلام پيغمبر (ص) فرمايلي دي :که چېرې يو سړے په منځ کښې د حجر أسود او د مقام إبراهيم ودريږي او ټول عمر نمونځ کوي او روژه نيسي ، بيا د قيامت په ورځ له الله (جل جلاله) سره مخامخ شي په داسي حال کښې چي ده په دنيا کښې خپل ژوند په داسې حال کښې تېر کړے وي چي له أهل بيت د محمد (ص) سره بغض کونکے ؤ نو داخل به شي اور ته د دوزخ ( إنتهی مع توضيح ، رواه الحاکم وقالَ هذا حديث صحيح علی شرط « مسلم » )
( ۶ ) : له حضرت حذيفه (رض) څخه روايت دے چې له ما څخه زما مور پوښتنه وکړه چې رسول الله ( ص) ته وررغلے يې ؟ ما ورته وويل چې نه يو څه وخت کيږي چي دَې مبارک مې ندے ليدلے ! نو زما مور ماته سرزنښت او زجر راکړ ، ما ورته وويل چې اوس به ورشم او د ماښام نمونځ به ورسره وکړم او زما او ستا د دواړو د پاره به بخښه ورڅخه وغواړم ، بيا ما له دۀ مبارک سره د ماښام او ماخستن نمونځ وکړ ، بيا په دۀ مبارک پسې د شاله خوا راروان شوم ، ده مبارک وويل چي حذيفه يې ؟ ما ورته وويل چې هو ! بيا دۀ مبارک راته وويل چې دغه څوک چې تا له ما سره وليدے دا يوه داسې فرښته وه چي تر دغه ساعته پورې هيڅکله ځمکې ته نه وه راکښته شوې ، له الله پاک څخه يې د دې اجازه اخستې وه چي زما د سلام د پاره راشي او دا زيرے په ما باندي وکړي چې فاطمه د جنت د ښځو سرداره ده او حسن او حسېن سرداران د ځوانانو د جنت دي ( إنتهی مع إختصار و توضيحٍ ، رواه الترمذي ) .
( ۷ ) همد ارنګه له حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) څخه روايت دے چي دۀ مبارک فرمايلي دي چي په حجة الوداع کښې د عرفې په ورځ ما رسول الله (ص) وليدے په داسي حال کښې چې په خپله قصوی اوښه باندي سپور ؤ ، خطبه يې ويله ، نو ما له دۀ مبارک څخه واوريدل (يعني په جريان کښې د خطبې د دۀ) چې داسې يې فرمايل : يآأيها الناس إني ترکتُ فيکم ما إن أخذتم بِه لَن تضِلوا : کتابَ اللهِ وعترتي أهلَ بيتي .يعني : اے خلقو ! بې شکه ما په تاسو کښې داسې شئ پريښودئ چي کچيرې تاسو هغه ټينګ کړئ نو هيڅکله به ګمرهان نۀ شئ چې هغه : کتاب د الله تعالی (يعني قرآنکريم) او أهل بېت زما دي ( يعني که تاسو په کتاب عمل وکړئ او زما له أهل بيتو سره محبت کوئ او د دوي په لار باندې ځئ نو تاسو به له ضلالت او ګمرهۍ څخه محفوظ پاتې يئ ) ( رواه الترمذي ) .
ملاعلي القاري ـ رحمه الله ــ په مرقات کښې د دغه حديث په ارتباط فرمايلي دي چي له دې څخه چي د إسلام پېغمبر تمسک په مطلق أهل بيت خپل سبب د نجات له ګمراهۍ څخه بللے دے دا معلوميږي چي کوم څوک چې حقيقتًا د دۀ مبارک له أهل بيت څخه وي نو دهغه سيرت او عمل به خامخا مطابق له شريعت او طريقت سره وي .
يعني په أهل بيت کښې داسي څوک نه پېدا کيږي چې د دۀ کردار دې له شريعت څخه مخالف وي. .
