ایران له ترهګرۍ سره دمبارزې دحقیقي حرکت بیرغوال دی
دایران داستخباراتو وزیر وویل دایران داسلامي جمهوریت له ترهګرۍ سره دمبارزې دحقیقي حرکت بیرغوال دی .
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران داستخباراتو وزیر سید محمود علوي داوولس زره(۱۷۰۰۰) ټرور دشهیدانو د لومړنۍ غونډې په څنګ کښې خبریالانو ته وویل له بدغه مرغه ترهګرۍ نه یوازې ختمه شوي نه ده بلکي خپلې نوي څیرې ښي او ددنیا په ګوټ ګوټ کښې نوي ترهګر حرکتونه دبڼه دخپلیدا په حال کښې دي .
دایران داستخباراتو وزیر وویل دایران اسلامي جمهوریت چې په خپله دترهګرۍ قرباني دي باید وکولای شي چې له ترهګرۍ سره دمبارزې په رښتیوني چورلیز بدل شي ځکه چې په دنیا کښې داسې هیوادونه شته چې له ترهګرۍ سره دمبارزې شعار ورکوي او خپل ځانونه ددغه حرکت مخکښ او بیرغوال ګڼي خو په عمل کښې دحکومتي ترهګرۍ پیلونکي دي .
دایران داستخباراتو وزیر علوي وویل ټرور دمنطق په کارولو کښې ددښمانانو دپاتې راتلو نښه ده او هرڅومره چې دغه بې وسي زیاته شي ددښمانانو تاوتریخوالی به هم زیات شي .
Add new comment