ايت الله كاشانی: له وروستيو پیښو بايد تكفيری نړۍ وپيژنو او دې ته پام وكړو چې اسلام دښمنان لری

د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله محمد امامی كاشانی د مصر په شمول په اسلامی نړۍ كښې د وهابيت او سلفيت د تفكر د پراختيا په اړه خبرداری وركړ او ويی ويل، د اسلامی نړۍ عالمان او پوهان دنده لری،په روڼوالو او لازمو تابياؤ سره د خطرناكو او سرزورو تفكراتو مخنيوی وكړی .
ښاغلی آيت الله محمد امامی كاشانی د سوريی او مصر په شمول د اسلامی نړۍ خواشينونكې وضعيت ته اشاره وكړه او ويی ويل،له وروستيو پیښو بايد كفری نړۍ وپيژنو او متوجه شو چې اسلام دښمن لری .
آيت الله محمد امامی كاشانی ټينګار وكړ د تكفيريانو او سلفيانو لخوا وژلی او تاوتريخوالې د دريمی پیړۍ پيل ته ورګرځی او له هغې وروسته،انګريزانو د خپلو سلطه ګرو سياستونو په چوكاټ كښې په اسلامی نړۍ كښې د دغه سرزورې تفكر د پراختيا لپاره هڅې وكړی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب،د پوځ لخوا په مصر كښې د محمد المرسی د منتخب حكومت له نسكورولو وروسته د دغه هيواد وروستيو حالاتو ته اشاره وكړه او ويی ويل، نن نړيوال وينی، چې فرعون راځی او د مصر له ملت سره خيانت كوی او بيا یې خوشی كوی .
آيت الله محمد امامی كاشانی په ايران كښې د ولايت فقيه شتون ته اشاره وكړه او ويی ويل، په ايران كښې اوسنی ثبات او آرامښت ،د اسلامی انقلاب دستر لارښود د لارښونو پامته داره دی او اسلامی نړۍ بايد له دغه اسلامی تفكره استفاده وكړی او ايران په دې زمينه كښې بيلګه وګرځوی .
نوموړې هيله وكړه چې د اسلامی ايران نوی حكومت د دغه هيواد سياسی،اقتصادی، كلتوری او اخلاقی ستونزو په آوارې كښې بريالی وی ،خلكو ته خدمت ته بايد پام وشی او د نوی حكومت څخه د ايران د ملت ملاتړ د پروګرامونو په اجراكولو كښې مهم دی.

Add new comment