د فاطمة الزهرآء د زوکړي بيان :
شيخ مفيد (رح) په « روضة الواعظين» کښي ذکر کړے دے چې کوم وخت حضرت خديجة (رض) په فاطمة الزهرا سره حملداره شوه نو د إسلام پېغمبر (ص) حضرت خديجې ته وفرمايل چي :اے خديجې ! حضرت جبرئيل ماته خبر راکړ چي دغه کوچنے (يعنې چې اوس د حضرت خديجې په رِحَم کښې دے) دا به انجلۍ وي ، چي نوم به يې فاطمه وي او دې ته به ډېر پاک او پاکيزه او له برکاتو څخه ډک نسل الله (جل جلاله) وروبخښي ، کله چي د دې مبارکې د زوکړې او د تولد وخت راغے او خديجې ته لکه څرنګه چي معمول دے له معمول سره سم دردونه پېدا شول ، نو دې مبارکې خپلو خپلوانو ښځو ته خبر ورکړ او دوي يې راوغوښتلې د دې د پاره چي د تولد په وخت کښي د عادت مطابق له دې سره کومک وکړي ، خو له دې وجي چي هغه ښځي ټولي کافرې او مشرکې وې نو له ورتللو څخه يې منعه وکړه او دې مبارکې ته يې دا خبري وروليږلې چي ته ګنهګاره شوې . يعني د پلار او نيکه لار دې پريښودله او پۀ محمد (ص) باندي دي ايمان راوړۀ ، او دغه محمد چې د ابوطالب يتيم ؤ بېچاره ، خوار او غريب ؤ اوته يوه نامداره ، عزتمنه او نامداره ښځه وې له ده سره دې نکاح وکړه او زموږ خبرې دې نه منلې او درويشي او فقيري دي په توانګرۍ او دولتمندۍ باندي غوره کړه ، نو موږ نشو درتللې خپله چاره دې پخپله وکړه حضرت خديجه (رض) د قرېشو د ښځو له دغو خبرو څخه ډېره پرېشانه او دلتنګه شوه ، په دې وخت کښي په ناڅاپي ډول څلور ښځي ورته راغلې چي په رنګ ، قد او قامت کښي داسي معلوميدلې لکه چي د بني هاشم او د قرېشو له ښځو څخه دي ، حضرت خديجې چي کله دغه ښځي وليدلې يودم په ترس او ويره کښي ولويده ، له دغو څلورو ښځو څخه يوې ښځي دې مبارکي ته وفرمايل چي ((اے خديجې ! مه پريشاني کوه او مه ويريږه مونږ الله (جل جلاله) تاته راليږلي يو او مونږ ستا خوېندي يو ، زۀ حضرت ساره يم (يعنې د حضرت إبراهيم[ع] بي بي ) او دغه بله ښځه د عمران لور حضرت مريمه ده (يعني د حضرت عيسی [ع] مور ) او دغه دريمه ښځه بيا کلثوم د حضرت موسی (ع) خور ده ، او دا څلورمه ښځه بيا حضرت بي بي آسيه ده چي د فرعون ښځه وه ، دغه مونږ ټولې به په جنت کښې له تاسره ملګري يو . )) بيا په دغو ښځو کښي يوه د خديجې راسته طرف ته او يوه يې چپه طرف ته کښينستله ، او يوه يې و مخ او بله يې شا ته کښينستله ، او د حضرت فاطمې تولد وشو . کله چي فاطمه (رض) پېداسوه نو له دې مبارکې څخه يوه داسې رڼا او روښنائي وځلېدله چې د مکې مکرمې په ټولو کورنو باندې يې احاطه وکړه ، او په ځمکه کښي داسي ځاے پاتے نۀ شو چې له هغه نور څخه دې روښانه شوے نه وي
بر آسمانِ رسالَت هلالِ از نَو تافت ببوستان نبوت ګلي زنو بــــشګفت .
صاحب د تفسير حسېني په «روضة الشهداء» کښې ذکر کړے دے چې داسې روايت راغلے دے چې الله (جل جلاله) د جنت له حورو څخه لس حورې د جناب رسول کريم ( ص) کور ته ورولېږلې ، او له هرې يوې سره يوه ګډوه د حوض کوثر له اوبو څخه ډکه او يو تال ورسره ؤ ، کله چې دغه حورې بي بي خديجې ته راغلې نو په هغه څلورو ښځو کښې کومه ښځه چي د خديجې و مخ ته ناسته وه فاطمه يې ورواخستله او په هغو اوبو سره يې پريمنځله او يوه سپينه جامه چي ورسره وه او ډېره خوشبويه وه راواخستله او فاطمة الزهرا يې په هغه کښي و پيچله او يوه بله پاکيزه او خوشبويه ټوکره يې په سر ورواچوله ، او بيا يې خديجې ته وفرمايل چې اے خديجې! اوس دي نو دغه پاکه ، پاکيزه لور درواخله چې الله پاک په دې او د دې په نسل باندې برکت اېښے دے ، او دغو ټولو ښځو دې مبارکي ته د فاطمې مبارکي ورکړه ، بيا ورڅخه رُخصتې شولې . وروسته د إسلام پېغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) راغے او حضرت خديجة الکبری فاطمة الزهرا د دۀ مبارک په غېږ کښي ورکړه .
پوه شه ! چې د فاطمة الزهرا(رض) ډېر نومونه دي ، شېخ عبدالحق محدث دهلوي (رحمه الله) د مدارج النبوة په ج۲ ص۴۵۹ کښې فرمايلي دي چي د دې مبارکې يو نوم فاطمه دے او په فاطمه سره ځکه دا مسمی شوې ده چې الله تعالی دا مبارکه او د دې مبارکې محبين او مخلصين له دوزخ څخه خلاص کړي دي . او دوهم نوم يې « بتول » دے ، په بتول سره له دې وجې نامداره ۍوې ده چې دا مبارکه د خپلې زمانې له ټولو ښځو څخه په فضيلت او دين کښې او په إنقطاع او پريکړون کښې له ماسوی څخه د الله (جل جلاله) تنها او متفرده وه .( ځينو د بتول معنا د هغې پېغلې کړې ده چې د ښځو عام عادت يې نۀ راځي يعنې فاطمه زهرا ( ع ) له روحاني او معنوي پاکۍ سره سره د ښځو له عامه عادتونو څخه هم پاکه او پاکيزه وه.--- اداره ) او دريم نوم يې « زهرا دے ، په نامه سره له دې وجې نامداره شوې ده چې په ښائېست او جمال کښې په نورو ښځو باندي دې مبارکې فوقيت درلودۀ . همدارنګ راضيه ، مرضيه ، ميمونه ، ذکيه هم د دې مبارکې مبارک نومونه دي ، او اسم کنية د دې مبارکې « أم محمد» ؤ . ( يا ام ابيها يعنې د پلار مور ) محدث دهلوي په مدارج النبوت کښې ذکر کړي دي چې د إسلام پېغمبر فرمايلي دي :إنّ اللهَ يَغضِبُ بِغضَبِ فاطمة ، و يرضي برَضائها يعني بېشکه الله (جل جلاله) په غضب کيږي او ناراضه کيږي په غضب او ناراضۍ سره د فاطمې ، او راضي کيږي په رضا او خوشحالۍ سره د فاطمې همدارنګه محدث دهلوي ذکر کړي دي چې په صحيح حديث کښې راغلي دي چي د إسلام پېغمبر فرمايلي دي : فاطمةُ بِضعَة مني ، مَن آذاها فقد آذاني و من أبغضها فقد أبغضني . يعني فاطمه يو ټوټه او برخه ده له ما څخه ، هر څوک چې تکليف ورسوي دې ته نو په تحقيق سره هغه و ماته تکليف ورساوۀ او هر څوک چې بغض وکړي له دې سره نو په تحقيق سره هغۀ له ما سره بغض وکړ .
