د امام د ظهور نه وړاندې عمومی نښې

دا خبره په ټولو ښکاره ده چې د نجات ورکوونکې باره کښې ټول ادیان عقیده لرې او ټولو پرې خبرې کړې خو څه رنګ چې دا عقیده مذهب جعفری بیان کړې دا رنګ په واضح الفاظو يو دین او یو مذهب نه د بیان کړې. حتی چې کله مونږ دا بحث عيسایانو سره مطرح کړو نو ځواب يې راکړو چې

دا خبره په ټولو ښکاره ده چې د نجات ورکوونکې باره کښې ټول ادیان عقیده لرې او ټولو پرې خبرې کړې خو څه رنګ چې دا عقیده مذهب جعفری بیان کړې دا رنګ په واضح الفاظو يو دین او یو مذهب نه د بیان کړې.
حتی چې کله مونږ دا بحث عيسایانو سره مطرح کړو نو ځواب يې راکړو چې دا يو رمز دې يو راز دې، البته دا رازونه او رمزونه هغې سره ډير دې ځکه چې ځواب نه لرې لکه چې ترې وپوښتې چې څه رنګ درې يو دې او يو درې دې نو ځواب کښې وائې دا يو راز دې او کله چې په عیسی مسیح ایمان راوړې نو پوه به شې ورته مو وويل تا خو ایمان راوړې ته را ته ووايه، ويويل نه د وينا خبرې نه دې، او دا خبرې يې د نجات ورکوونکې باره کښې هم دې يعنی يو واضح او ښکاره خبره نه کوې.
البته کوم ادیانو چې د نجات ورکوونکې باره کښې خبرې کړې او د هغه د ظهور علامتونه يې ښکاره کړې هغه عمومی دې، لکه په جهان کښې به ظلم او زیاتی دير شې، او دا نجات ورکوونکې چې راشې نو خلکو له به د ظلم نه نجات ورکوې،البته عموما ظلم دا وې چې له چا سره زیاتې وکړې مونږ هم دا قبول لرو چې دا ظلم دې خو دې غټ ظلم هم شته هغه دا چې انسان په ځان ظلم وکړې، زه بدبخته پکار دې چې داسې وم لکه دا چې اوسیم، امام زمان چې کله ظهور وکړې نورو ټولو ظلمونو سره به يو دا ظلم هم برطرفه کوې، پيغمبر(ص) فرمايي: “کله چې امام مهدي(عج) قيام وکړي نو خدای به غنا او بې نيازي د خپلو بندګانو په زړونو کښې واچوي، په دا رنګ چې هغه حضرت به اعلان وکړي چې څوک هم مال او دولت ته اړمن وي رادې شي، خو څوک به نه راوړاندې کيږي”
د ظهور د علامتونو او نښو باره کښې ډير روايتونه نقل شوې خو دا دې روايتونو باره کښې د څه ويللو نه مخکښې پکار دې ځان له دې نه خبر کړو چې اهلبیت علیهم السلام هغه مقام تر لاسه کړې چې الله تعالی خپل رضایت هغوې ته ورکړې، هغوې اهل علم دې خبره چې کوې په هوا کښې نه کوې بلکه چې کومه خبره هغوې وکړې هغه تحقق پيدا کوې. د اهلبیت علیهم السلام په روایاتو کښې چې کوم روایات ظهور سره تړې دې د هغې باره کښې علماؤ فرمايلې چې هغې نه بعضی حتمی دې او نور بعضی غیر حتمی، یا اهلبیت علیهم السلام پخپله ورته اشاره کړې چې دا من المحتوم دې يعنی دا حتمی دې، خو زما د خیال مطابق چې که اهلبیت علیهم السلام يو نښې باره کښې که وويل چې دا غير حتمی ده نو د هغې مطلب دا هرګز نه دې چې کيديشی دا علامت راښکاره شې او کيديشی راښکاره نشې، ځکه که چرې داڅې وې نو بيا خو هر څوک د ظهور غیر حتمی نښې او علامتونه به راوښايې او وبه وائې چې کيديشی راښکاره شې. نه د غیر حتمی مطلب دا نه دې بلکه مطلب يې دا دې چې که حتمی دې نو دا ظهور ته نژدې نښې دې او د هغې پسې به ډير زر او نژدې ظهور کښېږې لکه د سفیانی لښکر خروج چې شپږمیاشتې پس به ترې ظهور کښېږې، او که غير حتمی دې نو دا د ظهور نه وړاندې نښې دې کيدلې شې چې دا نښې ترې په سلونو کاله مخکښې د ظهور نه ظاهر شې، مونږ چې دلته کومو نښو ته اشاره کوو هغه عمومی او غير حتمی نښې دې.
