په پاکستان کې د بمي چاودنې په پایله کې ۱۴تنه ټپیان شول .

له سیمې زموږ د خبریال د راپور له مخې د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې نن ماسپښین د یوې ابتدایه مدرسې په مخ کې چاودنې ۱۴ تنه چې آته ېې ماشومان دي ټپیان کړل .
په دې اړه ډير جزیات نه دي ورکړل شوي .
له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل ډیر زر به په کراچۍ کې د بدمعاشانو او د نظم د اخلال ګرو په وړاندې ستر فوځي عملیات پيل کړي .
چهودري نثار علي خان نن خبریالانو ته وویل د سلګونو مجرمانو او جنایت کارانو نوم لړ برابر شوی او ډير زر به د هغوی په وړاندې ستر عملیات پيل شي .
له دې وړاندې نواز شریف هم ویلي ؤ په پاکستان کې به د ترهګرۍ په وړاندې د مقابلې په قانون کې اصلاحات را منځته شی .
په کراچۍ کې په تیرو شپږو میاشتو کې په فرقه ايي تروریستي او جنايي پيښو کې ۱۸۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی .

 

Add new comment