پاکستان د منصور دادالله په شمول ۷ تنه طالبان خوشي کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ۷ تنه بنديان يې د سولې د پروسې سره د مرستې په موخه له بنده ازاد کړي دي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې د ازاد شوو کسانو نومونه په دې ډول ښودل شوي دي: منصور دادالله، سید ولي، عبدالمنان، کریم اغا، شیر افضل، ګل محمد او محمد زی.
په دغه کسانو کې نامتو کس يوازې منصور داد الله د وژل شوي قوماندان ملا داد الله ورور دی. د افغانستان دولت غوښتنه له پاکستان نه د ملاعبدالغني برادر د خوشي کيدو وه، خو تر اوسه پاکستان نه ده منلې.
پاکستان مخکې له دې هم ۲۶ تنه طالبان له بنده ازاد کړي وو، چې په دې توګه يې اوس شمېر ۳۳ تنو ته ورسيد.

Add new comment