وړومبۍ نښه:
ظلم او ستم
البته پکار دې لګ ځان ته سترګې وغړه وو، چې مونږ د الله له دین څخه څومره لرې شوې يو د دنیا فریب او ښوندونو دوړې زمونږ په زړونو پريوتې، د ګناه او حرام خبرې زمونږ لپاره معمول او عادی شوې، د ګناه او حرامو نه ويره ختم شوې، اوس نه ويريږو نه لرزيږو، ولې مونږ تر دې حد ولوېدلو، پکار دې ځان وپيژنو اوځان تیار کړو ظهورته ځکه چې انشاءالله ظهور نږدې دې. دا چې رواياتو کښې راغلې چې دنیا به د ظلم نه ډکه شې نو نه یم خبر چې دا ظلم به تر کوم حده وې خو اوس مونږ څو کورونه داڅې ښودلې شو چې هغې کورونو ته مونږ اسلامی کورونه ووايو چې هغه صد در صد خدائې کور وې، په هر کور کښې په ټی وی ته کيبلې لګیدلې شرم او حیا نشته، ورته به وائې چې موسيقی حرام ده خو هغه لپاره لکه چې موسیقی اړو حرام نه وې، نو څوک داڅې شته چې ورته ووايه چې دا د الله حرام دې او هغه ولرزيږې. نو نن دا فتنه دا ظلم هر کور ته داخل شوې، روایت کښې فرمايې چې کله موسیقی يو ځې ته داخله شې ورسره بی حیايې راځې ورپسې شهوت راځې ورپسې زنا وې. الله تعالی ته خلق کړې ته ځان ته يو عالم يې عالم اصغر يې او ته په داسې حالت کې په دومره پست حالت کښې ځان ساتې، مونږ ټول دا توان لرو چې د سلمان فارسی مقام ته ورسو، مونږ ټول دا توان لرو چې هغه لوړ لوړ مقاماتونو ته ځان ورسه وو.
دويمه نښه:
نا امیدی
عالم ته که ستړګې وغړه وو ملتونو ته که ځير شو نو وينو چې د خودکشی مرګ ډير شو، ګورو چې د آرام د ګولۍ د دارو خوراک ډير شو، تحقیق کوونکې وائې که چرې د خفګان او افسردګۍ بيماری هم دا رنګ  وې نو په ۲۰۲۰ کښې به د افسردګۍ سره مخامخ شو.
دریمه نښه:
هر خوا موسيقی
چې په هغې مونږ مخکښې خبرې وکړې
څلورمه نښه:
دا چې ډير آرام او په آسانی په خلک د يو دين نه بل دین ته اوړې
لکه چې روایت هم شته چې د شپې به مسلمان وې او سحر له به کافر  او یا د شپې به کافر وې او سحر له به مسلمان وې.
پنځمه نښه:
د ربا د سود ډيروالې
نن که مونږ سترګې وغړه وو بانکونو ته بغیر له ربا بانک شته نه، روایت کښې دې چې څوک به نه وې چې هغه به ربا سود نه وې خوړلې یا د ربا دوړه تر هغه نه وې رسيدلې. او د ربا خوړونکې باره کښې روایت دې چې ربا خوړونکې داڅې دې لکه چې پخپله دا اعلان وکړې چې زه د الله سره دښمني ته راوتلې یم.
