امریکا به په سوریې کښې له ماتي سره مخامخ شي .

دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر مرستیال ټینګار وکړ امریکا به په سوریې کښې له ماتي سره مخامخ شي .
دلبنان المنار خبري سایټ راپور ورکړ داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم نن دلبنان دجبل عامل سیمې له یو شمیر علماو سره په کتنې کښې وویل په سور یې د  حملې لپاره دامریکا فیصله دترهګرو ډلو له لارې په سوریې کښې دخپلو هدفونو دپرمخ بیولو لپاره دامریکا دماتي ښودنه کوي .
شیخ نعیم قاسم له ترهګرو ډلو دسیمې دځینو عربو  هیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره وویل امریکا دا ځل په پوځي ګواښ سره دنوي مینځني ختیځ دپلان داجرا کولو هڅه کوي چې تراوسه دمقاومت دجبهې په کوشش سره دهغه اجراکیدل ناکامه شوي دي .
دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دغه نامتو مشر دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د امریکا په لاسوهنو نیوکې سره ټینګار  وکړ امریکا به هماغه ډول چې په افغانستان او عراق کښې له ماتي سره مخ شوه په  سوریې کښې هم ماتي وخوري .

Add new comment