وینزویلا دسوریې پرضد امریکا په اقداماتو نیوکه وکړه .

زمونږ خبریال وايي د وینیزویلا ولسمشر نیکولس مادورو دامریکا دولسمشر باراک اوبا په هغه پلان سخته نیوکه وکړه چې غواړي له کانګرس څخه په سوریې دحملې اجازه ترلاسه کړي .
د وینیزویلا و لسمشر مادورو خبرداری و رکړ چې دملګروملتونو له حدونو تیریدل به دجنګ او تباهۍ سبب شي .
هغه وویل دامریکا ولسمشر باراک اوباما په سپین سترګ توب سره دملګروملتونو له اصولو مخ ته ځي او دامریکا دولسي جرګې استازي خپل نړیوال عدالت یا محکمه جوړوي .
د وینزویلا ولسمشر نیکولس مادورو وویل که چیرې د څو ملیتي نړیوالو ادارو او نړیوال نظام ته پام ونشي نو مونږ به مخ ته جنګ او تباهي ولرو .

Add new comment