امریکائی الوتکوبیاپه افغانستان کې داووماشومانو پشمول۱۶کسان په وینوکې لیت پیت کړل

دامریکا وحشي الوتکو پرون ناوخته  دکنړ ولایت دوټه پور  ولسوالۍ په ګندیر سیمې کې  پر یوه مسافري ګاډي توغندوي برید وکړ چې له امله ئې داوو ماشومانو پنځوښځو پشمول  شپاړس کسان وینوکې لیت پیت شول  اودافغانستان په تاریخ کې ئې د خپل وحشیتوب یوه بله توره پاڼه ورزیاته کړه
امریکائی الوتکو له دې مخکې هم دافغانانو پر وادونو،جنازو  او نورو دستورو او هستوګنوسیمو په لسګونو وحشي بمبارۍ کړي چې په نتیجه کې ئې په زرګونو بې ګناه عام خلک چې زیاتره پکې ښځې  او ماشومان ترسترګو کیدل وژلي دي  او همدغې چارې دکابل واشنګټن اړیکې تر ډیره حده ترینګلي کړي دي
دا په داسې حال کې دي چې امریکا بې پیلوټه الوتکو پرون غرمه هم  په وردک ولایت کې هم پر خلکو بمباري کړي او له امله ئې څلورکسان وژل شوي وو  

Add new comment