که چیرې دریم نړیوال جنګ هم رامینځته شي سوریه به تسلیم نشي .
دسوریې دخارجه وزیر مرستیال نن وویل که چیرې دریم (۳)نړیوال جنګ هم رامینځته شي سوریه به دځان پرضد امریکا ترمشرۍ لاندې دپوځي حملې ګواښونو ته تسلیمه نشي .
دسوریې دخارجه وزیرمرستیال فیصل مقداد وویل چې ولسمشر بشار اسد ته د سزا د ورکولو په هدف سره له بالقوه پوځي لاسوهنې سره دمقابلې لپاره حکومت هرډول اقدامات ترسره کړي دي .
هغه وویل که چیرې دریم (۳)نړیوال جنګ هم رامینځته شي سوریه به تسلیم نشي او زیاته یې کړه سوریه د خپل هیواد دخپلواکۍ لپاره قرباني ورکولای شي .
دسوریې دخارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل دغه هیواد دهرډول تیري په وړاندې دغچ اخیستلو لپاره هر اقدام کړی دی .
هغه وویل سوریه له ممکنه حملې وړاندې خپل ټول دوستان بسیج کوي .
دامریکا ولسمشر باراک اوباما له ولسي جرګې کانګرس څخه دسوریې پرضد دجنګ دپیلولو اجازه اخلي او دا په داسې حال کښې دي چې دفرانسې پارلمان هم په دغه موضوع بحث کوي .
امریکا کوشش کوي په سوریې دکیمیاوي وسلو داستعمال په دلیل حمله وکړي داپه داسې حال کښې دي چې په سوریې کښې ترهګرو ته کمییاوي وسلې دسعودي عربستان دجاسوسۍ ادارې مشر بندر بن سلطان دامریکا په اجازې سره ورکړي .
Add new comment