پوه شه ! چې په دې باره کښې هم إختلاف دئ چي ددې مبارکي نکاح له حضرت علي (ک) سره څه وخت وشوه ؟ اول قول دا دے چې په دوهم کال د هجرت د رمضان په مياشت کښې د بدر له غزا څخه وروسته ، او ځينو ويلي دي چي د أحد له غزا څخه وروسته د دې مبارکې نکاح له حضرت علي بن ابي طالب سره وشوه ، او د واده مراسم يې د ذي الحجې په مياشت کښي تر سره شول . دوهم قول دادے چې د رجب په مياشت کښې يې نکاح ورسره وشوه دريم قول دا دے چې د صفرې په مياشت کښي په وحي او د الله (جل جلاله) په حکم سره د دې مبارکې نکاح له حضرت علي سره وشوه ، په دغه وخت کښې د دې مبارکې عمر ۱۵ کاله او پنځۀ مياشتې ؤ ، او د حضرت علي عمر ۲۱ کاله او پنځه مياشتې ؤ . له حضرت علي څخه ددې مبارکي دغه اولاد سوئ دئ : حسن ، حسين ، محسن ، زينب ، أم کلثوم ، رقيه . ( کذا في مدارج النبوة للمحدث الدهلوي ) .
پوه شه ! چې دفاطمة الزهرآء وفات په صحيح قول د رمضان المبارک په دريمه د سه شنبې (نهې) په شپه شوے دے ، په دغه وخت کښې د اسلام د پېغمبر له رِحلَت او وفات څخه ۶ مياشتې تېرې شوې وې ، او په جنت البقيع کښې د دې مبارکښې دفن په شپه کښې ترسره شو ، او د جنازې نمونځ يې حضرت علي او په يوه قول يې حضرت عباس (رض) ادا کړ .
پوه شه ! چې په مَدفَن د دې مبارکې کښې هم إختلاف دے ،ځينې وائي چې د دې دفن د دې مبارکې په خپل کور کې شوے دے کوم چې د مسجد نبوي په داخل کښې راځي ، او يو قول داسې راغلے دے چې مَدفن د دې په هغه مسجد کښې دے چې په بقيع کښې موجود دے او دې مبارکې ته منسوب دے (کذا في مدارج النبوت وغيره ، والعلم عندالله ) .
د حضرت علي فضائل
( ۱ ) : کله چې د إسلام پېغمبر له ( صلی الله عليه و آله وسلم) حجة الوداع څخه فارغ شو او د مدينې منورې په طرف باندي سره له اصحاب کرامو راروان شو ، نو کله چې « غدير خُم» ته چې له ناحيو څخه د جحفې دے او په منځ کښې د مکې معظمې او مدينې مطهرې واقع دے راورسيدے نو( هلته يې کاروان ودروۀ او ټول يې راغونډ کړل او د اوښانو له کجاؤ څخه يې منبر جوړ کړ او د خطبې په ترڅ کښې ) مخ مبارک يې خپلو مبارکو اصحابو ته راوګرځاوۀ او داسي يې ورته وفرمايل : أ لستم تعلمونَ أني اولی بالمؤمنينَ من أنفسهِم ؟ قالوا بلی ! .
يعني اے اصحابو ! ايا نه يئ تاسو چې عالمان يئ تاسو په دې خبره باندې چې زۀ ډېر نزدې يم مؤمنانو ته ، يا ډېر دوست (غوره) يم د مؤمنانو له نفسو او ځانونو څخه د دوي ؟ اصحابو ورته وويل چې هو ! (يعني بېشکه ته مؤمنانو ته د دوۍ تر ځانونو دوۍ ته ډېر ورنزدې يې او د دوي ترځانونو د دوي ډېر دوست يې ) .
وروسته له دې د إسلام پيغمبر د حضرت علي (رض) لاس ونيوۀ او داسي يې وفرمايل :اللهم مَن کنتُ مولاه فعلی مولاه ، الله والی من والاه و عادی من عاداه ، أنصر مَن نصره و اخذل من خذله ، اللهم ادرالحقَّ معَه حيثُ دارَ ( مدارج النبوة للمحدث الدهلوي ص۴۰۱) .يعني اے الله ! د هر چا چې زۀ مولا يم نو علي هم د هغۀ مولا دے ، اے الله! دوستي او محبت وکړه له هغه چا سره چې له علي سره دوستي کوي او دښمني وکړه له هغه چا سره چې له علي سره دښمني کوي ، مدد وکړه ( يعني اے الله ! ) د هغه چا چې هغه د علي مدد کوي او ترک د مدد وکړه (يعني نصرت او کومک مه ورسره کوه) له هغه چا سره چې هغه له علي سره مدد او کومک نه کوي ، اے الله ! راګرځوه حق له علي سره هر چېرې چي دې ګرځي (يعني دې او حق مه سره جدا کوه) .
