دټوریزم نړیواله ورځ (تل پاتې انرژۍپراختیا اوترهه ګري)
دستمبر ۲۷نیټه یوه داسې ورځ ده چې دسیّل یاګرځیدنې دنړیوالې ادارې(WTO)له خوادټوریزم نړیواله ورځ نومول شوې ده . سږ کال په اسپانیا کې دغې ادارې دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو داستاذو په ګډون سره دغه ورځ د؛ټوریزم او تل پاتې انرژۍ اوتل پاتې پراختیائی لوړتیا ؛په شعارسره ترسره کیږی .ددغې نومونې اصلی دلیل :دتل پاتې انرژۍ کال دټولولپاره: په نامه دملګروملتودسږکال له شعار سره یووخت دی
په همدې مناسبت مو یو مطلب برابر کړی چې په دې شیبو کې ورته ستاسو پام راغواړو
دګرځيدنې نړیوالې ادارې (ډبلیو ټی او ) په ۱۹۷۵کال کې دنړۍ دپنځوسو هیوادونو په رسمي شتون سره دنړۍ په سویه دسیّل ګرځیدنې دصنعت دمتولي او خورالوړمرجع په توګه خپل فعالیت پیل کړ. ددغې ادارې اساسی دندې اوماموریتونه دنړۍ دخلکو ترمینځ دارتباط ټينګیدا او ددغه ډير پلوي لرونکي صنعت دمقام لوړتیا ده
دټوریزم دصنعت دبیلابیلواړخونومعرفي کول،دنویو مفاهیمو پلان ، د دغه صنعت اقتصادي ،کلتوري ،ټولنیز اودنورو څواړخیزوګټوبیانول، یوې پراخې پلانونې ته اړتیا لري . هرکال دخوښې وړموخو ته درسیدا لپاره دسیّل اوګرځیدنې دنړیوالې ادارې غړي په غونډو ،سیمینارونو او کنفرانسونو کې فیصلې کوي . په همدې لړ کې دټوریزم دنړیوالې ادارې غړي او سکرټیریټ په دې پسې شوي چې دیوه هراړخیز پیغام په ټاکلو سره دنړیوالو عمومي افکار، دګرځيدنې موضوع ته جلب کړي او د حکومتونوکوربه ټولنو،پوهنتونونواوله دغې موضوع سره اړونده د نوروبرخوحساسیت راوپاروي څوپه دې ترتبیب سره دټوریزم مفاهیم د خلکو دورځې ژوند ته وارد شي . پر دې اساس هرکال د ډبلیو ټي اوله خوایو پیغام خپرول کیږي اوټول غړي هیوادونه ددغه پيغام په چوکاټ کې د ګرځیدنې دصنعت په زمینې کې خپل راتلونکي کلني پروګرامونه او سټراټیجۍبرابروي او اجراکوي ئې
دټوریزم نړیوالې ا دارې په ۲۰۱۲کال کې دګرځیدنې دنړیوالې ورځې دلمانځلولپاره دچمتووالی په اعلانولوکې له ټولوپانګوالواو دګرځیدنې د صنعت په چارو کې رول لوبونکو ته بلنه ورکړې ده دماډرن انرژیو د تامینیدا لپاره دنویو ټیکنالوجیو او رودو په باب په لارزیاتې مطالعې او زده کونو سره دټوریزم په صنعت کې له تل پاتې سرچینو دانرژۍ د تامینولو په زمینې کې په دودو لیدتوګو اوبحث کې ګډون وکړي
دګرځیدنې اوسیّل دنړیوالې ادارې عمومی منشي طالب رفاعي هم په همدې مناسبت په یوې اعلامیې کې دټوریزم په صنعت کې د ماډرن رودو کارولو اهمیت ته په اشارې سره وویل ، دټوریزم صنعت دډيرو ابداعاتو په لومړۍ کرښې کې دی چې دانرژۍ په برخې کې دثبات په خاطر ترې استفاده کیږي چې په هغوکې په الوتکو کې دفسیلی سونګونودمصرف کمیدا اود نړۍ په بیلابیلو سیمو کې د شنو هوټلونو پرا ختیا ته اشاره کولی شو .
