د وهابیت کره کتنه (دویمه برخه)
د خدای ګران رسول (ص) فرمائي:
«کله چې په ټولنه کښې بدعتونه څرګند شي نو پکار دي عالمان په عالمانه بېدارونو سره له هغو بدعتونو سره مبارزې ته راپاڅي.»
د ابن تېمیه او ورپسې د محمد بن عبدالوهاب نجدي د منحرفو نظریاتو په رامنځته کېدو سره ديني عالمانو د دغو بدعتونو په وړاندې خاموشي اختیار نۀ کړه هغوي په خپلو لیکونو، خبرو اترو او کتابونو سره د وهابيت منحرف عقائد د نقد او نيوکې ډګر ته راکښل.
مشهور سني دينې عالم او دانشور او د خپلې زمانې مخکښ شمس الدين ذهبی د ابن تېميه د نظریاتو په باره کښې زیاتې نيوکې وکړې. یو بل ستر سني عالم امام سُبکي هم د هغو زیاتو منحرفو عقائدو او بدعتونو په مقابل کښې چې ابن تېميه په دين کښې راپېدا کړل خاموشي اختیار نۀ کړه؟ سُبکي د ابن تېميه په حقله وويل: «هغۀ له کتاب او سنت څخه د پېروۍ په پرده کښې په اسلامي عقائدو کښې بدعت رامنځته کړ او د اسلام ارکان يې ګډوډ کړل.
په اوسنۍ زمانه کښې د اسلام ستر عالمان د سلفیانو او وهابيانو د بدعتونو او باطلو عقائدو په وړاندې ټينګ ولاړ دي او د هغوي په عقائدو نیوکې کوي. ستر او نامتو اسلامي عالم او محقق ایت... جعفر سبحاني د سلفيانو په عقائدو باندې په نیوکه کښې څو پوښتنې مطرح کړې دي. په دې پروګرام کښې د دغه مسلمان دانشور د پوښتنو او نیوکو څېړنه کوو.
د سلفيانو یا وهابيانو د عقيدې بنیاد او اساس په فکر، عقائدو او عمل کښې له اصحابو او تابعينو څخه تابعداري ده. سلفيان تاکيد کوي چې پکار دي په ټولوچارو کښې د سلف صالحينو له طريقو څخه پېروي وشي. اوس پکار دي د وهابيت له مشرانو نه پوښتنه وشي چې سلف صالحين څوک دي؟ څه خصوصيات لري؟ سلفيانو د سلف صالحينو او غېر صالحو ترمېنځ د فرق لپاره څه معیار نۀ دی وړاندی کړی بلکې د اسلام په وړومبیو دریو پېړیو کښې ټول صحابه او تابعين صالح بولي. د اسلام په وړومبيو دریو پېړیو کښې یو لړ مهمې پېښې رامنځته شوې او زیاتره صحابه او تابعين په مختلفو ډلو او فرقو کښې تقسیم شول.
ایت ا... سبحاني له سلفيانو څخه دا پوښتنه کوي چې: « ایا اموي واکمنان چې د خدای د ګران رسول (ص) د اهلبېتو علیهم السلام او د زرګونو بېګناه انسانانووينې يې توې کړې سلف صالحين ګڼل کيږي؟ آيا بني عباس خلیفه ګان چې وړومبني خليفه يې د وينه بیوونکي سفاح لقب حاصل کړ. له سلف صالحينو څخه دی؟ د وهابيت مشران داسې مهمو پوښتنو ته د ځواب له ورکولو نه بغېر د هغو ترڅنګه په ارام سره تېريږي او خپلو پېروکارو ته هم په داسې تاریخي واقعاتو کښې د لټون او تکل کولو اجازه نۀ ورکوي.
ايت ا... سبحاني په دوام کښې یو له اهمیت نه ډک ټکي ته اشاره کوي او وائي: «که سلفيان یا وهابیان د ټولو اصحابو او تابعينو کردار د خپلو عملونو او کردارونو معيار بولي او هغوي ټول سلف صالحين ګڼي نو بيا د دریم خليفه قتل څه ډول توجيهوي؟ ځکه چې دریم خليفه خپله هم له اصحابو څخه ؤ او د هغۀ قاتلان هم له اصحابو او تابعينو څخه وو!» سلفيانو د دې پوښتنې په باره کښې هم خاموشي اختیار کړې ده او وائي: «مونږ ته نۀ دي پکارچې د هغې زمانې د واقعاتو په باره کښې خبرې وکړو.» هغوي خپل دين له صحابه ؤ او تابعینو څخه اخلي خو له هغوي څخه د ځينو د غلط کردار په باره کښې خاموشي اختياروي اوله باطلو کردارونو څخه د پټو سترګو پېروي کوي. دا په داسې حال کښې دي چې وروستی اسماني کتاب قران شریف د تېرو کسانو په باره کښې د تعقل او تفکر کولو او له هغوي څخه د عبرت اخېستلو په باره کښې زیات نصيحتونه کړي او دا چاره يې د غلطو او سمو د پېژندلو لپاره د لارې څراغ معرفي کړی دی.