( ۲ ) : د إسلام پېغمبر (ص) فرمايلي دي : لا يُحِبُّ عليًا منافقٌ و لا يُبغِضُه مؤمنٌ ( رواه الترمذي ج۲ ص۶۹۱) .
يعني : محبت نۀ کوي له علي سره هيڅ منافق او بغض نۀ کوي له دۀ سره هيڅ مؤمن .
( ۳ ) : له حضرت سَعد بن أبي وقاص څخه روايت دے چې نبي (صلی الله عليه و آله وسلم) حضرت علي ته وفرمايل : أنتَ مني بمنزلةِ هارون مِن موسی (ع) ( رواه الترمذي وقالَ هذا حديث صحيحٌ ) .يعني اے علي ! ته په نسبت و ماته داسي منزلت او مقام لرې لکه چې څنګه مقام حضرت هارون (ع) په نسبت و موسی (ع) ته درلودۀ .
پوه شه ! چې کله چي د إسلام پېغمبر د تبوک غزا ته تلے نو حضرت علي يې په مدينه منوره کښې د خپل ځان د خَلَف يا په بل تعبير د خليفه په حيث پرېښودے ، لکه کله چې موسی (ع) و کوه طور ته تلے نو يې هارون (ع) په بني اسرائيلو کښې د خپل ځان د خلَف په توګه پريښودے ، نو حضرت علي (رض) د إسلام و پېغمبر ته عرض وکړ چې اے د خداے رسوله ! ته ما څنګه د ښځو او کوچنيانو په ډول تر شا پريږدې او له ځان سره مي نه ملګرے کوې ؟ نو په دې وجه د خداے رسول دۀ ته مذکور حديث وفرماۀ ( أنظر حاشية الترمذي) .
( ۴ ) : له حضرت زرين حُبيش (رض) څخه روايت دے چې حضرت علي (رض) فرمايلي دي چې زما دې په هغه ذات قسم وي چې دانه يې چاولې ده او واښۀ يې ورڅخه راايستلي دي او هر خاوند د روح يې پېدا کړے دے ، چې بېشکه شان دا دے چې د إسلام پېغمبر و ماته داسې توصيه کړې ده چې محبت به نه کوي له ما سره مګر مؤمن او بغض به نه کوي له ما سره مګر منافق ( رواه مسلم ، کذا في المشکوة ) .
( ۵ ) : له حضرت عِمران بن حصين څخه روايت دے چې نبي (ص) فرمايلي دي : إن عليا مني و أنا منه ، وهو ولي کل مؤمنٍ ( رواه الترمذي ، کذافي المشکوة ) يعني بېشکه علي له ما څخه دے او زۀ له دۀ څخه يم ، او دې مددګار او دوست د هر مؤمن دے
( ۶ ) : له إبن عُمر څخه روايت دے چې د إسلام پېغمبر حضرت علي ته وفرمايل : أنــــــتَ أخــــــي فـــــــي الدنيــــا والاخرة ( رواه الترمذي ، کذافي المشکوة ) يعني اې علي ته ځما ورور يې هم په دنيا کښې او هم په آخرت کښې ( ۷ ) : له حضرت أنس (رض) څخه روايت دے چې د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) په حضور کښې يو ماغۀ ( يعنې چي کباب شوے ؤ او يو چا ورته هديه کړے ؤ ) پروت ؤ ، نو دۀ مبارک داسې دُعا وکړه :اللهم اتني بأحب خلقک اليک ، يأکلُ معي هذا الطيرَ . (رواه الترمذي ) .يعني اے الله ! ماته داسي څوک راوله چې له جملې څخه د ډېرو محبوبو مخلوق ستا وي تاته، چې دغه مرغه له ماسره وخوري نو حضرت علي (رض) راغلے بيا يې هغه مرغه ورسره وخوړۀ .
( ۸ ) : له حضرت علي څخه روايت دے چې رسول الله (ص) ماته وفرمايل چې په تا کښې يو نادر صفت د حضرت عيسی (ع) موجود دے؛ ځکه چې د عيسی (ع) په باره کښې يهوديانو تفريط کړے و چې له دۀ مبارک سره يې بُغض کاوۀ او د دۀ په مور مبارکه يې بُهتان وايه ، او نصاراو بيا له دۀ سره په محبت کښي إفراط کړے دے چې وده ته يې داسي منزلت او مقام ثابت کړے دے چې هغه دۀ لره نسته يعني ځکه نصاری ، ځينې حضرت عيسی (ع) خداے بولي او ځينې يې د خداے زوے بولي او ځينې يې دريم له دريو خدايانو بولي .بيا حضرت علي (رض) فرمايلي دي چي دوه نفره به زما په سبب په هلاکت کښې لويږي :
اول : هغه څوک چي زما په محبت کښې إفراط او تر حدتېرے کوي او زما مدحه په هغو شيانو سره کوي چې هغه په ماکښي موجود ندي .( يعنې ورته د خداے مقام ورکول --- اداره)
دوهم : هغه سړے چي له ما سره بغض کوي او د دُښمنۍ په وجه په ما باندې بُهتان وائي ( رواه أحمد ) .
