د عراق لومړي وزیر او د ایران خارجه وزیر،په سوریي یرغل د سیمې د آمنیت په تاوان وباله
د عراق لومړې وزیر او نوري المالکي نن په بغداد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره وکتل او ،د سوري د برخلیک د ټاکلو په اړه يې د دغه هیواد د ملت په حق ټینګار وکړ او ویې ویل په سوریي به پوځي یرغل، د سیمې د سولې ،ثبات او آمنیت لپاره ډیر خطرناک وي .
د عراق لومړې وزیر او د ایران خارجه وزیر وویل، د سوريي پرضد د پوځي اقدام د مخنیوې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په دې چوکاټ کښې به په سمیه ایزه اونړیواله سویه له خپلو امکاناتو استفاده وکړي .
نوري المالکي په دې کتنه کښې،د تهران او بغداد اړیکې ښي وبللي او هیله يې وښودله، په روانو هڅو سره دغه اړیکې لا پیاوړې شي .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن همدغه راز په بغداد کښې د عراق د ولسمشر له مرستیال خضیرالخزاعي سره هم وکتل او په دغه هیواد کښې یې مثبتو بدلونونو ته په اشارې سره، ټاکنې په عراق کښې ټاکنې د ولسواکۍ د ارګانونو د پیاوړتیا نښه وبلله او ويې ویل، د عراق پرمختګ او آمنیت د ایران د اسلامي جمهوریت آمنیت او پرمختګ دی .
د ایرنا د راپور له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د آفریقا او عربي چارو مرستیال حسین امیر عبداللهیان سبا مسکو ته ځي څو د خپلي روسي همسنګ په شمول د ر وسيي له چارواکو سره د سوریي د حالاتو په اړه خبرې اترې وکړي .
دا په داسي حال کښې دي،چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، په سوریه کښې سلګونو اروپايي سرزورې پراته دي ،په سوریي هر ډول پوځي برید ،په اروپايي اتحاديي ناوړه اغیزې لري.
هغه وویل دغه اروپایي سرزوري د ترهه ګرو، سلفي او القاعدي ډلو غړي دي چې دغه ګواښ اوخطر ډیر جدي دی چې دغه ډلي به بیا اروپا ته ستنې شي.
دا په داسي حال کښې دي،چې یوي آمریکایي اونیزې نیویارکر وویل په سوريي د حملې لپاره د کانګریس د موافقې احتمال خورا کم دی او په کانګریس کښې په دې اړه اختلافات ډیر جدي دي .
دغه مجله وايي حتی اوباما په کانګریس کښې د خپلو ګوند د غړو له ملاتړو هم برخور نه دی .
د سوريي په اړه بل خبر دا چې د مصر خلک سبا په سوريي د احتمالي حملي په غندنه کښې سبا په قاهری کښې د آمریکا د سفارت په وړاندې مظاهرې کوي او د سیمې او په عربي هیوادونو کښې د پردیو د لاسوهنو د مخنیوې لپاره د عربي هیوادونو د جدي او غوڅ چلند د غوره کولو غوښتنه کړي ده .
همدغه راز د امريکا په څو ښارونو کې د سوريې د جګړې پر ضد لاريونونه وشول.
د ريانووستي د خبري رسنۍ د رېپوټ پر بنسټ، د شنبې په ورځ د امريکا په څو لويو ښارونو لکه نيويارک، واشنګټن، شيکاګو، بوستن او نورو کې، د اوباما د هغه سياست پر ضد لاريونونه تر سره شول، چې غواړي د کيمياوي بريد په تور، پر سوريه پوځي يرغل وکړي.
Add new comment