امام حسېن عليه السلام د انبياؤ عليهم السلام وارث

د ټولو الهي انبياؤ او اوصياؤ عليهم السلام اهداف د امام حسېن (ع) په خونړي غورځنګ کښې په ښه توګه ليدل کيږي. هغه د هغه عزت او کرامت لرونکے دے چې خداے پاک حضرت ادم (ع) ته ورکړے دے. هغه د حضرت ابراهيم خليل الله (ع) وارث دے ځکه چې د خپلې زمانې د يزيديانو په شان

د انبياؤ عليهم السلام يوترټولو اصلې هدف د عزت او کرامت سرچينې يعنې خداے پاک ته د انسان نزدې کول وو او دي. پېغمبران عليهم السلام دې لپاره مبعوث شول چې انسان واقعي عزت او حقيقي ازادۍ ته ورسوي. د خداے د ترټولو وروستي قدرمن پېغمبر (ص) خوږ نمسے امام حسېن (ع) د خلقو د بېدارولو او هدايت کولو په لاره کښې د حضرت ادم ، حضرت ابراهيم، حضرت موسی ، حضرت عيسی عل
يهم السلام او حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم هدف ته دوام ورکوونکے دے. د ((زيارت وارث)) په نامه د هغه حضرت مشهوره زيارتنامه الهي پېغمبرانو عليهم السلام ته په سلام سره شروع کيږي. ځکه چې کربلا د انبياؤ عليهم السلام په غورځنګ کښې جرړې لري
د ټولو الهي انبياؤ او اوصياؤ عليهم السلام اهداف د امام حسېن (ع) په خونړي غورځنګ کښې په ښه توګه ليدل کيږي. هغه د هغه عزت او کرامت لرونکے دے چې خداے پاک حضرت ادم (ع) ته ورکړے دے. هغه د حضرت ابراهيم خليل الله (ع) وارث دے ځکه چې د خپلې زمانې د يزيديانو په شان د دروغو خدايان يې ترقيامته پورې دنيا ته په ډاګه کړل. امام حسېن (ع) د حضرت موسی (ع) وارث دے ځکه چې دې ته حاضرنه شو چې د خپلې زمانې د فرعونيانو په وړاندې غلے پاتے شي. حسېن بن علي (ع) د حضرت عيسی (ع) وارث دے چې د هغۀ په شان يې دخپلې زمانې له بدعت کوونکو او کږفکرو سره مبارزه وکړه. او په اخېرکښې هغه د خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) وارث دے. د هغه رسول (ص) چې يې وفرمايل: ((که د نمر سترګه مې په ښي لاس کښې او سپوږمۍ مې په کيڼ لاس کښې کېږدئ چې له خپل دعوت څخه لاس واخلم نو داسې به ونکړم.)) او د هغه قدرمن پېغمبر (ص) خوږ نمسي هم د يزيد لخوا د هر ډول انعامونو او مقامونو په ردولو سره د هغۀ بيعت کولو ته غاړه کې نښوده او دا يې ونۀ ويل چې زۀ د يزيد بيعت نه کوم بلکې اعلان يې وکړ چې ((زما په شان کس به د يزيد په شان کس بيعت هيڅکله ونکړي)) دغه د حق او باطل معرکه يې تر قيامته پورې ژوندۍ وساتله او آئنده نسلونو ته يې دا خبره واضحه کړه چې که تر قيامته پورې په هر دور کښې او په هر شکل کښې چې د يزيد بن معاويه په شان کس په منظرعام باندې راغے نو که څوک زما د پېروکارۍ دعوا کوي نو د هغۀ کردار ته به هيڅکله غاړه کېږندي او د هغۀ د ظلم او ستم او منافقت په خلاف به پاڅون کوي.
حسېن بن علي (ع) د پاکو الهي انبياؤ عليهم السلام د ټولو خصوصيتونو لرونکے دے. امام حسېن (ع) هغه کامل انسان دے چې نۀ يوازې د مسلمانانو لپاره بلکې د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره يو هر اړخيزه بېلګه دے. د هغۀ په وجود کښې د پتيالۍ، ځوانمردۍ، شرف، مېړانې، وفا، صبر، کرامت او له ظلم سره د دښمنۍ په شان ټول لوړ انساني صفات څپانده دي. خو د دغو ټولو صفاتو ترمېنځ د امام حسېن (ع) عزت نفس، قدرت او توان يې له ځانګړو او څرګندو خصوصيتونو څخه دي او د ترټولو زيات رول يې د عاشورې د غورځنګ په همېشه والي کښې لرلے دے. د شهيدانو سردار چې کله د يزيد د لښکر په محاصره کښې راغے او د ژوند برخليک يې له يزيد سره له بيعت کولو يا بيعت نه کولو سره تړلے ؤ، نو په تاريخي کلماتو او تل پاتې کېدونکې وېنا سره يې خپل عزت نفس، قدرت او عزم اعلان کړ او وې فرمايل: ((اګاه اوسئ دغه د کمينه زوے کمېنه کس (يعنې يزيد) زۀ د تورې او ذلت په دوه لارې کښې راوستے يم. دا له ما نه لرې خبره ده چې د ذلت ترجغ لاندې لاړ شم. دا خبره خداے پاک، د هغۀ ګران رسول (ص) او پتيالي او باعزته انسانان هم نه قبلوي. زۀ به هيڅکله په عزت بخښونکي شهادت باندې له ظالمانو څخه اطاعت ته ترجيح ورنکړم.))
