له ظهوره شپږ مياشته وړاندې

د ظهور د علامتونو او نښو باره کښې د اهل بیت علیهم السلام نه ډير روايتونه نقل شوې، دې روايتونو کښې بیان شوې نښو باره کښې علماؤ فرمايلې چې هغې نه بعضی حتمی دې او نور بعضی غیر حتمی، یا اهلبیت علیهم السلام پخپله ورته اشاره کړې چې دا من المحتوم دې يعنی دا حتمی دې، او چې کله دا نښې راښکاره شوې نو دې نه پس ظهور حتمی دې.  روایت دې چې پنځه داسې نښې دې چې هغه حتمی دې، یعنی حتما له دې نښو راښکاره کيدو نه ورستو به ظهور کېږې، دا پنځه نښې دا دې:
1.    سفیانی خروج
2.     سفیانی خروج سره په دغه زمانه کښې به یمانی هم خروج کوې،
3.    د اسمان نه آواز
4.    د نفس زکیه مرګ چې دا به تقریبا پنځلس ورځې د ظهور نه وړاندې وې.
5.    د سفیانی لښکر د مدینه او مکه ترمنځه بیداء نومی ځې کښې مځکه کښې غرق کيدل، وړومبۍ څلور نښې به د ظهور نه مخکښې راښکاره کېږې خو دا يوه نښه به د ظهور نه ورسته څرګنده کېږې.
د ټولو نه وړومبۍ نښه  د سفیانی لښکر  د شام یابس نومې ځې نه خروج دې د ظهور نه مخکښې به په لسم رجب یو دوه کاله د ظهور نه مخکې دا لښکر راښکاره کېږې هم دې خروج سره يو بل کس چې یمانی وې هغه به هم خروج کوې، او هم دې سره به د خراسان نه سید حسنی چې تورې جنډه به ورسره په لاس کې وې قیام کوې. له دې نه مونږ يو نتیجه اخستلې شو، روایت وائې د ظهور نه وړاندې به مسلسل جنګونه وې نو مونږ نتیجه اخستلې شو چې دا جنګونه به په منځنى ختيځ کې وې. نو له دې نه معلوميږې چې منځنی ختیځ  يوه ډيره مهمه سیمه ده، د ظهور نه مخکې ډيرې مهمې پيښې په دې سیمه تيرې شوې، اسرائيل په دې مځکه آباد دې. ظهور به هم په دې منطقه کښې وې.
روایت کښې راغلې چې ابوسفیان رسول الله صلی علیه وآله سره وجنګيد، د ابوسفیان ځوې معاویه امام علی علیه السلام سره وجنګید امام حسن علیه السلام سره وجنګید امام حسین علیه السلام د معاویه ځوې يزید سره وجنګید او امام زمان علیه السلام چې اشبه الناس باالحسین علیه السلام  دې هغه به سفیانی لښکر سره جنګ کوې، سفیانی لښکر چې شباهت لرې د یزید لښکر سره ځکه چې دا لښکر به هم د اسلام مقابله ته راوځې. نو امام زمانه به سفیانی لښکر سره جنګ کوې چې هغه هم د ابوسفیان اولاد نه دې. البته د سفیانی خروج نه مخکې هم څه نښې شته چې هغه روایت کښې بیان شوې هغه روایت مونږ ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو، روایت کښې دې چې په دمشق کښې به زلزله راځې چې سل زره خلک به په کښې مړه کېږې، او که نن په شام کې د سلو زرو خلکو د مړې خبر تر غوږه کېږې نو انسان دا ګمان کولې شې چې روایت کې بیانه شوې زلزله کيديشی سیاسی زلزله وې البته زه دا نه وایم چې دا زلزله هم هغه زلزله ده چې روایت کې ورته اشاره شوې خو دا ګمان ورکولې شو چې د زلزله نه مراد دا سیاسی زلزله وې او د زلزله نوم يو زمز وې دې حالاتو لپاره ځکه چې روایت کې راغلې سل زره خلک به له دې زلزله نه مړه کېږې او په دې تيرو دوو کالو کښې په شام کې سل زره کسان مړه شول، او په بل روایت کې راغلې چې هلته به د اوبو او د خوراک قحط راځې، ناروغتیا او مریضی به ډیره شې، نن د شام نبل او الزهرا ښارونو کې خلک د مرګ او د اوبو قحط نه هجرت ته مجبور شول.
