په شام د حملې لپاره د امريكه او لويدیځ د خوځښتونو زياتيدا
نړيواله ډله: د كيمياوی وسلو د كارولو په زمينه كښې د سوريی د حكومت پرضد د لويدیځ د تورونو له دوام سره په يوه وخت، داسی ښكاریږی چې په دې باب د لويدیځوالو په تيره بيا د آمريكايانو خوځښتنونه خورا زيات شوی دی .
په دې زمينه كښې پريس ټی وی چينل، په يوه بیړنې خبر كښې د لويدیځو چارواكو له قوله وويل،د لسو لويدیځو او عربی هيوادونو د قوماندانانو په ګډه غونډه كښې د دغو هيوادونو مشرانو په سوريی د حملې لپاره موافقه وكړه او دغه اونۍ یې په سوريی د احتمالی پوځی حملی لپاره لاره پرانيستله .
دغو خبرو اترو ته نږدې د اردن يوه پوځی چارواكی،په دې اړه وويل د عربی او لويدیځو هيوادونو مشران دې نتيجې ته رسيدلی دی،چې نړيواله ټولنه بايد دسوريی په وړاندې غبرګون وښيی او د پايداره توغندويی حملو غبرګون به محدود وی .
د لسو عربی او غربی هيوادونو پوځی قوماندانانو په خپله ګډه غونډه كښې ،د احتمالی حملو لپاره كوم مهال ويش نه دی ټاكلی ،خو په دغه ناسته كښې ګډون كوونكو موافقه كړی ده، روانه اونۍ په سوريی د احتمالی پوځی حملی لپاره چمتو واوسی .
دغه ناسته چې د آمريكا د پوځ د لويی درستيز جنرال مارتين ډيمپسی، انګلستان،فرانسی، ایټاليا ،جرمنی،كاناډا، سعودی عربستان، قطر ، تركيی او اردن د لوړ پوړو پوځی قوماندانانو په ګډون سره ،په تيره اونۍ : كښې د دمشق په ختیځ غوطه سيمه كښې له كيمياوی وسلو د سوريی د حكومت د استفادې په اړه له ادعاګانو يوه اونۍ وروسته وشوه.
د پوځی اقدام په ټاكنې سربيره، په دغه ناسته كښې ګډون كوونكو، په سوريه كښې د الوت د ممنوعه سيمې په اعلانولو هم غور وكړ ،چې د ډيپلوماتيكو سرچينو په وينا د تيری يكشنبی تر ورځی پورې په دې اړه موافقه نه وه شوی ،په داسی ډول چې آمريكا او سعودی عربستان په هوايی بريدونو او انګلستان او فرانسی هم په پراخې پوځی لاسوهنې ټينګار درلوده .
دغو سرچينو زياته كړه،بالاخره درستو هيوادونو له سمندری بیړيو په توغندويی بريدونو او جنګی الوتكو په كارونو موافقه وكړه .
دا په داسی حال كې دی،چې د سپينی ماڼۍ ويندويی جی كارنی يو ځل بيا د سوريی حكومت د كيمياوی وسلو په كارولو تورن كړ او ويی ويل، په سوريی د احتمالی پوځی بريد هدف، د اسد د نظام بدلول نه دی، په سوريه كښې د كيمياوی حملو د ځواب ويلو د څرنګوالې په هكله سلا مشوری روانی دی .
هغه ادعا وكړه د سوريی نظام د كيمياوی وسلو د كارولو توان لری ،د كيمياوی وسلو كارونكی معلوم دی او په دې باب هیڅ شك نشته چې چا كيمياوی وسلی كارولی دی او بايد دغې حملی ته مناسب ځواب وركړل شی.
جی كارنی وروسته ادعا وكړه، آمريكا د كيمياوی وسلو كارولو كښې د سوريی د حكومت د لاس درلودلو په اړه سندونه لری او نيت لری ډير زر یې اشوا كړی .
همدغه راز د آمريكا د دفاع وزارت يوه لوړ پوړې چارواكې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شی وويل واشنګټن به په سوريی هر ډول حمله د ملګرو ملتو او يا ناټو له لارې تعقيب نكړی .
دا په داسی حال كښې دی،چې د انګلستان د لومړې وزير ډيویډ كامرون دفتر ويلی دی ، انګريز پوځيان په سوريه كښې د احتمالی پوځی لاسوهنې لارې چارې څیړی.
د ويلو ده چې د سوريی حكومت د دمشق لخوا د هر ډول كيمياوی وسلو كارول رد كړی او ويلی یې دی، چې آمريكا او انګلستان په سوريه كښې د پوځی حملی لپاره په پلمې پسې دی .
دا په داسی حال كښې دی،چې په سوريی د پوځی حملی د احتمال زياتيدو ته په پام سره، د آمريكا او روسيی خارجه وزيرانو په ټلفونې تماس كښې د سوريی حالات وشاربل او لاوروف د سوريی په حكومت د آمريكا تورونه رد كړل .
لاوروف په دغه ټلفونې اړيكه كښې،په سوله ايزو رودو د سوريی د روان ناورين د آواری په لاره كښې د ځينو هيوادونو په خنډونو ل اچونو او كار ړنګونو نيوكې او اندیښنې څرګندی كړی .
Add new comment