سيد حسن نصرالله: هغه څه چې د حزب الله لپاره مهم دی، ولسی ملاتړ او محبوبيت دی

د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د پور راپور پراساس، سيد حسن نصرالله بیګا په بيروت كښې له اسلامی مقاومت د دفاع د پلاوې لخوا په برابر كړای شوی روژه ماتې كښې ، د اروپايی اتحاديی لخوا د ترهه ګرو په لست كښې د حزب الله د پوځی څانګې د نوم راوستلو په غبرګون كښې وويل مهم ټكی دا دی چې له مقاومت څخه د خپلو خلكو او ملا ملاتړ موجود دی او د هغوۍ له ځمكنۍ بشپړتيا، ټاټوبې ، ليدتوګو او عزت څخه ملاتړ او د هغوۍ اراده بيانوی.
ښاغلي سيد حسن نصرالله ټينګار وكړ مقاومت د نښتو قوانين بدل كړل،د دښمنو دسيسې یې تيت پرك كړی،بنديان یې خوشی كړل ،د لبنان ځمكې او ځمكنۍ بشپړتياوې یې بيرته واخيستی، او دغه مقاومت به هماغه راز د لبنان د بدغواړو او د صهيونستانو په سترګو كښې ازغی وی.
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر زياته كړه، د اروپايی اتحاديی لخوا د ترهه ګرو په لست كښې د حزب الله د پوځی څانګې د نوم په راوستلو نه دی حيرانه شوی،ځكه د دې چارې په تمه ؤ او هغه موضوع چې دی یې حيرانه كړی ،د اروپايی اتحاديی په اقدام كښې ځنډ ؤ.
هغه وويل دغه كار د اسرائيلو د سولې په لړ كښې دی ،دغه فيصله په اروپايانو وتپل شوه ،ځكه دغه طرحه د اروپايی خيوادونو له ارزښتونو او ګټو سره سمون نه خوری.
سيد حسن نصرالله وويل اسرائيل غواړی اروپايی هيوادونه هغه جنګ ته داخل كړی،چې د دغو هيوادونو په ګټه نه دی ،چې له مقاومت سره چې په سيمه كښې تاريخ او شتون لری دښمنې وكړی

Add new comment