د اسلام د مبین دين یو خصوصيت د هغۀ متنوع او بشپړه احکام دي. دغه مبين دي ثابت او بدلېدونکي احکام لري، نو هم له دې امله دي چې اسلام د زمانې تقاضو او مختلفو حالاتو ته په پام سره خپلو پېروکارو ته ځواب ويلې شي. متغير او بدلېدونکي احکام د مجتهدينو او سترو علماو لخوا صادريږي او یوازې هغوي د اجتهاد قدرت لري. مجتهدين کولې شي د مسلمانانو فقهي ضرورتونو ته په خپلو تازه او لارخلاصوونکو فتوو سره ځواب ورکړي. له دې امله د اجتهاد قدرت د اسلام مبين دين په یو متحرک او کامل دين باندې بدل کړی دی. د غوره اجتهاد په باره کښې یو مثال د اسلام د مبین دين له خوزنده درک سره مرسته کوي. په اوسنۍ زمانه کښې نوې سائېنسي او علمي ښکارندې او څيزونه کشف او ایجاد شوي دي چې له هغو څخه له ځینونه استفاده د مجتهدينو اجازې ته ضرورت لري. د مثال په توګه مصنوعي لقاح یا په مصنوعي توګه د حمل جوړونه له نویو مسائلو څخه دي چې زیاتره مسلمانان يې په حراموالي او حلالوالي نۀ پوهېدل. خو د ایت ا... ناصر مکارم شيرازي په شان مسلمانو عالمانو يې په حقله حکم صادر کړ او د حالاتو په خيال ساتلو سره یې مصنوعي لقاح حلاله وبلله. دغه شرعي حکم له مسلمانانو سره ډېره مرسته وکړه چې له دغه علمي پرمختګ څخه په اسانۍ سره استفاده وکړي او ګټه ترې اوچته کړي. دا په داسې حال کښې دي چې سلفيان په اسلامي فقه عقيده نۀ لري او همدارنګ په خپلې غلطې نظریې یعنې په ټولو مسائلو کښې یوازې له سلف صالحينوڅخه په پېروۍ باندې تاکيد لري. دغې جاهلانه نظريې تر اوسه زیاتره وهابیان له سائېنسي او نویوپرمختګونو څخه بې برخې ساتلي دي. ایت ا...سبحاني له سلفيانو پوښتنه کوي: «څه ډول د سلفو په نظريې باندې بسنه کولې شئ په داسې حال کښې چې د عقائدو او احکامو په ډګر کښې په زرګونوداسې مسئلې شته چې ځواب ته ضرورت لري؟» عجيبه دا چې لنډ فکره سلفي علماو څه موده مخکې د ګرځنده ټیلفون یا موبائل استعمال حرام بالۀ
وهابيت د پېدائش له ابتداء څخه د مسلمانانو د عقائدو په تفتيش سره هغوي په اسانۍ سره په کفر او شرک تورن کړل او د مسلمانانو مالونه او ناموسونه يې په ځان باندې حلال وبلل. هغوي چې د سلف صالحينو له طريقو څخه د پېروي مدعي دي د عقائدو په تفتيش کښې له سلفو څخه پېروي نۀ کوي. ايت ا... سبحاني عقیده لري: «د سلفو طريقه دا وه چې د شهادتینو ویوونکی يې مسلمان بللی دی او هيڅکله يې د خلقو زړونه نۀ څیري کول او د هغوي د عقيدې تفتيش به يې نۀ کوۀ.