شپږمه نښه:
په دین به عمل سخت شې
هغه که هر دين وې نه يواځې اسلام بلکه که نن مونږ د عیسائی نه تپوس وکړو چې ته په هغه څه چې په انجیل کښې راغلې په هغې عمل کولې شې په خپل دين عمل کولې شې، نه په دین به عمل سخت شې دومره لکه چې يو کس په لاس کښې سکروټه نيولې وې، او دیندار ته به په دین عمل کول دا نه سخت شې لکه يو لومبړه چې خپل بچې خوله کښې نيولې وې او د يو غر نه بل غر ته زغله وې، مومن به خبره نشې کولې، روایت کښې دې چې که مومن خبره وکړې نو وژلې کښېږې به او که چپ پاتې شې نو لوټل کښېږې به.
اوومه نښه:
د جوماتونو خالی کیدل یا د جوماتونه زینت کول
بعضی روایتونو کښې راغلی چې جوماتونه به ډیر شې، په يو جومات کښې به راټول وې خو په زړونو کښې به يې اختلاف وې، یعنی که يو جومات کښې په جمع نمونځ کوې نو دا ټول به خپلو کښې اختلاف لرې، يو به د يو په حقله د مرګ فتوا ورکوې او بل به د بل په حقله.
د ظهور عمومی نښو نه اتمه نښه:
دا ده چې پرله پسې جنګونه به ډیر شې
جنګونه چې بس کښېږې به نه، امار مې اخستلې وو چې د وړومبۍ یا د دويم نړيوال جګړه نه ورستو دنیا کښې فقط تر اوسه ۱۴ ورځې امن وو، يعنی پرله پسې جګړه.
نهمه نښه:
بی حیايې او بی شرمی
نن چې کوم حالات دې دا رنګ نه وو مسیحیت، هندویزم، یهودیت ټول دې فساد سره مشکل لرې هغې هم داڅې نه وو خو نن هغې خو پريږده چې اسلامی هيوادونو کښې وګوره د ډانس، د ډسکو، د زناکاری اډهې د دنیا د مختلف ملکونو د مختلف ملتونو نه ښځه او جنکۍ راټوله وې. حتی هم جنس بازی روایت کښې دې چې هم جنس بازی به دې حد ته ورسې چې په خپل هم جنس به داڅې غیرت کوې لکه يو پلار يو ورور چې په خپل لور یا خور غیرت کوې، نن کلیسا رسمیت سره دا قانون قبول کړو او افتخار پرې کوې او وائې کوم کسان چې هم جنس بازی سره مخالفت کوې هغه د حقوق بشر سره مخالف کوې.
لسمه نښه:
د مومنانو ترمنځه پخپلو کښې اختلاف
يولسمه نښه:
د عرب هيوادونو مشرانو کښې اختلاف
روایت دې چې حکومتونه به د کلونو نه کال ته او د کال نه مياشتو ته راورسۍ.
او هم دا اختلاف به رحمت شې دې اختلاف سره به ظالمان په خپلو کښې په جګړه شې او دا به د ظهور نښو نه وې، ځکه چې روایت دی چې دې کښې ډير به په سور او سپین مرګ مړه شې سور مرګ جګړه او سپین مرګ مرض دی.
ټول عمرونه به کم شې، چې په دې عمر به هم تیرشوې خلک تعجب کوې او هم راتلونکې خلق، وائې چې کله حضرت نوح ته دا پته ولږيدله چې د آخر وخت خلکو به دا نه لګ عمر وې نو هغه وفرمایل چې دا عمر که زما وې ما به دا ټول عمر په يوې سجده کښې تير کړې وې. د حضرت نوح عمر ۲۵۰۰ کاله نقل شوې خو دا عمر په خپل وخت کښې يو عمومی او عادی عمر وو.
دولسمه نښه:
حق به د باطل نه جدا وپيژندلې شې
روایت کښې راغلی چې په کور کښې ناستې ښځې به هم حق او باطل وپيژندې، او دا به په قم ښار کښې وې، د قم ښار نه به علم نشر کښېږې.
