په کابل کې په امام حسن علیه السلام نومې یو جومات کی پر شیعه لمونځ کوونکو بریدشوی

د کابل په لودیځ کې د شیعه ګانو پر جومات دوه تنه نا معلومه وسله وال برید کوونکي د ملي امنیت د کار کوونکو لخوا د برید پر مهال وژل شوي دي.
د ملي امنیت ویاند ښاغلی شفیق الله طاهري آشنا راډیو ته وویل چې دا برید کوونکي پاکستانیان دي.
ښاغلی طاهري  وویل چې برید کوونکو پدی برید کی  له کلاشینکوف او تفنګچو څخه کار اخیستنېدی. برید کوونکو  د کابل ښار په لودیځ کې د امام حسن مجتبی په جومات کې پر لمونځ کوونکو د لمانځه پر مهال برید وکړ چې بیا وروسته د ملي‌ امنیت د کار کوونکو لخوا چې په سیمه کې د ګذمې په حال کې وو ، دواړه بریدکوونکی له منځه یوړل شول.
همدا راز په دغه پیښه کې ۳ تنه لمونځ‌ کوونکي شهیدان شوي دي.
د سیمې د جومات مؤذن اوددی پیښی عیني شاهد سید ګل آغا وايي چې سهار څلورنیمی بجی ۲ تنو وسله والوچې  د پوایسو انیفورم یې پر غاړه وه په جومات کی پر لمونځ کوونکوډزی وکړی چی د  د ملي امنیت د کار کوونکو لخوا وژل شوي او وضعیت اوس آرامه دی.
تر اوسه هیچا ددي برید مسولیت په غاړه ندې اخستي.
په افغانستان کی د شیعه ګانو پر مذهبي ځایونو باندې ډیر لږ بریدونه ترسره کیږي اوړم کال د کابل د مرادخاني په سیمه کی عاشورا په ورځ د شیعه ګانو دابولفضل په زیارت کی په یو ځان مرګې  برید کې تر اتیاو زیارت کوونکي پکې ووژل شول  ددي پیښي اکثره قربانیان شیعه ګان وه چی دغه زیارت ته ورغلي وه.
هغه مهال دابولفضل په زیارت د برید مسوولیت د لشکرجهنګوی په نوم یوي پاکستانې ډلې په غاړه اخستي وه.

Add new comment