د پاکستان خلکو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د حملو په اعتراض کې مظاهرې وکړې .
د پریس تي وي د راپور له مخې د ملتان خلکو د پراخو مظاهرو په کولو سره زر تر زره د دې حملو د مخنیوي غوښتنه وکړه .
دا مظاهرې وروسته له هغه وشوې چې امریکايي بې پيلوټه الوتکو په میرانشاء کې په یوه حمله کې څلور ملکي خلک ووژل
له بلې خوا د پاکستان حکومت وايي نیت لري خپل رسمي اعتراض امنیت شورا ته هم وړاندې کړي
که څه هم امریکا ادعاء کوي په دې بریدونو کې مخالف جنګیالي وژني خو خپله یوې امریکايي مؤسسې یوه سروې کړې وه او په خپل راپور کې ېې وویل په هرو پنځوس وژل شویو کسانو کې یوآځې یو تن مخالف وسله وال دی او پاتې ۴۵ نور ټول ملکي خلک ښځې ماشومان او بوډاګان دي .
Add new comment