( ۹ ) : مولانا حسين واعظ کاشفي (رحمة الله تعالی عليه) په « روضة الشهدآء » کښي فرمايلي دي چي إمام أحمد فرمايلي دي چي د هيڅ صحابي په فضيلت کښي دونه روايتونه و ماته په ثبوت ندي رسيدلي لکه څونه چي د حضرت علي (رض) په شان کښي راته ثابت شوي دي ، همدارنګه مولانا مذکور ذکر کړي دي چې تولد د دۀ مبارک دننه په خانه کعبه کښې شوے د ے، او دغه شرف نه تر دۀ له مخه نه له دۀ څخه وروسته چاته حاصل شوےدے ، لکه چې يوه عربي شاعر فرمايلي دي : ولدته في الحرمِ المعظمِ أمه طابت و طابَ وليدها والمولدُ
بيــــــت :
ګوهر چو پاک بود و صدف نيز پاک بود
آمـــــد ميــــانه يـي حرمِ کعبه دروجـــود
کعبش ز فيض کعبه صفا داشت لا جرم
بر دوش سيد دوجــــهان جلــــوها نمــود
محترمو وروڼو ! سلسله د بيان د فضائلو د حضرت علي (رضوان الله تعالی عليه) په تقرير او تحرير کښې و پاې ته نشي رسيدلې نو کوم څه چې مې ذکر کړل په هغه سره إکتفا کوم ، خو خبر دا ده چي د نورو صحابه کرامو له نومونو سره صرف « رضي الله عنه» ويل کيږي او د دۀ مبارک له نامۀ سره « کرم الله وجهه » هم ويل کيږي ، د دې دوې وجي دي : اوله وجه يې دا ده چې دۀ مبارک په هيڅ وخت کښې بوت ته سجده نده کړې .دوهمه وجه يې دا ده چې کافرانو به له دۀ سره د سختې دُښمنۍ په وجه د ده په شان کښې داسې ويل « سوَّد الله وجهه» نو مسلمانانو د دوي په رد کښې د حضرت علي له نامه سره دا وينا شروع کړه چي کرم الله وجهه .
محترمو مسلمانانو ! مسلمان ته پکار ده چې په صحيح ډول په إسلام ځان اګاه کړي ، خصوصًا علماو ته ، داخبر مي په دې خاطر درته وکړه چي ما له ايران سره په يوه مرکه کښې د حضرت علي له نامه سره د « عليه السلام » جمله په بار بار ويلې وه نو ډېرو ملايانو او طالبانو ته له دې خبري څخه خورا کرکه پېدا شوې وه ؛ ځکه د دوي په معلوماتو کښې دا خبره وه چې عليه السلام د حضرت علي له نامه سره ويل د روافضو ( يا شيعه ګانو ) کار دے ، ځکه په حقيقت کښې دغه جمله د نبي له نامه سره ويل کيږي ، خو محترمو ! اصلي اسلامي صورتحال دغه ډول نۀ دے په دوي کښې چې ځينې له ما سره مخامخ شوي دي نو وروسته له دې چې په دې باب مې له أصلي اسلامي هدايت څخه اګاه کړي دي دا توصيه مې هم ورته کړې ده چي عالم او طالب ته پکار ده چې په صحيح معنې له إسلام څخه ځان باخبره وساتي ، دا يو بل خصوصيت د حضرت علي دے چې د دۀ له نامه سره « عليه السلام » هم ويل کيدلې شي ، بلکي د دۀ د اولاد له نومونو سره هم عليه السلام ويل کيدلې شي .
صاحب د تفسير مظهري چې هر ځاے په خپل کتاب کښې د حضرت علي نوم ذکر کوي ـ عليه السلام ـ ورسره وائي . په تاريخ طبري کښې چي هر چېرې د حضرت علي نوم ذکر کيږي د « عليه السلام » جمله ورسره وائي . شيخ عبدالحق محدث دهلوي په مدارج النبوة کښې د إمام جعفر صادق له نامه سره هم عليه السلام وائي صاحب د أصول الشاشي ، د أصول الشاشي په خطبه کښې فرمايلي دي : والسلام علی أبي حنيفة و أحبابه .زما په فکر حضرت علي ته دا خصوصيت په دې وجه پېدا شوے دے چې رسول (علي الصلوة والسلا) دۀ ته فرمايلي دي :
أنت مني بمنزلة هارون من موسی إلا أنه لا نبي بعدي ( کذا في المشکوة )
دحضرت امام حسن اوامام حسين رضي الله عنهم مناقب ا وفضائل:
(١) د اسلام ګران پېغمبر (ص) په يو مبارک حديث کښې فرمايلي دي : ان جبريل يعين الحسين واني احب ان اعين الحسن ( انتهی مختصرًا ) ( اخرجه الحارث بن ابي اسامه عن محمد بن علي کذافي الخصائص الکبری للسيوطي جلـ۲ـد صفحـ۴۶۵ـ )
يعنې بېشکه جبريل حسېن (رض) ته کومک ورکوي اوبېشکه زۀ نو دا خوښوم چې حسن ته کومک ورکړم.
دا مبارکه خبره د اسلام پېغمبر (ص) هغه وخت وکړه چی حسنينو (رض) غېږ سره ايستله او رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم د امام حسن (رض) په طرف خبره کوله نو فاطمې رضي الله عنها ورته وويل چې اے د خداے پاک رسوله ته له حسن سره کومک کوې لکه چې دې ترحسېن درباندې ګران دے .
( ۲ ) ابن عساکر له حضرت ابن عُمر (رض) څخه روايت کړے دے چي دۀ مبارک فرمايلي دي : کان علی الحسن والحسين تعويذانِ فيهما زغبٌ مِن زَغبِ جناح جبرئيل ( کذا في الخصائص الکبری في الصفحة المذکورة ) .يعني په حسن (رض) او حسېن (رض) باندي دوه تعويذونه راځړېدل چې له وړو او ميده بڼو څخه د وزرو د جبريل (ع) وو .
