امام زمان په قرآن کښې

دا کوم بحث چې مونږ ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو، د دې بحث موضوع امامت په قرآن کښې او په تیره بیا امام زمان په قرآن کښې مونږ خوښ کړې، ښه به وې چې په دې باندې آګاه شو چې الله تعالی څه رنګ په قرآن کښې امامت مطرح کړې؟ بعضی وخت د انحراف لپاره سوال مطرح کوې لکه کوم ځې کښې د امام علی علیه السلام نوم په قرآن کښې راغلۍ؟ دا سوال معولا د پوهه لپاره نه وې بلکه د نورو مسائلو نه د انکار او نفی لپاره يې کوې، مونږ مخکښې په دې موضوع امام علی علیه السلام په قرآن کښې باندې خبرې کړې، او معمولا دا سوال چې کوم کسان مطرح کوې د هغې دا سوال يواړخيزې سوال دې هغې د سوال ځواب نه غواړې بلکه هغې مقصد د بعضی مسائلو نه انکار کول دې، لکه څه رنګ چې الله تعالی په تورات، انجیل، زبور او قرآن کښې د پيغمبرصلی الله علیه وآله وسلم ذکر کړې هم دا رنګ يې د امامت هم ذکر کړې، او دا هغه خبره ده چې زه د بعضی لوست نه پس په دې خبرې ورسیدم، مونږ هغه کسانو ته چې شیعه مذهب قبلول نه انکاری دې او سوال کوې چې په قرآن کښې چرته د امیرالمومنین علی او د هغه د اولاد نومونه او امامت راغلې؟ مونږ ورته دا ځواب ورکوو: الله تعالی د امیرالمومنین متعلق داڅې ذکر کړې لکه څه رنګ يې چې په تورات او انجیل کښې د پيغمبر اکرم صلی الله علیه وآله متعلق ذکر کړې، او که څوک دا سوال وکړې چې الله تعالی ولې د امام علی علیه السلام د امامت باره کښې په ښکاره توګه ذکر نه دې کړې؟ نو مونږ دغه کسانو نه هم يو سوال که وو، او چې مونږ ته څه ځواب يې راکړو نو زمونږ هم دغه ځواب له هغوې لپاره دې، چې ولې الله تعالی په زبور، انجیل او تورات کښې د رسول الله صلی الله علیه و آله د نبوت په حقله په ښکاره او واضحه توګه ذکر نه دې کړې؟ البته مونږ دا منو چې د اسلام علماؤ که هغه شیعه علماء دې او که هغه سنی علماء دې په دې خبرې سره متفق دې چې الله تعالی هم په انجیل کښې او هم په تورات کښې د رسول الله صلی الله علیه و آله د نبوت او د دین اسلام په حقله بشارتونه ورکړې. یعنی ټول مسلمانان اعتقاد لرې چې په دې انجیل کښې چې اوس هم زمونږ په دسترس کښې دې په دې کښې مونږ داسې جملې، نښانې او کلمات لرو چې که چرته يو منصف کس هم دې انجیل او تورات ته کښينې او ښه مطالعه يې وکړې نو پوهيږې چې په کښې هم د رسول الله صلی الله علیه و آله متعلق بشارت او هم د اسلام متعلق بشارت په دې آیاتونو کښې شته، البته شیعه اعتقاد لرې چې هم په دې انجیل او تورات کښې د اهل بیت علیهم السلام متعلق هم بشارت شته، نو زمونږ مطلب داده چې لکه څه رنګ الله تعالی په انجیل او تورات کښې د پيغمبرصلی الله علیه و آله متعلق ذکر کړې هم دغه رنګ الله تعالی په قرآن کښې د امام علی علیه السلام، د امامت او د امام زمان عج ذکر کړې. یعنی که یو منصف کس قرآن ته کښيناستلو او آیاتو ته يې غور او فکر وکړو نو هغه ته به صراط مستقیم او دا حقیقت څرګنده شې.
