سعودي عربستان په سیمه کښې د وهابي ترهګرو ډلو ملاتړ کوي .
دسعودي عربستان د کورنیو چارو په هکله یو داسې سند خپور شوی دی چې دمقاومت چورلیز ته د ګوزار و رکولو لپاره په سوریې کښې له دیره ترهګرو ډلو دعربستان ملاتړ ثابتوي .
عرب پریس خبري سایټ راپور ورکړ دسعودي عربستان له کورنیو چارو وزارت څخه تازه یو داسې سند خپور شوی دی چې له وړاندې څخه زیات په سوریې کښې له دیره وهابي ډلو په ملاتړ کښې د ال سعود رژیم ملاتړ ښيي .
دغه سند دسعودي عربستان کورنیو چارو وزارت ددنیا دلسو(۱۰) هیوادونو دپوځ دلویو درستیزانو له غونډې سره په یووخت خپور کړ او دغه پټ لیک دعربستان دکورنیو چارو وزارت لوړرتبه مسول عبدالله بن علي الرمیزان دکورنیو چارو وزیر محمد بن نایف عبدالعزیز ته لیکلی دی .
په دغه لیک کښې عبدالله بن علي الرمیزان په عراق او لبنان کښې له فعالو وهابي ډلو او دسوریې دازاد پوځ دترهګرې ډلې او منافقینو دترهګرې ډلې له استازیو سره دغونډې دترسره کولو لپاره په اردن کښې دسعودي عربستان دسفیر شیخ فهد عبدالمحسن بن عبدالمحسن الزید داقدام خبر ورکوي .
دغه سند وايي داردن په غونډې کښې دمقاومت له چورلیز سره د مقابلې لپاره دسعودي عربستان له هم تړون څخه دملاتړ په باره کښې خبرې وشوې او په دغه غونډې کښې موجودو کسانو له سعودي عربستان سره دملګرتیا او په سیمه کښې له وسله و الو وهابي ډلو په ملاتړ کښې دسعودي عربستان د رول دپیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .
Add new comment