ديارلسمه نښه:
د باطل خپل ټول قوت سره د حق خلاف راوتل
روایت کښې دې چې باطل به ټول اسلام او ټول حق ختم کولو لپاره راوځې، لکه چې مونږ وکتل چې د Armageddon (د آخرې جنګ) په نوم هغې سل کاله مخکې یو برنامه جوړه کړله چې نن مونږ د هغې نتیجه دا موجوده جنګونه دې، یهود او نصاری پخپلو کښې پخوانه په جګړه وو او يو بل ته به يې پيغورونه ورکول تاسو هغه خلک يې چې عیسی مو وژلې تاسو هغه خلک يې چې په عیسی مو تهمت لګولې وو، خو ولې نن دواړه خپلو کښې سره ملګرې شو ولې ځکه چې يو مشترکه دښمن لرو د اسلام په نوم او پکار دې هغه د منځه لرې کړو.
څوارلسمه نښه:
د بعضی ظالم حکمرانانو نومونه اخستلی شوې چې دې به راضی او حکومت به کوېږ
پنځلسمه نښه:
دا چې معروف به منکر شې او منکر به معروف شې، يعنی ښه به بد شې او بد به ښه شې. يعنی چې کله يو مسلمان بل مسلمان سره مخامخ شې نو په ګناه په افتخار کوې. لکه چې نن مونږ خپل جامعه کښې دا وينو.
شپاړسمه نښه:
روایت کښې دې چې په شلو کسانو کښې به يو خدائې مخ پيدا نکړې.
اوولسمه نښه:
د آخر زمانې نښو کښې دا دې چې ښځه به د سړو شان شې او سړې به د ښځو شان. او دا به يواځې د مخ او صورت پورې نه وې نه يواځې جسم او صورت بدلول ندې بلکه د هغې روح به بدل شې روحې بدلون به پکښې راځې.
اتلسمه نښه:
په يو ځې کښې به وخت تيره وې اجتماعی ژوند به کوې خو زړونه به يې یوبل سره نږدې نه وې.
نورلسمه نښه:
طلاق به ډير شې. طلاق چې يو عظیمه تحفه ده د اسلام خو دومره آسانی سره نه، ځکه چې نقصانات يې ډير زیات دې دومره چې په مسیحیت کښې رسما اعلان وکړو چې په مسیحیت کښې طلاق وجود نه لرې. یعنی په مسیحیت کښې يو ځل واده وشو نو که طلاق يې واخستلو بیا هم دې ښځه خاوند دې، خو د اسلام شاهکار طلاق دې. خو د طلاق ډيريدل تر دې حده چې شپږمیاشتې به يې نه کښېږې او د يو بل نه به جدا شې. نو دا يو عذاب دې.
شلمه نښه:
روایت کښې دې چې اسلامی حدود به نه جاری کښېږې، نن که وګورو چې اسلامی هیوادونو کښې د زنا اډه دې په ښکاره زنا کښېږې شراب خوری کښېږې ازربایجان ته سترګې وغړه وه، په ښکاره هر څه کښېږې خو چرته دې حد جاری کيدل.
يويشتمه نښه:
حج به د الله لپاره نه وې
په روایت کښې دې څوک به حج لپاره سفر نه کوې مګر دا چې یا تجارت لپاره يا ریا لپاره.
دویشتمه نښه:
فقیران به ډیر شې
روایت وائې فقیر به يوه هفته سوال کوې خو څوک به څه نه ورکوې. که سوال نه کوې د اولږې به مرې او که سوال وکړې نو خوار به وې څوک به څه نه ورکوې.
نو دا هغه بعضی عمومی نښې وې چې مونږ ورته اشاره وکړه او دا ټولې د شیعه په روایاتو کښې راغلی چې ډيرو په کښې تحقق پيدا کړې لذا ټولو نه واضح، ښکاره او څرګنده نظریه د امام مهدی د نجات ورکوونکې باره کښې د شیعه مذهب نظریه ده.
 

Add new comment