دپاکستان په کراچۍکې امنیتي ځواک په لسګونوشکمن کسان ونیول
د پآکستان د کراچۍ ښار امنیتي مامورانو له پرون راهسې د کراچۍ په بندري ښار کې د ترهه ګرو، برمتګرو، جنایتکارو او غلو په ضد پخپلو عملیاتو دوام کې لږ تر لږه ۳۶ کسان نیولی او دغه عملیات هماغه راز دوام لري
د پاکستان رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپورور کړی په دغو نیول شویو کسانو کې درې ښځې هم شاملې دي او په تیرو دوو ورځو کې د نیول شویو کسانو شمیر ۶۷تنوته رسیدلی دی
راپورښئ په دغو عملیاتو کې زیات شمیر وسلې مهمات اوځیني ماډرن تجهیزات هم کشف اوضبط شوي دي
دپاکستان دکورنیو چارو وزیرچودري نثار علی خان وویل ۴۵۰جنایتکاران ئې پيژندلي دي او دهغوي په ضد به بشپړ عملیات وکړي
دپاکستان یوې امنیتي سرچینې ویلی دي ددغو عملیاتو دپاي لپاره هیڅ مهال ویش نشته او دغه اقدامات به په کراچۍ کې ترهغه وخته دوام ولري چې بشپړ امنیت اوثبات ټینګ شوی نه وي
په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې په تیره بیا په کراچۍ بندري ښآر کې ترهه ګراقدامات اوج ته رسیدلی په دې توګه چې دپاکستان دبشری حقوقو کمیشن هم ویلی دي دروان کال په لومړیو شپږومیاشتو کې په کراچۍ کې څه دپاسه یو زر اته سوه کسان دترهه ګرو جنایتونو قربانیان شوي دي
Add new comment