غواړو چې په سوره قدر باندې هم يو څو خبرې وکړو، ځکه چې په دې سوره کښې هم د امامت بحث شته او هم په کښې د امام زمان عج ذکر شته، یعنی په هر دور کښې د هغه وخت شیعه کولې شو چې له دې سوره نه د خپل وخت امام ثابت کړې، دا هغه خبره ده چې اهل بیت عصمت و طهارت نه مونږ ته را رسیدلې، چې فرمايلې دې: چې هر وخت در سره يې بحث وکړو هغه چا چې امامت يې نه منلو نو بحث وکړي ورسره په سوره قدر، دا سوره اثبات کوې د يو داڅې موجود چې هغه افضل دې د ملائکو نه، د روح نه چې دا موجود ټولو مسائلو سره آشنایی لرې، لکه چې د سوره یس ۱۲ آیت هم دې مطلب ته اشاره کوې او فرمايې: کل شئ احصیناه فی امام مبین. اشاره کوې دې عظیم موجود ته چې دا عظیم موجود افضل دې د ملائکه نه او د روح نه، ځکه چې روح او ملائکه د دغه موجود له وجه نازليږې، او دا موجود په هر زمانه کښې شته او وجود لرې الی یوم القیامه، دا موجود هغه موجود دې چې هم شیعه او هم سنی د دې باره کښې نقل کړې، من مات و لم یعرف که څوک مړه شې او د دې موجود معرفت ورسره نه وې مات میتة جاهلیة نو هغه د جاهلیت په مرګ مړ دې.
نو که دې سوره ته پام وکړو چې په کښې فرمائې: بسم الله الرحمن الرحیم إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ﴿١﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ ﴿٢﴾ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ﴿٣﴾ تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ ﴿٤﴾ سَلَامٌ هِيَ حَتَّىٰ مَطْلَعِ الْفَجْرِ ﴿٥﴾
بيشكه مونږنازل كړى مودى دغه ( ټول قرآن ) په شپه دقدركې .خو د قدر شپه کومه شپه ده څوک نشې درک کولې چې دا شپه څومره عظیمه شپه ده او څومره غوره شپه ده، څومره شان دې د دې شپه، په زړه پورې يو روایت مې لوستلو چې په کښې فرمائې: د دې حکمت چې د قدر شپه خلکو ته نه ده ښکاره دا دې چې که چرته پته وه خلکو ته چې کومه د قدر شپه ده نو که بیا يې د دې شپه خیال نه وې ساتلې او بی احترامی يې کړې وې نو دا به برابر وا د لوې ګناه سره او ممکنه وا چې په دغه کس عذاب نازل شوې وې. ځکه چې ورته پته وه او ګناه يې وکړه، ځکه چې خبر وو او خوب يې وکړو اوده شو، او ورته پته وا چې د قدر شپه ده او د عبادت نه بغیر په نورو کارونو کښې مشغول شو.
نو ځکه الله تعالی مونږ نه د قدر شپه پټه وساتله چې په مونږ باندې يې منت دې، ځکه که چرې مونږ په دغه شپه هغه څه چې کول پکار دې ونکړل نو که سبا د قیامت په ورځ زمونږ نه تپوس وکړلې شې چې ولې دې د دې شپه خيال ونساتلو نو مونږ ويلې شو چې مونږ ترې خبر نه وو، نو الله تعالی د خپل بندګانو سره د محبت او د مینه له سببه دا شپه پټه وساتله، وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ ﴿٢﴾ اوته څه پوهېږې چې د قدر شپه څه ده ؟ په دې خبره پکار دې پوهه شو چې وړومبۍ دا چې دا شپه خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ده له زرومياشتو څخه ډېره غوره ده دويمه دا چې ټولې پرښتې او روح یعنی کله چې روح نازليږې نو پرښتې چې وقار او درنښت يې د روح نه ښکته دې، او هم ځکه الله تعالی د روح د مقام او عظمت لپاره د هغه نوم بيل ذکر کوې، تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ، او بیا دې کښې تنزل د فعل مضارع دې يعنی دائما، همیشه، تر قیامته هر کال دا تکرار کښېږې، او چې کله روح یې یاد کړو نو سره د ټولو پرښتو سره د جبرائيل سره د ميکائيل سره د اسرافیل سره د عزرائيل بِإِذْنِ رَبِّهِم د خپل رب په اجازه، مِّن كُلِّ أَمْرٍ هر حكم اخلي نازليږې، خو په چا نازليږې، په هم هغه امام چې پکاردې وپيژندلې شې، سَلَامٌ هِيَ حَتَّىٰ مَطْلَعِ الْفَجْرِ په تفسیر روايې کښې راغلې چې له دې نه مراد پيغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم او د هغه برحق خلیفګان دې چې تر فجر پورې په هغوې باندې سلام ويلې کښېږې.
