لاریجاني وویل پر سوریه حمله به د سیمې د ستونځو له ډيرولو پرته بله پایله ونه لري .
د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني نن په تهران کې د جاپان له ځانګړي استازي ماساهیکو کومورا سره په لیدنه کې ټینګار وکړ د ایران دریځ دا دی چې د سورېې ستوڼخې باید د ملي خبرو اترو له لارې حل شي او مخالفانو ته د وسلو د لیږلو له لارې د دیموکراسۍ د بياوړتیا له ادعاء سره مخالف دی .
هغه د ایران د اتومي فعالیت په اړه وویل پنځه جمع یو ډله باید اوس پوهیدلې وي چې ایران په شفاف او صادقانه ډول په خبرو اترو کې برخه اخلي .
نوموړي زیاته کړه د ایران له ستر او هوښیار ملت سره نه باید د زور په ژبه خبرې وشي .
کومورا هم ایران د سیمې مهم هیواد وباله او د تهران او توکیو دوستانه او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره ېې وویل هیواد ېې لا هم له ایران سره پر دوستانه اړیکو ټينګار کوي .
Add new comment