امریکا دپاکستان په شمالي وزیرستان کښې څلور کسان وژلي دي .
دپاکستان دخلکو او مسولانو له مخالفت سره سره امریکا هماغه راز خپلو حملو ته دوام ورکوي .
زمونږ خبریال و ايي دامریکا بې پایلوټه الوتکو نن دپاکستان د شمالي وزیرستان میرعلي ته نږدې په یوې سیمې څو توغندي وویشتل چې له کبله یې څلور(۴)کسان ووژل شول .
داډول حملو دپاکستان دخلکو او مسولانو نفرت او غوسه رامینځته کړي ده او په پاکستان کښې یې د امریکا ضد احساسات زیات کړي دي .
دامریکا دغه حملې په داسې حال کښې روانې دي چې دپاکستان خلکو او چارواکو ددغو حملو دبندولو غوښتنه کړي ده .
پاکستان په خپلو قبایلو سیمو دامریکا حملې دملي واکمنۍ او دځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي ګڼي .
Add new comment