د امام حسېن (ع) غورځنګ د ځوانمردۍ او صداقت حماسه ده او ځاے په ځاے د دې حقييقت بيانوونکے دے چې د انسان شرافت د هغۀ له عزت سره تړاو لري. خو د عزت حقيقت څه دے؟ ځينې دا تصور کوي چې که مال، ثروت، مشري او طرفداران زيات ولري نو عزتمن دے. نو په دې بنياد هغه کسان چې دغه څيزونه ونلري په ځان کښې د کمزورۍ، نيمګړتيا او ذلت احساس کوي. خو حقيقت دا دے چې دغه ټولې ظاهري چارې په لږ وخت کښې له منځه ځي. حقيقي عزت يوازې د هستۍ د عالم په مطلق قدرت يعنې د خداےپاک په ذات باندې په تکيه او توکل سره رامنځته کيږي. يو ٍحقيقي مومن يوازې خداے موثره بولي او يوازې د باري تعالي د ذات په وړاندې د تعظيم سر ټيټوي. دغه روحيه چې هر څومره په انسان کښې زياته مضبوطه وي د ناخوالو په وړاندې يې د مقاومت قدرت لا زيات او د ايثار او قربانۍ اراره يې لا زياته مضبوطيږي او په نتيجه کښې د انسان عزت او شرافت زياتيږي. په قران شريف کښې د انسانانو د عزت او کرامت له ختمېدو او ماتېدو څخه د مخنيوي لپاره په نورو خلکو پورې ټوقې کول، سپکاوے يې کول او ورته بدې ردې ويل منعې دي. همدارنګ د انسان د عزتِ نفس د حفاظت لپاره سپارښتنه کيږي چې يو مسلمان کس پکار دي خپل ګناهونه، کمزورې نقطې او عېبونه چا ته څرګند او په ډاګه نکړي. د انساني عزت او کرامت دغه ساتنه په اسلام کښې په دومره اندازه مهمه ده چې د ضرورت او احتياج څرګندول د يو حقيقي مسلمان له شان او اعتبار نه ډېر لاندې ګڼل کيږي. حتی د اسلام علماؤ د اودس د اوبو د برابرولو لپاره هم ويلي دي چې که يو مسلمان مجبور شي د اودس د اوبو د برابرولو لپاره منت، ذلت او خواري وزغمي نو په دې موقع نمونځګزارے د اودس په ځاے تيمم کولې شي. ځکه چې يو مومن انسان پکار نه دي خپل عزت او لوړ شان او اعتبار د نورو انسانانو په وړاندې داغدار کړي.حتی له يو عبادي عمل سره په ارتباط کښې هم، او پکار دي د الهي بندګۍ او ستائېنې له لوړ مقام سره په ارتباط کښې وي.
قران شريف د سورۀ فاطر په ١٠مبارک ايت کښې فرمائي: ((هغه کسان چې دعزت غوښتونکي دي (پکار دي له خدايه وغواړي) ځکه چې ټول عزت د خداے لپاره دے...)) خداے پاک په دغه نوراني کلام کښې انسان په دې باندې پوهوي چې پکار دي په خپل ټول وجود سره کوشش وکړي او په صحيح اعتقاد سره په دې کوشش کښې له علم اونېک عمل سره مل هغه خنډونه چې خداے پاک ته د رسېدو په لاره کښې موجود دي لرې کړي چې کامل عزت ته ورسيږي. امام حسېن (ع) د عاشورې په ورځ وفرمايل: (( (دښمنانو)) زۀ د عزت او ذلت ترمېنځ اختيارمن کړے يم)) حال دا چې زما عزت او ذلت زما په خپل اختيار کښې دے. زۀ دې ته تيار يم چې ووژل شم، بدن مې ټوټې شي،د کورنۍ کسان مې اسيران کړې شي خو د ذلت ترجغ لاندې به لاړ نه شم. خو امام حسېن (ع) په خپل دې انتخاب سره د عزت او سرلوړۍ اوچتې درجې ته ورسېد. ډاکټر شهيد مطهري په ((حسېني حماسه)) نومې کتاب کښې د امام حسېن (ع) د دغه خصوصيت په باره کښې ليکي: ((هغوي ( يعنې دښمنانو) له امام څخه يو امتياز غوښتۀ او که دغه يو امتياز امام هغوي ته ورکړےوې نو نه يوازې يې د هغۀ کار سره څه کار نۀ لرۀ بلکې ډېر زيات انعامونه به يې هم ورته ورکړي وو. خو امام هغه ټول رنځونه او تکليفونه وزغمل او د ځان او خپلو ملګرو شهادت ته يې غاړه کېښوده چې همدغه يو امتياز له لاسه ورنکړي.)) په حقيقت کښې امام حسېن (ع) د خپل عزتِ نفس حفاظت وکړ او په دې لاره کښې مرګ ته غاړه غړۍ ورغے، چې انساني عزت او حقيقي ايمان پائېدار او همېشنے شي.