نو دا ډيره عظیمه او سخته شپه ده، ځکه چې په دې شپه تقدیر امضا کښېږې، او هم دا شپه به وې چې انشاءالله امام زمان به خپل ظهور امضاء کوې. نو دا وا د سوره قدر ترجمه او د سوره قدر د تلاوت ثواب باره کښې ويلې شوې چې څوک ایمان سره او پوهه سره دا دې سوره تلاوت وکړې نو داڅې دې لکه چې د الله په لاره کښې جهاد کوې، خو سوال دا دې چې دا سوره جهاد سره څه ربط لرې؟ ربط يې دا دې چې په دې سوره کښې کومه عقیده بیان شوې چې مونږ ورته اشاره وکړه د هغې تبلیغ کول د هغې خپرول د الله پلاره کښې جهاد دې، ځکه چې که عقیده ټيک شې عقیده قرآنی شې، نو هم به نمونځ ټيک شې هم به، هم به عبادات ټيک شې، او که عقیده کښې څوک خطا شې نو په توحید کښې، نبوت کښې، په قرآن کښې او هم په معاد کښې په غطله سر وې، لکه چې دې عقیده ته قرآن هم اشاره کوې فرمايې: يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ .
یعنی امامت هغه عقیده ده چې که چرې هغه دې ونه رسوله نو خلق به په توحید کښې په عباداتو کښې په معاد کښې بلکه ټول ضروریاتو کښې د اشتباه او غلطي ښکار شې، نو بس دا مطلب خلکو ته ورورسه وا خلکو ته له ځان نه پس ځايناست وښایه خپل وزير خلکو ته ورپه ګوته کړه، هغه کسان چې امامان دې، هغه کسان چې تا نه ورستو هادیان دې هغه معرفی کړه، او که دا کار دې و نکړو نو وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ نو خپل د رسالت کار دې نه دې کړې.
قرآن په دوو طريقو نازل شوې يو تدریجې چې ۲۳ درېشت کاله کښې په پيغمبرصلی الله علیه وآله نازل شوې او بل په يوځل ټول قرآن د پيغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په زړه د قدر په شپې نازل شوې، او دا کوم قرآن چې اوس زمونږ دسترس کښې دې، د دې ترتیب د دې آیاتونه دا هم هغه رنګ دې لکه څه رنګ چې د پيغمبرصلی الله علیه وآله په زمانه کښې وو او نه د دې ترتیب کښې او نه يې په سورتونو کښې او نه يې په آیتونو کښې چا بدلون راوستلی او نه به راوستلې شې. ځکه چې الله تعالی دا قرآن نازل کړې او الله تعالی د دې محافظ دې، او کوم قرآن چې امام علی علیه السلام را جمع کړې وو چې د هغې باره کښې اکثر خلق په شیعه بهتان هم لګوې هغه قرآن هم دا قرآن وو نه کم او نه زیات فرق يې دا وو چې د هغې ترتیب، د آیاتو د نزول سره يو شان وو یعنی دا څې نه وو چې په هغې کښې سوره فاتحه وړومبۍ سوره وا بلکه هغه نزول آیت سره مرتب شوې وو، او ورسره شان نزول يې هم اميرالمؤمنین علیه السلام ذکر کړې وو، پس هغه قرآن هم دا قرآن وو دې موجوده قرآن نه، يې نه آیتونه زیات وو او نه کم وو.
او دوئم نزول دفعی دې چې د هغې ذکر په سوره قدر کښې شوې چې فرمايې بسم الله الرحمن الرحیم إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ﴿١﴾ او بیا هم ځکه وفرمايل چې وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ ﴿٢﴾ يعنی د دې شپی قدر درته نه ده معلوم خو دا نه درته وائې چې لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ﴿٣﴾ یعنی دا شپه د زرو میاشتو نه بهتراو غوره ده، تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ ﴿٤﴾ او يو ځل بيا مونږ درته دا سوال مطرح کوو چې هغه څوک دې چې د هغه لپاره دا ملائکه او روح نزول کوې؟ روایت دې چې د اهلبیت علیهم السلام نه تپوس وشو چې تاسو د قدر شپه معلومه ده ورته يې ځواب ورکړو مګر کښېدلې شې چې مونږ ته نوې معلومه درحالی کښې په دهغه شپه مونږ ته ملائکه او روح راځې مونږ سره رجوع کوې، لکه څه رنګ چې بی بی مریم ته حضرت جبرائیل راغلې وو لکه څه رنګ چې د موسی علیه السلام مورته وحی شوې وا، سَلَامٌ هِيَ حَتَّىٰ مَطْلَعِ الْفَجْرِ ﴿٥﴾ او دا هم هغه کسان دې چې فرښته ورباندې نزول کوې او د سحر پورې ورباندې سلامتی وې، چې هم هغه د زمانه امام دې.

 

Add new comment