كاظم صديقی: په شام حمله به سيمه او نړيواله سوله له اوور سره مخ كړی

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی د تهران د نن ورځې د جمعې په خطبو كښې په سوریې كښې د كيمياوی وسلو د شتون په پلمه په دغه هيواد د حملې لپاره د امريكا او د هغې د ملګرو هڅې ته په اشارې سره وويل په سوریې حمله به سيمه او نړيواله سوله له اوور سره مخ كړی.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب وويل امريكا او دهغې ملاتړی هيوادونه په سوریې حملې كښې بريالی كیږی نه بلكې دټول بشريت او اسلامی دنيا نفرت به ځان پسې ولری .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی برياليتوب د سوریې د خلكو او حكومت وباله او ‌ډاګينه یې كړه د سوریې ملت به د هر ډول دباو په وړاندې مقاومت سره د امريكا په ټولو دسيسو غلبه وكړی.
كاظم صديقی د مصر په اوسنيو حالاتو اندیښنې سره وويل د هغو خلكو وژله چې وسلې ورسره نه وی د هرې ډلې لخوا چې وی په محكومه ده .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ دمصر زړه سواندی بايد داسې لاره غوره كړی چې د كورنی جنګ مخه ونيول شی ځكه چې دمصر كورنی جنګ نه يوازې ددغه هيواد لپاره بلكې د ټولی اسلامی دنيا لپاره ښه نه دی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی دعراق دبدلونونو په باره كښې وويل په عراق كښې يو قانونی حكومت په واك كښې دی خو هلته بم چاودنې او ورانكار اقدامات ترسره كیږی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب په عراق كښې پرله پسې بم چاودنې او دخلكو ټرورونه دترهګرو پلان وباله او زياته یې كړه دغه ترهګرې ډلې په عراق كښې دفرقه ای جنګ درامينځته كولو كوشش كوی چې دغه ګواښ دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای په لارښونو ، ددينی مراجعو په دریځونو او داهل سنت علماو په سم چلند سره شنډ شوی دی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام المسلمين كاظم صديقی دايران داسلامی جمهوريت دحكومت چارواكو ته په هيواد كښې دحكومت د اونۍ دامباركۍ ويلو په ترڅ كښې وويل دايران خلكو ته په خدمت كولو كښې د يولسم (۱۱) حكومت برياليتوب دهيواد دمسايلو او مشكلاتو دختمولو او دپرمختګ دزمينې برابرول دی .

Add new comment