( ۳ ) : له حضرت أبي هريرة (رض) څخه روايت دے چې رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) فرمايلي دي :
مَن أحبَّهما فقد أحبني و مَن أبغضهما فقد أبغضني ( رواه الإمام أحمد ، کذا في البداية والنهاية ج۸ص۶۰۲ ) .
يعني هر چا چې مينه او محبت وکړ له حسن او حسېن (رض) سره ، نو په تحقيق سره هغه له ما سره مينه او محبت وکړ او هر چا چي بغض وکړ له دوي دواړو سره نو په تحقيق سره هغه له ما سره بغض وکړ .
( ۴ ) : له حضرت أنس بن مالک څخه روايت دے چې له رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) څخه پوښتنه وشوه چې ستا په أهل بيتو کښې کوم يو تا ته ډېر محبوب دے ؟ نو دۀ مبارک په جواب کښې ورته وفرمايل چې حسن او حسېن .( رواه أبو يعلی الموصلي ، کذافي البداية والنهاية في الصفحة المذکورة ) .
( ۵ ) : له حضرت أبي سعيد څخه روايت دے چې رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) فرمايلي دي :
الحسن والحسين سيدا شِبابِ أهلِ الجنة إلا ابني الخالة: يحيی و عيسی( رواه أبوالقاسم البغوي ، کذافي البداية)
يعني : حسن او حسېن دوه سرداران د ځوانانو د جنت دي ، مګر ماسوی له دوو نفرو چې د خاله زامن دي چې هغه حضرت يحيی او عيسی ( عليهماالسلام) دي .
. همدا رنګه يو بزرګ د حسنينو په باره کښي داسي فرمايلي دي ، مثنوي :
هست بر أهل معرفت روشن صفت حضرت حســـين و حسن
آن يـــکي اختريست تــابنده وان ديګر ګــوهريست رخشنده
آن يکي نور ديـــدهء نبوي و ان يکي شمع جان مرتضوي
روي آن صاف تر زلمعهء بدر ګيــسوي اين نمونهء شب قـدر
آن يکي ماه آســمان کمال وان دګر سرو بوســـتان جمال .
( کذا في روضة الشهدآء للکاشفي ) .
محترمو وروڼو ! په دې برخه کښي د حضرت إمام حسين (رضي الله عنه) په اړه ځينې ځانګړي مطالب و تاسو محترمو ته ذکر کوم قدرمنو ! په شواهد النبوة کښې راغلي دي چې حضرت امام حسېن (رض) د أهل بېتو له (دولسو) امامانو څخه دريم إمام دے هم ، اسم کنية د دۀ مبارک أبو عبدالله ؤ او ذکي ، شهيد ، سبط او شهيد د ده مبارک لقبونه وو . د هجرت په څلورم کال د شعبان په ۴ يا په ۵ د سه شنبې په ورځ په مدينه منوره کښې د دۀ مبارک توَلد وشو ، علماو ذکر کړي دي چي موده د حمل د دۀ مبارک شپږ مياشتې وه ، او هيڅ کوچنے د شپږو مياشتو نۀ دے له مور څخه پيدا شوے چې بيا دې ژوندے پاتے شوے وي ماسوا له دوو نفرو : اول يحيی بن زکريا (ع) دويم حضرت امام حسېن (رضي الله عنه) ، او د حضرت امام حسن د ولادت ، او د فاطمې د علوق او حمل کېدلو په امام حسين سره پنځوس ورځي فاصله په منځ کښې راغلې ده ، نو حضرت امام حسين اوۀ مياشتې او شل ورځي له امام حسن څخه کشر ؤ . کله چې د امام حسېن (رض) تولد وشو ، چې يو بزرګ د دې تولد خوشحالي په دې شکل تعبير کړې ده ، قطعه :
طلوع کرد بتائيد حق ز بـــرج کـــــمال مه خجسته رخ و اختري مبـــارک فال
ازين نهال شرف تازه ګشت ګلشن دين چنانکه تازه شود برګ ګل زباد شمال .
