غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو ،مونږ خو لا دحملې فیصله نه ده کړې
ایسنا خبري آژانس راپورورکړ دسورئې ولسمشر بشار اسد ددغه هیواد دپوځ له لوړپوړو قوماندانانو اونورو لوړپوړو چارواکو سره پخپلې وروستۍ غونډې کې په سورئې دامریکا دپوځي حملې له دړکو هغوي ټول خبر کړل . او ورښانه ئې کړه دخپل هیواد له هماغو لومړنیو تاسو ښه عمل کړی دی او دهغو شیبو په تمه یو چې که دمونږ پر ضد واقعي جنګ وتپل شي ،نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو
بشاراسد دقوماندانانو په دغه ټول کې ټینګار وکړ پوهیږم لوړه روحیه لرئ او دخپل هیواد دساتنې او دهرډول جنګي شخړو دپاي لپاره چمتو یاست . له تاسو غواړم چې دغه لوړه روحیه له خپلو ټولو پرسنلو او ښاریزوته هم منتقله کړئ او دا مخامخیدا یوه تاریخي بڼه لري او موږ به ددغې شخړې بریالی کسان وو
دا په داسې حال کې دي چې دستکبار او استعمار اودهغو دټولو تالی څټو سپیرې سترګې دامریکا دولسمشر باراک اوباما وروستۍ فیصلې ته نیولي دي ،له پرونیو کوټلو سلامشورو او بحثونو وروسته باراک اوباما بلاخره هم بیګا یو ځل بیا مدعي شو چې دسورئې دحکومت په وسیله دکیمیائی وسلو په کارولو ډاډمن یو اودکیمیائی وسلو دغه کارول دامریکا ملی امنیت سخت ګواښی ،خوالبته امریکا تر اوسه پورې په سورئې دپوځي حملې په باب کومه فیصله نه ده کړې
ډیری شناندي اوکارپيژاند وائی که په سورئې کې دکیمیائی وسلو کارول دامریکا دملی امنیت لپاره ګواښ وي نو آیا دملګروملتو پلټونکي بیا په دغه هیواد کې دڅه لپاره پلټنې کوي چې له دغو پلټنو مخکې ځیني فیصلې کوي او دغه کیمیائی وسلې چې پخپله ئې ترهه ګرو ته ورکړي او دهغو په وسیله کارول شوي دي . داسې ښکاری چې له هماغه پیله دا یوه ستره پلان شوي دسیسه ده چې غواړي په سورئې ئې دپوځي حملې لپاره یوه چټي پلمه وګرځوي
دملګروملتو دڅیړنو له دوام سره سره دامریکا ،انګلستان ،فرانسې او دځينو ګوډاګیو عربو هیوادونو واکوالان له وروستیو ورځو راهسې مدعي دي چې په سورئې کې دکیمیائی وسلو استفادې مسئول ددغه هیواد حکومت دی او له پلټنو پرته باید پرې پوځي ګوزار وشي خو دافغانستان اوعراق وضیعیت ئې هم له ذهنه بهر نه دی
Add new comment