په سوریې کښې دیره ترهګرو له کیمیاوي وسلو په استفادې اعتراف وکړ .

په سوریې کښې دیره یوشمیر ترهګرو له ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې اعتراف وکړ له کیمیاوي وسلو استفاده چې دسوریې دپلازمینې دمشق په خوا کښې په غوطه الشرقیه سیمه کښې ددغه هیواد دګڼ شمیر خلکو د وژل کیدا سبب شوه له هغو موادو دوسله والو کسانو دناسمې استفادې له کبله ده چې سعودي عربستان ورته ورکړي دي .
په سوریې کښې دیره ترهګرو په دې خبرې سره چې کیمیاوي وسلې یې دسعودي عربستان د جاسوسۍ ادارې له مشر بندر بن سلطان څخه ترلاسه کړي دي ټینګار وکړ دوې ل کیمیاوي وسلو داستفادې دڅرنګوالي په هکله سمې او ضروري روزنې نه دي کړي او ټاکل شوي وه دغه کیمیاوي وسلې په سوریې کښې النصره ترهګرې ډلې ته وسپارل شي .
په سوریې کښې ددیره ترهګرو اعتراف په داسې حال کښې دی چې امریکا، انګلستان او لویدیځ هیوادونه دسوریې په حکومت دکیمیاوي وسلو دحملې دتور په لګولو سره کوشش کوي دکیمیاوي وسلو په پلمه په سوریې حمله وکړي .
له بلې خوا له کیمیاوي وسلو دسوریې داستفادې په پلمه په دغه هیواد دپوځي حملې لپاره دعمومي افکارو دتوجیه لپاره دامریکا او لویدیځو هیوادونو دباونه او تبلیغات په داسې حال کښې دي چې تراوسه دملګروملتونو پلټونکو د دمشق په خوا کښې له کیمیاوي وسلو داستفادې د ادعا په باره کښې کوم راپور نه دی خپور کړی .
دملګروملتونو پلټونکو په سوریې دکیمیاوي وسلو داستعمال ځایونه وکتل او اوس لبنان ته تللي دي .

Add new comment