د اسلام په پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) باندې د دۀ مبارک د تولد زيرے وشو ، حضرت رسول أکرم (ص) في الحاله د فاطمة الزهرا کورته تشريف يوړۀ ، حضرت أسمآء بنت عميس چې د حضرت امام حسېن دايه توب يې کاوۀ په داسې حال کښې چې حضرت امام حسېن يې په يوۀ خرقه کښې پېچلے ؤ د دۀ مبارک په غيږ کښې کېښود. . د إسلام ګران پېغمبر(ص) د دۀ مبارک په ښي غوږ کښې اذان او په چپ غوږ کښې اقامت وکړ ، بيا يې حضرت علي (کرم الله وجهه) ته وفرمايل چې کوم نوم دې په دۀ باندې ايښے دے ؟ حضرت علي (ک) ورته وويل چې ما نه غوښتل چې ستا له صوابديد څخه بغېر په دۀ باندې نوم کېږدم ، د إسلام ګران پېغمبر(ص) وفرمايل چې زۀ نو بيا د الله (جل جلاله) و حکم ته ګورم . په دې حال کښې حضرت جبريل (ع) راغے او وې ويل چې د حضرت هارون (ع) دويم زوے شبير نوميدۀ او د شبير معنا په عربۍ حسېن دے ، نو يې په دې وجه په دۀ مبارک باندې د « حسېن » نوم کېښود . د دۀ مبارک د تولد په اومه ورځ يې د عقيقې په نيت دوه پسونه حلال کړل او د دۀ مبارک سر يې ور وخروۀ او د هغو وريښتانو په وزن يې سپين زر خېرات کړل ( کذا في روضة الشهدآء ص ۱۸۲ للإمام الکاشفي )
همدارنګه په يوبل روايت کښې راغلي دي چې کله چې امام حسېن رضي الله عنه پېدا شو نو الله جل جلاله حضرت جبرائيل عليه السلا ته وفرمايل چې لاړشه زما حبيب ته زما له طرفه د دۀ د نمسي مبارکي ورسوه او وروسته له هغه يې په دي هم خبرکړه چي دغه حسين به يووخت ستا دځينوامتيانوله لاسه په قتل رسيږي او د دي تعزيت اوفاتحه خواني هم زماله طرفه ورورسوه حضرت جبرائيل عليه السلام چي دغه الهي پېغام د خداے رسول ته راورساوه اوداسلام پيغمبر (ص) اوحضرت علي (ک) او فاطمه (رض) له دې خبرې څخه اګاه شول نو د اسلام پېغمبر (ص) حضرت فاطمې (رض) ته وفرمايل چي دا واقعه به هغه وخت وي چي نه به ته يې او نه به زۀ يم او نه به حسن وي حضرت فاطمې (رض) د چغواو بغارو په حال کښې داسې وفرمايل چې«کاشکې زۀ هغه وخت ژوندۍ وې چې د حسين د مصيبت مراسم مې په ځاے کړې وې» په دې وخت کښې يوهاتفي اواز راغلې چې اے فاطمې ته غم مۀ کوه د قيامت تر ورځې پورې به هرکال مسلمانان دحسېن د مصيبت مراسم ترسره کوي بيت---
زين مصيبت داغهابرسينهء سوزان ماست زين غزاسدشعلهء غم بردل بريان ماست .
(کذاذکره مولانا حسين الکاشفي صاحب تفسيرحسيني )
دعاشورا په ورځ د امام حسېن (رض) او دکربلا د شهيدانو حالات بيانول يا په هغوئ کښي تأمل اوفکرکول اوپه نتيجه کښي ددي په زړه کښي دلسوزي اودردپيداکيدل اوترسترګو په غيري اختياري ډول اوښکي راتوييدل اوددوي په حق کښې دعاګانې اوخيراتونه کول داسلام له اصولواوله فروعوسره موافق اوصالح عمل دے کوم څوک چي دغه کارهم بدعت سيئه ياناروا بولي نودا د ډيرنامرد او بې لارې انسان کاردے .
شيخ مفيد ذکرکړيدي چې هغه وخت چې جبرائيل عليه السلام دحسېن د مبارکۍ لپاره حضورعليه السلام ته راتلې نو پۀ يوې فرښتې باندي راغلې چې په ځمکه باندې غورځېدلې وه دغه فرشته قطرس نوميدله چې په دريم اسمان کښې د اويا زره فرښتومشره وه، حضرت جبرئيل ورته وويل چې قطروسه ولې ژاړې او دا څه کيفيت درپېښ شوے دے ؟ قطرس ورته وويل چې د الله جل جلاله په يو حکم کښې اد نی قدر سستي راڅخه وشوه او په نتيجه کښي مې وزرونه وسوځيدل اے جبرائيله :ما د اسلام پېغمبر ته له ځان سره بوځه ښائي چې د دۀ په برکت دغه مشکل زما حل شي نوحضرت جبرائيل دغه فرښته د اسلام پېغمبر(ص) ته حاضره کړه د اسلام پېغمبر چې د دې له حال څخه خبرشو نو يې ورته وفرمايل چي ورشه اوخپل ځان په حسېن ومښه قطرس چې دغه کار وکړ نوفي الحاله يې بيرته وزرونه پېدا کړل او دريم اسمان ته يې پرواز وکړ او خپلې عبادت خانې ته ورسيدله، بيا چې کله د امام حسېن رضي الله عنه له شهادت څخه خبره شوله نويې په افسوس سره وويل چي کاشکې زۀ له دې واقعې څخه مخکې خبره شوې وې چې له نورو ټولو خپلو فرښتوسره مې د دۀ د کومک د پاره ځمکې ته ځان رسولې وې .. (انظرروضة الشهداء ،لصاحب تفسيرحسيني .)
