د امريکا په څو ښارونو کې د سوريې د جګړې پر ضد لاريونونه وشول.

 د ريانووستي د خبري رسنۍ د رېپوټ پر بنسټ، د شنبې په ورځ د امريکا په څو لويو ښارونو لکه نيويارک، واشنګټن، شيکاګو، بوستن او نورو کې، د اوباما د هغه سياست پر ضد لاريونونه تر سره شول، چې غواړي د  کيمياوي بريد په تور، پر سوريه پوځي يرغل وکړي.
اوباما په خپلو ويناګانو کې ولس ته تل پر دې ټينګار کړی، چې د بشار الاسد دولت پر خپلو خلکو باندې کيمياوي وسلې کاروي او د ده حکومت د نړۍ او امريکا لپاره يو ګواښ دی نو ځکه بايد ورباندې بريد وشي.
 تيره ورځ د نورو ښارونو تر څنګ، يوازې د امريکا د نيويارک په ښار کې څو ځايه لاريونونه وشول. لاريون کوونکو شعارونه ورکول: (( د سوريې جګړه نه غواړو!!! ))، (( پنتاګون ليرې کړی نه د خلکو سره مرستې))،(د درواغو پر بنسټ يوه بله جګړه نه غواړو!!!)). (( د جورج بوش لخوا څومره د بې پيلوټه الوتکو بريدونه تر سره شوي؟ ۱۰۰ ، خو د نوبل د سولې جايزې د وړونکي بارک اوباما لخوا ۸۰۰ !)). د لاريونکوونکو لخوا د اوباما لپاره يو نوی  نوم هم غوره شوی و.

Add new comment