دمصر داخوان المسلمین مشر د زړه د دریدو ادعآء رد شوه

دمصر الاهرام ورځپاڼې اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ داخوان المسلمین ډلې د مشر محمد بدیع چې اوس په زندان کښې زړه دریدلی .
یو شمیر رسنیوهم ویلي ؤ محمد بدیع د زړه د حملې له امله په حق رسیدلی دی
په دې اړه تازه خبر وايي د مصر د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د محمد بدیع د زړه د حملې خبر رد کړی او وايي داسې کومه پيښه نه ده شوې
د مصر دولت له دې وړاندې یو ځل خبر ورکړی ؤ چې د مصر د منتخب ولس مشر محمد مرسي هم په زندان کې د ځان وژلو هڅه کړې ده .
یو شمیر کارپوهان دا ډول پيښو ته د شک په سترګه ګوري او وايي ښايي دولتي او فوځي چارواکي په دا ډول آوازو خپرولو کې خآنګړې موخې تعقیب کړي
دمصر پوځ دقانوني ولسمشر محمد مرسي له لیرې کولو وروسته داخوان المسلمین ډلې دمشرانو او غړیو دنیولو او دخلکو دځپلو لپاره پراخل عملیات پیل کړي او دمحمد بدیع په شمول یې ډیر مشران نیولي هم دي
ښايي د مصر حالات له دا ډول پيښو وروسته نور هم ترینګلي شي .

Add new comment