روایت څه دارنګ دې چې امام علی علیه السلام فرمائې: په شام کې د دوو لښکرو جګړه د الله تعالی د نښو نه يوه نښه ده، تپوس ترې وشو نښه څه ده، وي فرمايل زلزله، چې مونږ ورته اشاره وکړه چې کيديشی دا سیاسی زلزله وې او رمز وې ځکه چې له دې نه مخکې د دوو لښکرو د جنګيدلو ذکر دې. فرمائې چې ترې نه به سل زره خلک مړه کېږې. او دا پيښه به الله تعالی د مومنانو لپاره د آرامښت او د کافرانو لپاره د عذاب سبب جوړه کړې. نو چې کله داڅې وشې نو تاسو داڅې سپرلي وګوري چې سپنې او تورې وې او ورسره زیړي جنډې وې چې دوې به شام ته داخل شې. بیا فرمائې هر څوک چې د مغرب له اړخه د شام په لار کې وې او به وژلې شې. او پکار نه دې چې څوک له دوې په وړاندې مقاومت وکړې ځکه چې چا هم مقاومت وکړو هغه به ووژل شې.  مونږ دلته دا ويل نه غواړو چې دا څوک دې او څوک نه دې بلکه زمونږ مقصد دلته دا دې چې دا پيښه به د ظهور نه مخکې راښکاره کېږې او دا د ظهور نښې دې. له دې نه پس فرمائې چې دا پیښې به د ډيرې خوابدی، لوې غم، بی صبری او د سور مرګ نه پس رامنځ ته کېږې. که مونږ نن د شام حالاتو باندې نظر واچه وو نو آیا دا هر څه هلته نه وينو بی صبری غم سور مرګ د بم مرګ د اور مرګ مګر هم دا هرڅه نن په شام کې نه کېږې. او روایت کښې دې چې په سر پریکولو به انعام او هدیه ورکړلې شې او نن دا هر څه کېږې. بیا فرمائې له دې نه پس په دمشق کښې د يوې برخه په مځکه کښې غرق کيدلو ته سترګې غړه وي چې نوم به يې مرمرسا وې. له دې نه پس به د زړه خوړونکې هنده زوې یعنی د ابوسفیان له اولاد نه يو کس د یابس نومی ښار نه خروج کوې تر دې چې د شام حکومت به تر لاسه کړې. نو چې کله داڅې وشې نو ظهور ته تیاری ونيسه.
بس مونږ د سفیانی خروج نه مخکې يو څو نښې بیان کړې:
1.    د دوو لښکرو په شام کې جنګیدل
2.    د مغربیانو شام ته راتلل
3.    غم، خوابدی او سور مرګ
4.    او د دمشق يوې برخه مځکه کښې غرقيدل
سفیانی چې کله په شام کښې قتل عام وکړې نو بیا به عراق ته مخه کړې او په عراق کې به ډير بی رحمانه قتل عام شروع کړې تر دې چې نقل شوې چې دجله به درې شپه ورځې د وينو نه ډکه بهیږې، په عراق کښې به يو کس راپاسې قیام به وکړې خو هغه به شکست وخورې. نو چې کله دې حد ته خبره ورسې نو د ایران نه به سید خراسانی چې تورې جنډه به ورسره وې قیام وکړې، د دې جنده به تورې وې ځکه چې دوې به د امت اسلامی او د اسلام عزادار وې او سفیانی لښکر سره به جنګ ته راوځې. په عراق يو بله پښه به د قرقیسیه جګړه وې روایت کې راغلې چې يو ځې به وې چې هلته به د سروزرو غر پيدا شې، چې د دنیا دا ټول ظالمان به پرې په جګړه شې او ډير به ترې مړه شې. نو دا رنګ به د ظالمانو تعداد کم شې، بیا به سفیانی لښکر ایران ته مخه وکړې په ایران کښې به جګړه وشې او شکست به وخورې. د رمضان د مياشته د دریشتمه شپې باندې به د آسمان نه آواز وشې روایت کښې دې چې دا آواز به ټول خلک واورې او حجت به په ټولو تمام شې د مځکې به هم يو آواز راوچت شې چې دا به د شیطان آواز وې چې حق له عثمانیانو سره دې بعضی وائې عثمان نه مراد به عثمان ابن عمبثه وې، چې سفیانی به وې. له دې نه پس به ټوله مځکه ناامن شې او امام به مدینه ته لاړ شې د ذی الحجه میاشته کې به دوستان او دښمنان دواړه د امام لټون شروع کړې، دلته به يو مهمه پیښه دا وې چې يو سيد چې نوم به يې هم د امام په نوم وې او مخ به يې هم نورانی وې نو د امام په تیر کې د رکن او مقام تر منځه قتل کړلې شې، کله چې دا پيښه وشې نو دښمنان به خوشحاله شې او د امام دوستانو کښې به يو ناامیدي پيدا شې، روایت وائې چې سفیانی لښکر به په مدینه حمله وکړې او هغه کارونه به وکړې کوم چې یزید په مدینه کې کړې وو، او بیا به دا لښکر مکه ته مخه وکړې چې امام علیه السلام تر لاسه کړې له دې نه مخکې چې دا لښکر مکه ته داخل شې امام به د ظهور اعلان وکړې او له دې نه پس به د امام ملګرې د هغه نصرت او یاری ته راپاسې او نړې وال حرکت به شروع کړې.

Add new comment