پر یو شمیر ایراني بانکونو بندیزونه لغوه شول .

د بې بې سي د راپور له مخې اروپايي اتحادېې د لازمو مدارکو د نه شتون له امله د ایران پر پست بانک ، صادراتو ،کارګرانو ملت او تجارت او همداراز د ایران د بیمې پر شرکت د ایران د انجینرۍ پر شرکت د ایران د سمندري تأسیساتو د جوړونې او کښتۍ چلونې پر شرکتونو بندیزونه لغوه کړل .
اروپايي اتحادېې یو شمیر ایراني چارواکي او شرکتونه له دې امله بایکاټ کړي چې وايي په اتومي پروګرام کې مخکښ رول لوبوي
امریکا او اروپا ایران تورنوي چې په پټه د اتومي وسلو د لاس ته راوړلو لپاره هڅې کوي .
خو د ایران دولت تل دا تورونه رد کړي او د خپل اتومي فعالیت په سوله ایز والي ېې ټينګار کړی دی.
 

Add new comment