په سورئې دامریکاله حملې سره پرنړیولوولسونوسربیره دناټودولسوغړو هیوادونوهم مخالفت وکړ
اینساخبري آژانس دروسیې دایتارتاس له قوله راپورورکړسره دې چې په درستې نړۍکې دسورئې په ضد دامریکاداحتمالی حملې په خلاف اعتراضونه او مظاهرې هماغه راز په زیاتیدا دي دناټوموسسې دولسو غړو هیوادونو هم ویلی دي چې دسورئې په ضد دامنیت شورا له موافقې پرته او پخپل سر هرډول پوځي عملیاتو کې له هرډول ګډون سره مخالف دي
په بروکسل کې دغې سرچینې زیاته کړې په سورئې کې دپوځي لاسوهنو پایلې هیڅکله هم دسترګوپټولو وړ نه دي او په زیات احتمال سره دسورئې دمخالفانو بری هیڅکله هم په سورئې کې داوږدمهاله سولې لامل نه کیږي
دا په داسې حال کې دي چې دملګروملتو دسرمنشي ویندوی مارتین نسیرکي هم نن سهار وختي ویلی دي په سورئې کې ددغې موسسې دکیمیائی وسلو په اړه څيړنیزه کمیټې چې نن بیرته ستنه شوې ټاکل شوې یو ځل بیا دڅيړنو ددوام لپاره سورئې ته لاړه شي
دا په داسې حال کې د ي چې وروستي راپورونه ددې ښودنه کوي چې دملګروملتو سرمنشي بان کي مون په سورئې دپلټونکو څیړنیز راپور دامنیت شورا اړونده مسئولانوته رسولی دی او ټاکل شوې په دې اړه ځانګړي غونډه هم جوړه شي . البته دمارتین نسیرکي ویلی دي ټاکل شوې نه ده چې دغه پلټونکي ډله دا مشخصه کړي چې چا له کیمیائی وسلو استفاده کړې ده بلکې ټاکل شوې دوي یوازې د کیمیائی وسلو څخه داستفادې او نه استفادې او دغه راز استفاده شوي کیمایئ مواد مشخص کړي
په داسې حال کې چې دعراق اوافغانستان او دغه راز دلیبیا پر هیواد دبمونو له ورولو وروسته دامریکا سرزوري اقدامات په سورئې متمرکز شوي دي دانګلستان ،جرمني ایټالیا او څونورو اروپائی هیوادونو پشمول ددرستۍ نړۍ دملتونو له خوا دسورئې په ضد داحتمالی حملې په اړه له سختو مخالفاتونو سره مخامخ شوې ،ولسمشر اوباما ئې په همداوروستیو کې بلاخره هم ویلی ډي چې له جنګه دامریکا خلک ستړي او بې حوصلې شوي ډي
فرانس پریس آژانس راپوروکړی دامریکا ولسمشر باراک اوباما بیګا ویلی ډي له جنګه ستړیا او وروستوالی دنړۍ دقدرتونو لپاره کومه پلمه نشي کیدلی چې په هغه څه چې ده دسورئې دحکومت د سزاکولو دنده بللې عمل ونکړائ شي .
باراک اوباما بیګا په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې په سورئې دامریکا محدوده حمله دنړۍ لپاره یو چلینج وباله اودا ئې دامریکا دملی امنیت لپاره په ګواښ حمله وبلله
Add new comment