له ثابت بن انس څخه روايت دے چې فرښتې او ملائکې د باران له الله پاک څخه نبي عليه الصلواه والسلام ته د ورتللو اجازه وغوښتله نوالله پاک اجازه ورکړه يعنې نو دغه فرښته نبي عليه السلام ته راغله ، بيا نبي عليه السلام ام سلمې رضي الله عنها ته حکم وکړ چې دروازي ته ګوره اوڅوک مه راپرېږده بيا حضرت حسين راغے يعنې هغه وخت چې دې کوچنے ؤ او د نبي عليه السلام مبارکو وږو ته ورغورځېدۀ نو دغې فرښتې رسول عليه السلام ته عرض وکړ چې ايا ! ته حسېن خوښوې دۀ مبارک ورته وفرمايل چې هو: نو دغې د باران فرښتې ورته وويل چې بېشکه ستا د امت له لاسه به دې قتل کړې شي بيا يې له کربلا څخه يوقسم سره خاوره هم راواخستله اونبي عليه السلام ته يې ورښکاره کړه بياحضرت ام سلمې دغه خاوره د خپلې جامې په يو طرف کښې واچوله
انتهی مع ادنی اختصار . ( رواه احمد کذا في البدايه والنهايه ج ۸ص ۵۹۶ )
له حضرت انس بن حارث څخه روايت دے چې ما به له رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم څخه اوريدل چي دۀ مبارک به فرمايل (ان ابني [يعنې الحسين] يقتل بارض يقال لها کربلاء فمن شهد منکم ذالک فلينصرهرواه ابوالقاسم البغوي کذافي البدايه والنهايه . يعني بېشکه زما زوے حسېن به قتل کړې کيږي په داسې ځمکه کښې چې کربلا ورته ويل کيږي نوڅوک که له تاسوڅخه په هغه وخت کښې حاضروو نو مدد دې وکړي يعنې دامام حسېن ابوالجناب کلبي حکايت کړے دے چې دکربلا خلق همېشه د پېريا نو ژړاوې په امام حسېن باندې اوري (کذا في البداية والنهاية لابن کثير . )
ابن عساکر روايت کړے دے چې يوې ډلې د غازيانو د روم په ځينې ښارو کښې په يوۀ کنيسه اوعبادتګاه کښې د نصاراؤ دغه بيت ليکل شوے وليدۀ .. اترجوامة قتلت حسينا شفاعة جدهِ يوم الحساب .
نو دوۍ له روميانو څخه پوښتنه وکړه چې دغه بيت چا ليکلے دے نو روميانو ورته وويل چې ستاسو د نبي تربعثت دري سوه ۳۰۰ کاله له مخه دغه بيت ليکل شوے دے. ( کذا في البداية والنهاية ج ۸ . )
دا رنګه داسې روايت هم راغلے دے چې هغو خلقو (يزيد او يزيديانو) چې امام حسېن (رض) يې شهيد کړ په داسې حال کښې چې د شرابو په څښلو مشغول وو او د حضرت امام حسين (رض) سر مبارک يې هم راخېستے ؤ ،په غيبي ډول د اوسپني يو قلم ورته ښکاره شو اوپه يو ديوال باندي يې ذکرشوے بېت ورته وليکۀ .
( کذا في البداية والنهاية ج ۸ ص ۵۹۷ )
له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دے چې ما په خوب کښې رسو ل لله صلی الله عليه و آله وسلم د غرمې په وخت کښې وليدۀ په داسې حال کښې چې د سر ويښتان يې په ګرد اوغبار ډک وو او يوه شيشه ورسره وه چې په هغې کښې وينه وه نو ما ورته وويل چې زما مور اوپلاردې تر تا قربان شي اے د خداے رسوله ! دا څه وينه ده چې په شيشه کښې دې اچولې ده نو دۀ مبارک راته وويل چې دا د حسين او د دۀ د ملګرو و ينه ده چې ترنن ورځې پورې مې راټولوله حضرت عباس (رض) فرمائي دي چې مونږ چې معلو مات وکړ نو په هم هغه ورځ حضرت امام حسېن (رض) په شهادت رسيدلے ؤ ( رواه احمد وتفرد به واسناده قوي . )
پنځم : له حضرت علي بن زيد بن جدعان څخه روايت دے چې حضرت ابن عباس له خوب څخه راويښ شو نو(انا لله وانا اليه راجعون ) يې ووايۀ او وي ويل چې قسم په خداے دے چې حسين شهيد کړے شوے د ے ، نود دۀ ملګرو ورته وويل چې له څه وجهې دې دا وويل ، نودۀ مبارک ورته وفرمايل چې ما رسو ل الله صلی الله عليه و آله وسلم په خوب وليدئ چې له وينو څخه ډکه ښيښه ورسره وه او وماته يې وويل چې ايا! ته عالم شوے يې په دې باندي چې له ما څخه وروسته ځما امت څه کړيدي حسين يې قتل کړ اودا د دۀ او د دۀ د ملګريو وينه ده چي الله جل جلاله ته يې عرضه وم ، بيا چې دوي معلومات وکړ په هغه وخت امام حسين شهيد شوے ؤ. ( رواه ابن ابي الدنيا کذافي البداية والنهاية .)
شپږم : له حضرت ابن عباس څخه روايت دے چې الله پاک حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم ته وحي وکړه چې ما د حضرت يحي بن ذکريا په سبب چي کله دي ګمراهانو شهيد کړ اويا زره انسانان په قتل ورسول ،اودحسين په سبب به دوه واره اويا زره انسانان په قتل رسوم . ( رواه الخطيب کذا في البداية والنهاية)
له حضرت ام سلمې څخه روايت دے چې دي مبارکې فرمايلي دي چې ما له پيريانوڅخه واوريدل چې په امام حسين باندې يې ژړل او په دۀ مبارک باندې يې نَوحه کوله او هم دا رنګه له جنيانو څخه دغه بيتونه ما واوريدل چي دوۍ ويل .
ايها القاتلون جــــهلا حســـــينا ابــشروبالـعذاب والتنکيل
کل اهل السماء يدعوعليـــــکم ونبـــي ومرسل وقبيــــــــــــل
قدلعنتم علی لساني ابن داود وموسـی وصـــاحب الانجيل
( کذافي البداية والنهاية لابن الکثير )
مولانا حسين واعظ کاشفي په روضة الشهداء کښي ذکرکړيدي چي پنځه واره دخدائ جل جلاله له لوري ورسول الله (ص) ته د امام حسين له شهادت څخه خبرورکړے شوے دے .. والسلام ومن الله التوفيق
Add new comment