لاریجاني وویل صهیونیستي رژیم دې د سورېې په چارو کې په لاس وهنې سره له خپل امنیت سره لوبې نه کوي .

د ایسنا د راپور له مخې لاریجاني وویل امریکا په داسې حال کې ادعاء کوي چې د کیمیاوي وسلو د کاریدنې په اړه ېې د فوځیانو مخابروي خبرې اوریدلې چې مخکې دا ادعاء اسرائیلو کړې وه
د سورېې حکومت هم وايي د امریکا جنګ غواړي سیاست ماته خوړلې ده .
د سورېې د لومړي وزیر مرستیال قدري جمیل وویل د سورېې فوځ به د خپلو ملاتړو په ملتیا د دې هیواد پر ضد له هر ډول فوځي یرغل سره مقابله وکړي .
هغه د سورېې پر ضد د جګړې ځنډولو په اړه د اوباما څرګندونو ته په اشارې سره زیاته کړه دا هم د امریکا د سیاست پر ماته دلالت کوي خو واشنګټن که پر سوریه برید ونه کړي سیاسي زیان به ېې تر برید کولو کم و ي.
د قدري جمیل په وینا دا هیواد اوس مهال په واقعي ډول بحران ته لودیلی او په نړیوال ډګر کې ېې خپل نفوذ له لاسه ورکړی .
په ملګرو ملتونو کې د سورېې استازي بشار الجعفري وویل پر بانکي مون فشار دی تر څو د ملګرو ملتونو د څیړونکي پلاوي راپور جزيي او ټاکنیز وي .هغه د اوباما دا څرګندونې چې وايي ډاډه دی په سوریه کې د بشار الاسد ځواکونو کیمیاوي وسلې کارولې په ۲۰۰۳ م کال کې د کلین پاول له تیروتنې سره مقایسه کړې .
امریکا پر ۲۰۰۳ م کال کې پر عراق د کیمیاوي وسلو په پلمه برید وکړ خو هیڅ هم په لاس ورنغلل .له بلې خوا په امریکا او د اروپا په ډيرو ښارونو کې پر سوریه د امریکا د احتمالي حملې په غبرګون کې سلګونو خلکو مظاهرې کړې .
جان کیري د سورېې د مخالفانو د ملي ائتلاف له مشر سره تلیفوڼي خبرې وکړې .
د رویټرز د راپور له مخې امریکايي چارواکو اعلان وکړ جان کیري له احمدی عاصي الجبرا سره په خبرو کې په دې هیواد کې د کیمیاوي وسلو د کاریدنې په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه .
کیري وویل امریکا د بشار الاسد دولت د دې حملې مسئول بولي .
جان کیري همداراز د سورېې په اړه د عربستان او جاپان له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم تلیفوني خبرې اترې کړې .
د امریکا د بهرنیوچارو او دفاع وزیرانو جان کیري اوچیک هیګل د کانګریس له غړو سره هم سلا مشورې وکړې دوو جمهوري غواړو سناتورانو جان مکین او لیندیزي ګراهام وویل پر سوریه د فوځي حملې ملاتړ نه کوي او باید د ستراتژیک سیاست له مخې په سوریه کې رژیم ته بدلون ورکړل شي
دا په داسې حال کې ده چې اوباما پرون وویل واشنګټن باید په سوریه کې فوځي حملې وکړي
هغه زیاته کړه کانګریس هم ورسره ژمنه کړ ې چې د رخصتیو له تیریدو وروسته به د سورېې په اړه بحث او خبرې اترې کوي .
د کانګریس مشر جان بینر وویل د سپتمبر په نهمه به پر سوریه د برید په اړه غور پيل شي .
د امریکا د اساسي قانون له مخې د جګړې اعلان باید د کانګریس له خوا وشي .
د امریکا د استخباراتو سازمان بیا ادعاء کړې چې د بشار الاسد دولت دمشق ته څيرمه پر ملکي خلکو کیمیاوي حمله کړې ده دا هغه څه دي چې د بشار الاسد دولت رد کړي دي .
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي هم په لبنان کې د امریکا د سفارت له شازدافیر ریچارد میلز سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې هیواد به ېې په سوریه د برید په صورت کې بې طرفه پاتې شي .او له نورو هیوادونو ېې هم وغوښتل همدې سیاست ته مخه کړي .
په دې اړه یو تازه خبر وايي د ترکېې په یوه دولتي هوايي ډګر کې د امریکا دری سترې باروړونکې الوتکې کوزې شوې دي

Add new comment