هغه همداراز زیاته کړه ، په هوائی صنعت او دکشتۍ چلونې په چاروکې په نووسونګودفسیلی سونګو د بدلولو او دسونګود مصرف دبدلولوله لارې په هوائې صنعتونو کې دانرژۍ د لاکارنده سونګو او سرچینو څخه استفاده او همداراز په هوټلونو کې دطبیعیت دمینه والو له رودو سره د انرژۍ په تامینیدا کې له اغیزمنو ټیکنالوجیو استفاده په دغو کړنو کې شاملې دي .ددې په ترڅ کې چې نوره ډیر نوښتونه هم دټوریزم په صنعت کې په تیره بیاپه ټرانسپورټي سسټمونو کې له پاکو انرژیو څخه په استفادې کې وړاندې شوي دي
دوستانو ټوریزم یا سیّل له ۱۹۶۰لسیزې راهسې دپراختیا اقتصادپوهانو په وسیله دیوه صنعت په توګه په نظر کې ونیول شو او په نړۍ کې د؛ټوریزم صنعت په توګه مطرح شو او دنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ورته پام شوی دی . . څه موده مخکې د ګرځیدنې دنړیوالې ادارې عمومی منشي طالب رفاعي په ایران کې دشیراز دسیّل یا ګرځيدنې د اتم نړیوال نندارتون په مناسبت په یوه پیغام کې یادونه وکړه چې دشمالی امریکا او اروپا د ټوریزم په ډيرو اصلی بازارونو کې له شته ؤ اقتصاډي خنډونو اومحدودیتونوسره سره ،د۲۰۱۲کال په لومړنیو څو میاشتو کې دنړیوالو سیلانیانو شمیر کابو شپږفی صده وده کړې چې دا چاره پخپل وار د سیّل یا ګرځندوئه فعالانو لپاره ځیری ورکوي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې نړیواله ګرځيدنه وخت په وخت د ودې لاره کچ کوي ، روښانه کړې ، د۲۰۱۲کال تروروستیو پورې دنړیوالو سیلانیانوشمیرکابو یو میلیارډ سیلانیانو ته رسیږي اوله دغې لارې کوربه هیوادونه اوټولنې څه دپاسه یو ټریلیّن ډالرعاید ترلاسه کوي
دټوریزم دنړیوالې ادارې عمومی منشي په دغه پیغام کې هر یونړیوال سیلانی دیوه پیاوړي صنعت برخه وبلله چې دملی اوومو تولیداتو پنځه فې صده،په دولسو روزګارونو کې یو روزګار او د نړۍ دخدماتو له صادراتو دیرش فی صدي برخه پخپل اختیار کې لري
ښاغلی رفاعي ددې خبرې په یادولو سره چې نن سبا نړیوال سیلانیان نه یوازې دلازیاتو موخو لپاره بلکې د اوږدمهاله مقصدونو لپارسفرونه کوي وویل ، په تیرو لسوکلونوکې دنوي راپنځیدلي ټوریزم موخې څرګندې شوي او دنړۍ دروازې دټولو په وړاندې پرانیستل شوي دي ، په ۲۰۰۰ کال کې نوو راپنځیدلواقتصادونو له نړیوالو سیلانیانو څخه ۳۸فی صدوبرابره ونډه ځان ته بیله کړې ده . په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱کال کې دغه شمیره ۴۷فی صدوته زیاته شوې ده او دم ګړۍ د ۹۸۲میلیون نړیوالوسیلانیانونیمه برخه نويو راپنځیدلواقتصادي هیوادونو ته سفرونه کوي
