د پاکستان په زرګونو خلکو په یو هیړ د مړه دي وي امریکا او مړه دې وي اسراییل شعارونه ورکړل .

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان خلکو پرون د   دغه هیواد د شیعیانو د ارواښاد مشر شهید عارف حسین الحسیني  د شهادت  په پینځه ویشتمه کلیزه کې  د دغه هیواد د پارلیمان مخې ته  یوه غونډه  جوړه کړه او د سوریې په خلاف د امریکا پوځي  او تیري ګر اقدام یې وغانده .
 وینا والو په دغه غونډه کې وویل چې نن تکفیري او افراطي  ترهه ګرې ډلې   په مسلمانانو کې مذهبي  اختلافاتو او فرقه پالنې ته د لمن په وهلو سره  د پاکستان د داخلي حالاتو او د سیمې د حالاتو خرابول غواړي.
د وحدت مسلمین پاکستان عمومي منشي راجه ناصر عباس  په دې غونډه کې  وویل :  د پاکستان شیعیان  د  ترهه ګرو او تکفیري ډلو په مقابل کې د پاکستان دپولو د دفاع لپاره تیار دي.
 ده د پاکستان  د حالاتو د خرابولو لپاره د امریکا ، صهیونسټ رژیم او دسیمې د ځینو عربو هیوادونو د توطئې په غندلو سره وویل :  په دوي پورې تړلې ترهه ګرې ډلې هڅه کوي  په   پا کستان خپل شیطاني افکار مسلط کړي  خو پاکستان به دوي ته دا جازه ورنه کړي. علامه  راجا ناصر عباس جعفري  په عراق او افغانستان کې د امریکا  شرموونکي ماتې ته په اشارې سره وویل چې امریکا غواړي اوس په سوریې په برید سره  خپله څیره په اسلامي نړۍ کې نوره هم خرابه کړي.
د وحدت مسلمین د عمومي منشي مرستیال علامه امین شهیدي هم  په دغه غونډه کې وویل  په لویدیځ  پورې تړلې تکفیري ډلې د سوریې د بحران اصلي عاملې دي  او امریکا او ځینو لویدیځو هیوادونو د  بلواګرو ډلو له  خوا په سوریې کې د کیمیایی وسلو په استعمال کې لاس درلود .
ټاکل شوې د پاکستان خلک  راروانه جمعه  د سوریې له خلکو سره د پیوستون او د دغه هیواد په خلاف  دامریکا دپوځي ګواښونو په اعتراض کې مظاهرې وکړي.

Add new comment