ايت الله خامنه ای: امريكا د شام په هكله تيروتنه كوی او يقينا هغو به تاوان ووينی
د انقلاب معظم لارښود ټينګار وكړ امريكايان په سوريه كې د خطا او تيرونې په حال كې دی نو په همدې اساس به پر ځان ګزار هم احساس او په پريكنده ډول به ضرر وكړی .
د قران پاك نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب لارښود حضرت آيت الله خامنه ايی د خبره ګانو رهبرۍ شورا له غړو سره په ليدنه كې د خپلو ګټو په اساس د استكبار د جبهې له خوا د سيمې د مسايلو د حل په موخه د هغوی هڅو ته په اشارې سره څرګنده كړه په سيمه كې د استكبار د جبهې شتون يرغليز ،زور غواړی،امتياز غوښتونكی او د دې شتون په وړاندې د هر ډول مقاومت د له منځه وړلو په موخه دی خو د استكبار جبهه نه ده توانيدلې چې مقاومت له منځه يوسی او له دې وروسته به هم په دې ونه توانیږی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په سيمه كې د استكبار اصلی موخه د صهيونيستی رژيم په چورليز پر سيمه تسلط وباله او زياته ېې كړه د سورېې وروستۍ پیښې چې د كيمياوی وسلو د كاريدنې په پلمه پيل شوې په همدې موخه پيل شوې خو امريكايان هڅه كوی داسې وښيی چې دې موضوع ته د بشر پالنې په موخه دا هڅې كوی .
آيت الله العظمی خامنه ايی همداراز د سنی تر نوم لاندې د تكفيری او مزدورې يوې ډلې او همداراز د شيعه تر نوم لاندې ديوې بلې ډلې مزدورانو فعاليت ته په اشارې سره څرګنده كړه د شيعه اوسنی عالمانو مشران بايد متوجه واوسی چې د اسلامی ډلو تر منځ اختلاف اچول د نويو جبهو جوړيدونو او له اصلی دوښمن د غفلت لامل نه شی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود اسلامی ویښتيا ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه دا تصور چې اسلامی ویښتيا له منځه تللې يو غلط تصور دی ځكه چې اسلامی ویښتيا پر ځان د باور د حس په القاء كولو او پر اسلام په تكېې سره په اسلامی ټولونو كې د پراختيا په حال كې ده خو هغه څه چې اوس مهال پیښیږی د اسلامی ویښتيا په وړاندې د استكبار د جبهې او د هغوی په سر كې د امريكا غبرګون دی .
هغوی هم دا راز د مصر د بدلونونو په اړه څرګنده كړه كه په مصر كې له اسرائيلو سره د مبارزې شعار شتون درلودی د امريكا د ژمنو په وړاندې پاتې نه راتلل او پر خپلو اصولو به دريدلی وای او هغه كسان چې د خلكو له خوا د ټاكل شويو كسانو په وړاندې ولاړ ؤ هغوی به هم د منتخبو كسانو خوا ته ورغلی وای د مصر ديكتاتور به هم له زندانه نه خوشی كيدی او د مصر منتخب خلك به هم د محاكمې لپاره زندان ته نه لويدل .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې بيان سره چې اسلامی جمهوری نظام له دريو لسيزودوښمنيو او توطيو وروسته هم د اقتدار نفوذ او توانمنيو له اړخه ډير ځواكمن شوی ټينګار وكړ دا اقتدار د امام خمينی ره د دريدنې پايله ده چې فرمايلی ېې ؤ صهيونيستی رژيم سرطانی غده ده چې بايد له منځه لاړه شی .
Add new comment