په هند کې ګڼ امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي .
د دې هیواد رسنۍ وايي وروسته له هغه چې په اوتراپردیش صوبه کې یو ځل بیا د مسلمانانو او هندوانو تر منځ په اخ او ډب کې په تیرو دوو ورځو کې ۳۰ تنه ووژل او ۴۰ نور ټپیان شول د هند ۱۰ زره سیمه ایز امنیتي ځواکونه او ۲۵۰۰ پولیس په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي .
همداراز په مظفر نجار او څو نورو سیمو کې په ګرځيدو را ګرځيدو هم بندیز اعلان شوی دی .
دا جګړه د اګیست په ۲۷ مه د څو ځوانانو تر منځ له وړې جګړې پيل شوه چې ورو ورو پراخه شوه .
پولیس وايي د جګړې په تړوا ېې ۵۰ تنه نیولي هم دي نوي ډهلي له سیمه ایزو چارواکو غوښتي د تاوتریخوالي په اړه د مفصل راپور له ورکولو سر بیره له بلواګرو سره جدي چلند وکړي .
په دې اړه چې جګړه د مسلمانانو او یا هندوانو له خوا پيل شوې او کوم لوري ته مرګ ژوبله اوښتې په راپورونو کې څه نه دي ویل شوي .
په دې صوبه کې جګړې د بابري جومات له ړنګیدو وروسته پيل شوې دي
Add new comment