د خدای د ګران رسول (ص) طريقه د عقائدو تفتيش او د زړونو له باطن او نيتونو څخه ځان خبرول نۀ وو. کله چې د خدای د ګران رسول (ص) له صحابه و څخه خالد بن وليد وويل: «زیاتره نمونځګزاري په خوله داسې څه وائي چې په زړۀ کښې يې نۀ قبلوي. د خدای ګران رسول (ص) ورته په ځواب کښې وفرمايل: «زۀ هيڅکله د خلقو د زړونو په تفتيش کولو او د هغوي د زړونو د باطن په څيرلو نۀ يم ګمارلی شوی.» له خالد بن وليد څخه د نقل شوي دغه روايت له مخې د خدای ګران رسول (ص) له هر ډول عقائدي تفتيش سره مخالف ؤ. د پېغمبر اکرم (ص) له بعثته په هم هغې وړومبۍ پېړۍ کښې د خوارجو په نامه له یوې وړې ډلې نه بغېر څوک تکفيري کس نۀ ؤ چې وهابيان غواړي د هغوي انحرافي او متحجره افکار د سلف صالحينو په نامه د صحابه ؤ او تابعينو په روش استناد وکړي. اوس سلفيان چې له سلف صالحینو څخه د پېروۍ دعوا کوي یوازې د تکفير او تفجير يعنې د مسلمانانوپه کافر بللو او د چاودنو او ځان وژونکو عملیاتو په وسلې سره له مسلمانانو سره مخامخ کيږي. اوس د تکفير څپه چې د سلفيانو د ډلې لخوا رامنځته شوې ده له دوو اړخو اسلام او مسلمانانو ته زيان رسوي. له يوې خوا هغوي په اسلامي هېوادونو کښې د مداخلت لپاره د صهيونېزم او د هغوي د لويديځو ملاتړو په خدمت کښې په یو اوزار باندې بدل شوې دي او له بلې خوا سلفي ډلو د اسلام له عدالت غوښتونکو، انسان جوړوونکو او ازادفکر کوونکو تعليماتو څخه په غلطو او انحرافي مطلب اخېستنو او په هغو دردوونکو جنايتونو سره چې يې ترسره کوي د نړۍ د عامه خلقو په ذهنونو کښې د اسلام څېره بدرنګه کړې ده او د دې سبب شوې دي چې د اسلام مبين دين په یو تشدد خوښوونکي دین باندې مشهور شي. له دې لارې هم هغوي د اسلام د څېرې په بدرنګولو کښې د امريکې او د هغې د لويديځو انډیوالانو خدمت کوي.
له نورو هغو نيوکو څخه چې د وهابي سلفيانو په مهملو عقائدو باندې شوي دي د هغوي فکري جمود او تحجر دی. دغه فکري جمود د هغوي لخوا د هغه عقل، منطق او استدلال د قدرت یوې خوا ته اېښودل دي چې سلفيان ترې بې برخې دي. د خدای ګران رسول (ص)د هدايت رسۍ له کتاب او سنتو څخه په پېروۍ کښې ګڼي. په اسلامي مبارکو احاديثو کښې د خدای پاک په کار کښې د یو ساعت تفکر د اويا کالو د عبادت برابر بللی شوی دی. په قران شریف کښې د عقل لفظ ۴۹ ځل ذکر شوی دی.د خدای پاک پېژندګلي په خلقت او نعمتونو کښې د غور او فکر له لارې حاصلیږي. نو بيا څه ډول د عقل ور بندولې او ورته مضبوط قفل لګولی شو هم هغه ډول چې سلفيانو داکار کړی دی. د خدای د ګران رسول (ص) اصحابو هم د وحي په مبارکو ايتونو کښې په تفکر سره دغه اسماني دين قبول کړی او هغه يې خپور کړی دی. نو بیا څه ډول دي چې سلفيان د عقل استعمال د عقليانو یعنې فلاسفاو کار بولي او عقيده لري چې عقليان د مسلمانانو ترمېنځ څه ځای نۀ لري؟ ایت ا... سبحاني دا نظر لري چې سلفيان دې مسئلې ته پام نۀ لري چې یوې خوا ته د عقل اېښودل او ورته پې پامي د دې سبب کيږي چې د دين اصل متزلزل شي. ځکه چې د دين بنياد چې هم هغه د خدای پاک د هغۀ د انبياو عليهم السلام او ترټولو د وروستي پېغمبر (ص) پېژندګلي ده په تفکر او غور سره ترلاسه کيږي.
په ټولوفوځي مقابلو کښې د سلف صالحينو طريقه له خلقو سره په نرمي، ګذشت اوروغې جوړې باندې قائمه وه. د اسلام د چټکې کاميابۍ او پراختيا راز هم د خدای د ګران رسول (ص) د ځينو صحابه ؤ او د هغه حضرت د حقيقي تابعينو په ښکليو کردارونوکښې بللی شو. هغوي وو چې په خپلو پراخوهڅو او هدایت کوونوسره يې د اسلام اومسلمانانو عزت او کرامت خلقو ته وښودۀ. د القاعدې په شان ځينو سلفي ډلو په څه د پاسه تېره یوه لسيزه کښې له اسلامي تعليماتو څخه په غلطو او انحرافي مطلب اخېستنو او په خپلو سياسي، تبليغي او مبارزاتي فعاليتونو سره مسلمانانو نۀ یوازې عزت او کرامت حاصل نکړ بلکې ورځ په ورځ د کافرانو په دامونو کښې ګېريږي او له لا زياتو زيانونو او ماتو سره مخامخ شول.
Add new comment