اوباما پر سوریه د برید په طرحه کې له جدي خنډونو سره مخ دی .

رویټرز اعلان وکړ سپینې مانۍ پرون هم د سورېې په وړاندې د خپل ملاتړ ډيرولو ته دوام ورکړ خو لا اوس هم اوباما په کانګریس کې له جدي ستونځو سره مخ دی
د امریکا یو شمیر استازو ویلي د اسد د حکومت په وړاندې د بریدلپاره تر اوسه نه دي متقاعد شوي .
ټاکل شوې د امریکا کانګریس د چهار شنبې په ورځ په دې اړه راېې ورکړي
د سپينې ماڼۍ یو چارواکی ډنیس مک ډانف وايي د اسد پر ځواکونو محدوده حمله به هغوی ته یو را ګرځوونکي او مخنیویو کوونکی پيغام ولري او په دې برخه کې موږ یوآځې څو توغندیو ته اړتیا لرو .
خو د کانګریس بل استازي میکل مک کول وویل د اوباما پلان بې مسئولیته دی او فکر نه کوم څو توغندي به په بهر کې زموږ اعتبار احیا کړي یو بل استازی جیم مک ګاورون وویل که د اوباما په ځای وی خپل وړاندیز به مې بیرته اخیستی ؤ .

Add new comment