د سوریې قضیه د امریکا د استازو مجلس ته وړل شوې
د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې قضیه د امریکا د نماینده ګانو مجلس ته وړې، څو په سوریه کې د مشخصو پوځي عملیاتو په اړه ملاتړ تر لاسه کړي.
پرون د امریکا د سنا د بهرینو اړیکو کمیټې د یو پریکړه لیک ملاتړ وکړ چې؛ له مخې یي د امریکا حکومت کولای شي د محدودې مودې لپاره په سوریه کې هوايي عملیات ترسره کړي.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې یو پریکړه لیک تصویب کړ چې؛ له مخې یې د ولسمشر بارک اوباما حکومت کولای شي د دقیقو پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې په سوریه کې پر مشخصو اهدافو هوايي بریدونه وکړي او د دې هېواد د کېمیاوي وسلې د کارونې وړتیا له منځه یوسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري چې؛ د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې یې خبرې کولې وویل، امریکا، متحدین او مخالفان یې یوازې دې ته نه ګوري چې واشنګټن د سوریې د حکومت له خوا د کېمیاوي وسلې د کارولو په ځواب کې عملیات کوي، بلکې د دې عملیاتو څرنګوالي ته یې هم پام دی:
"نړۍ یوازې دا نه څاري چې موږ دلته څه ډول پریکړه کوو. بلکې غواړي وویني چې موږ دلته د امریکا په استازیتوب په یو غږ یوو کنه، یعنې د امریکا ولسمشر او کانګرس – هغوي غواړي پوه شي چې ایا امریکا په دې شیبه کې پورته کېږي، ایا امریکا د وخت د غوښتنو په وړاندې خپل دریځ په یو والي او یو موټي توګه څرګندوي."
واشنګټن وايي، داسې شواهد ورسره شته چې ښيي د اګست په یو ویشتمه نیټه د دمشق په څنډو کې د زهرجن کېمیاوي ګازو برید شوی دی چې؛ څوارلسوه کسان یې وژلي دي.
روسیه او چېن د امریکا د استخباراتي شواهدو په اړه چې ایا دا کېمیاوي ګاز د بشارالاسد رژیم کارولی دی شک لري.
امریکا ټینګار کوي چې؛ په دې اړه دقیق اسناد لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د دفاع وزیر چک هیګل وویل، که په دې اړه عکس العمل ونه ښودل شي د امریکا اعتبار ته به زیان ورسیږي او امریکا او متحدین به یې له خطر سره مخ شي.
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل وویل، که دې برید ته ځواب ونه ویل شي، د دې ډیر امکان شته چې د بشار الاسد رژیم بله کېمیاوي حمله ترسره کړي.
دا پریکړه لیک باید اوس د سنا د عمومي مجلس او او د امریکا د استازو د مجلس له خوا تصویب شي. ویل کېږي چې د استازو په مجلس کې له دې پریکړه لیک سره جدي مخالفتونه شته.
د امریکا د سنا د کمیټې د بهرنیو اړیکو په پریکړه لیک کې ویل شوې دي چې؛ په دې برخه کې هرډول اقدام باید له نوې ورځو زیات دوام ونه کړي او په کې باید له هیڅ ډول مځکني ځواک څخه کار وانه خیستل شي.
Add new comment