په ایران کې دګرځیدنې صنعت دپراختیا او ودې لپاره له ډیرو لوړو ظرفیتونو برخمن دی .دټوریزم دنړیوالې ادارې دراپورپه اساس ایران په نړۍ کې د طبیعي جاذبو پنځم لمبر او دلرغونو اوتاریخي جاذبو لسم مقام لري . همداراز ایران په دنیا کې د لاسي صنائعو په درو کې یو برلاسه قطب دی . دخاورینو لوخو جوړول (سفالګیري ) ،شیشو جوړول،قلم کاري ،پر لرګیولیکنې، پر وسپنو حکاکي او لیکنې ، میناکاري ،کاشي کاري ،منبت کاري ،دقالینواوبدل ،شبکه کاري او داسې نور ډیر صنايع په ایران کې تولیدیږي چې ساری ئې په ډیرو کمو هیوادونو کې موندل کیږي . په عین حال کې ایران په بیلابیلو کلتورونو،ژبو قومونو ، موسمونو او ژواک چاپیریال لرونکی هیواددی . دایران پراخ ټاټوبي بیلابیلو سیمو ته په سفرونو سره په یوه وخت کې دکال دڅلورفصلونو او موسمونوښکلاوې لیدلی شو ، په همدې خاطر ایران معمولا دسیلانیانو لپاره له خاطرې لرونکو ځایونو ډک دی
دوستانو ټوریزم له دودونو پاک یوازنی صنعت دی چې نه یوازې ژواک چاپيریال نه ککړوي بلکې یو اقتصادي عاید لرونکي او کارکسب رامینځةکونکې برخه هم ده او د تل پاتې پراختیا دیوې اصلی اډاڼۍ په توګه مطرح کیدلی شي .
ګرځیدنې ته پام پر ډيرو اقتصاډي ګټو او له بې وزلۍ سره په مبارزې سربیره دانساني ځواک څخه لازیاته استفاده او دخلکو دوخت تیري په سسټماټیک کولو کې هم اغیزمن دی .
باید په نظر کې ونیول شي چې سیل او ګرځیدنه یوه داسې ښکارنده ده چې پر اوڅاره اقتصادي کړنو او کارونو سربیره چې لري ئې ، یو ټولنیز بهیرهم شمیرل کیږي چې دکلتور پشمول دټولنې له نورو اړخونوسره هم نیغ په نیغه پیوند لري .
د نورو ټولنو لیدنه ا و له بیلابیلو انسانانو سره راشه دیرشه اولیده کاته ، له هیریدا اوتنهائۍ څخه دژغورنې لپاره یوډول ټولنیزه اوفطري اړتیا ده. له بل پلوه نورو هیوادونو ته سفر په ټولنیز اوکلتوري پرمختګ کې یو مهم عامل ګڼل کیږي . په همدې دلیل ده چې په اسلام کې هم سفر او مسافرتونو او له نورو ملتونو او هیوادونو سره بلدتیا ته پام شوی دی .
په دغه الهي دین کې ګرځیدنه له نورو خلکوڅخه دتجروبودترلاسه کولواو دخداوندمتعال په قدرت اودخلقت په عظمت دپوهیدا لپاره دیوې وسیلې په توګه لیدل شوي دي
سفرمونږ ددې جوګه کوي چې ژوندپه نووتجروبو سره لا بډائ کړو،خوند واخلو،تاندشو،دنورو اوپردیو کلتورونو ته احترام کول زده کړو ، د دوستۍ پيوندونه ټینګ کړو او له ټولو زیات ګټه ور دا چې په نړیوالې غږملتیا اوملګرتیا کې په درستې نړۍ کې دسولې اوصفا دټينګولو لپاره رول ولرل شو .
دګرځیدنې اوتل پاتې انرژۍ ،دتل پاتې پراختیا لوړتیا ؛په نامې سره سږکال دګرځيدنې دنړیوالې ورځې دشعار ټاکل یوداسې فرصت دی څو د ټوریزم د صنعت ټول مسئولان دبیلابیلو ټولنو له انسانانو سره په ارتباط کې مناسب فرصت ته په پام سره له نوو او ماډرن کیدونکو انرژیو څخه داستفادې دپراختیا لپار دملګرو ملتو دنړیوالو موخو دپوره کیدا لپاره لازیاته هڅه وکړي . دمځکې د ساتنې لپاره هر یو اقدام دټولو انسانانو دنیکمرغۍ لپاره دی
Add new comment