په سوریې کښې مهم مشکل خارجي لاسوهنه او دترهګرو ملاتړ دی .

دایران ولسمشر خارجي لاسوهنې او دترهګرۍ پیاوړتیا دمینځني ختیځ په تیره بیا  دسوریې د ټولو مشکلاتو او کړکیچونو اصلي عامل وباله .
ایسنا خبري اژانس وايي دایران ولسمشر حسن روحاني نن د رهبرۍ دخبرګانو دشورام څلورم(۴) پړاو په څوارلسمې (۱۴)غونډې کښې وویل دسیمې حساسو شرایطو ته په پام سره دخارجي سیاست په موضوګانو او مسایلو غور هغه شخړې دي چې دایران اسلامي جمهوریت ورسره مخامخ دی .
دایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې دسورېې امنیت او ثبات دایران داسلامي جمهوریت لپاره اهمیت لري زیاته کړه په سوریې کښې ترټولو مهم مشکل خارجي لاسوهنې او په دغه هیواد کښې ترهګرو ته دمیدان  ورکول دي او داپه داسې حال کښې دي چې معیار دسوریې دخلکو رایو ته مخه کول دي .
دایران ولسمشر حسن روحاني په سوریې دحملې لپاره دامریکا او انګلستان په شمول دلویدیځو هیوادونو مشکلاتو او په دغو هیوادونو کښې دجنګ ضداعتراضونو ته په ا شارې سره وویل لویدیځو ملتونو په مینځني ختیځ کښې د جنګ پایلې لیدلي دي او پوهیږي چې دغه اقدام دټولو ملتونو لپاره ډیر تاواني دی .
دایران ولسمشر وویل په سوریې دحملې لپاره د ولسي جرګې کانګرس دنظر دمعلومولو لپاره د امریکا دحکومت اقدام ددې ښودنه کوي چې دغه هیواد په سوریې دحملې لپاره دملګروملتونو د امنیت شورا  او دخلکو نړیوال مشروعیت نلري .
روحاني په دې خبرې ټینګار سره چې ایران به په سوریې کښې دثبات او امنیت دبیرته ستنیدا او ددغه هیواد دخلکو په وړاندې خپله ټوله انساني او دیني  هڅه وکاروي وویل ایران په دې خبرې پوهیږي چې جنګ به د ټولې سیمې لپاره څه مشکلات ولري او له دې کبله به په سوریې دحملې دمخینوي لپاره خپل ټول نړیوال او سیاسي اقدامات ترسره کړي .
دایران ولسمشر حسن روحاني ډاګینه کړه دسوریې پرضد هرډول اقدام به نه یوازې دسیمې بلکې دامریکا ددوستان په تاوان هم وي او هیڅ چا لپاره به ګټه ونلري .

Add new comment