د اسرآئیلو د جنګ وزیر وايي په سیمه کې به ډير زر یو ستراتژیک بدلون راشي .
د الیوم السابع د راپور له مخې د صهیونیستي رژیم د جنګ وزیر موشه یلعون ادعا وکړه د مصر وروستیو حالاتو او پر سوریه د فوځي حملې د احتمال له امله به په منځني ختیځ سیمه کې ډير زر یو ژور او ستراتژیک بدلون را منځته شي .
موشه یلعون وویل عربي پسرلی په یوه سپيره مني اوښتی ځکه په سر کې ېې افراطیان واک ته ورسول خو وروسته را نسکور شول او پایله ېې هم د مصر د امنیتي حالت خطرناک والی شو .
موشه یلعون په سینا کې جنګیدونکي جنګیالي هم د اخوان المسلمین پلویان وبلل او زیاته ېې کړه د مصر فوځ به د هغوی تر ختمولو په سینا دښته کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي .
د یلعون په وینا اوسني شرایط د ۱۹۷۳ م کال په اکتوبر میاشت کې د عربو او اسرائیلو تر منځ د جګړې له وخت سره ورته دي .
باید ووایو په دې جګړه کې عربو سخته ماته خوړلې وه او اسرائیلو ته ډيرې مځکې په لاس ورغلې وې چې تر اوسه پرې واکمني کوي
Add new comment