حسېني حماسه او غورځنګ د مومنانو د عزت حماسه او غورځنګ دے. حسېن بن علي (ع) د نړۍ ټولو خلقو ته دا ورزده کړل چې پکار دي يوازې د خداے پاک په وړاندې تعظيم وکړي. هغه حضرت حتی له خپلو دښمنانو څخه هم وغوښتل چې د باطل په وړاندې د تعظيم سر ټيټ نه کړي. امام حسېن (ع) په خپله خطبه کښې د خلافت د دربار د څرګند فساد، د الهي حدودو معطل کېدو او په ټولنه کښې د ګناه د خپرېدو په يادونې سره د خلکو په بېدارولو کښې کوشش وکړ. د امام حسېن (ع) له نظره ظالمانه اجتماعي تعلقاتو او ستمګرانه سياسي او حکومتي روابطو ته غاړه اېښودل د خوارۍ او زوال سبب دي. په همدې وجه يې خلق پاڅون ته دعوت کړل او خپله له ټولو نه زيات د دغه پاڅون لائق او وړ ؤ. د خداے پاک د دين د عملي کولو لپاره له خپل ځان، مال او هستۍ څخه تېر شو.
امام حسېن (ع) له شهادت نه مخکې په وروستيو شېبو کښې له خداےپاک سره عاشقانه مناجات او رازونياز وکړ چې هلته له دغې سرښيدنې او قربانۍ څخه خپله انګېزه او مقصد داسې بيانوي: (( اے پروردګاره! چې له تا نه بغېر بل خداے نشته، ستا د قضا او قدر په وړاندې صبر کوونکے يم، اے د فريادکوونکو فرياد اورېدونکيه! چې له تا نه بغېر بل پروردګار او معبود نشته، ستا د حکم او تقدير په وړاندې زغم کوونکے يم،اے د بې اسرې کسانو فرياد اورېدونکيه! اے تل ژوندي او بې پايانه ذاته! اے د مړيو ژوندي کوونکيه! اے هغه ثابت او برقرار ذاته! چې هر کس د هغۀ په کردار سره تلې! زما او د خلقو ترمېنځ فېصله وکړې چې تۀ تر ټولو ښۀ فېصله کوونکے يې.))
هغه حضرت چې د خداے د معرفت او د هغۀ په لاره کښې سرښيدنه او قرباني درک کوي ورباندې چې څومره زيات مصيبتونه راځي مخ يې لا زياته ځلا پېدا کوي، د کربلا د واقعې يو راوي نقلوي چې: ((ما په ټول عالم کښې داسې کس و نۀ ليدۀ چې د مصيبت په وخت په ځاے د دې چې بدن يې په لړزه راشي، رنګ يې والوزي او قدمونه يې سست شي، د مخ رنګ روغن يې لا زيات ځلانده، مطمئن او مصمم کيږي.))دا حالت د هغه حضرت د روحي پراختيا او غوړېدنې بيانوونکے دے. د مصيبتونو په وړاندې د امام حسېن (ع) مقاومت او پائېداري د هغوي د دښمنانو د حېرانيتا سبب شوه ان تردې چې د انسانيت د لارې د دغه شهيد له خاصو ملګرو څخه ځينو د امام ځلانده څېرې د ښکلا په ليدو سره يو بل ته ويل: ((حسېن (ع) ته وګورئ چې په هيڅ وجه له مرګ نه نۀ ويريږي.))
امام د خپل ژوند تراخېري شېبو پورې کوشش وکړ چې خلق هدايت کړي، خو تۀ به وائې د هغو خلقو په زړونو باندې د بدبختۍ مهر لګولےشوے ؤ. غوږونه يې کاڼۀ او سترګې يې ړندې شوې وې.نو ځکه يې خپل تړون مات کړ. امام حسېن (ع) د عاشورې په ورځ يو ځل بيا اعلان وکړ: ((دا خبره له مونږ نه لرې ده چې ذلت قبول کړو. زمونږ پلار نيکونه پاکان وو او مونږ به هيڅکله ذلت ته غاړه کېږندو. اګاه اوسئ، ما حجت تمام کړ. حال دا چې تاسو حق نه قبلوئ،له لږو ملګرو سره له تاسو سره مقابله کوم.)) بيا يې په دې مضمون سره څو شعرونه وويل: ((که دښمن ته مو ماتې ورکړه او ورباندې کامياب شو نو له ډېر وخت نه همداسې وه او که مونږ مغلوب شو(يعنې شيهدان شو) نو بيا مو هم ماتې نه ده خوړلې.))
په داډول امام حسېن (ع) او د هغه حضرت ننګيالي ملګري په ډېرې مېړانې، عزتمنۍ، پتمنۍ او استقامت سره شهيدان شول خو د اسلام حقيقي دين تل ژوندے پاتے شو.

Add new comment