دخپلو ښاریزو په سیاسی پوهیدا د عربستان دآل سعود رژیم اندیښمنیدا
دعربستان آل سعود رژیم دخپلو ښاریزو له سیاسی پوهیدا سره دمخالفت په ترڅ کې دښونځیو مدیرانو اومسئولانو ته خبرداری ورکړی دسیاسی مسئلو اوموضوعګانو په باب له خبروکولو دې ډډه وکړي
دعربستان وښونې او روزنې وزارت ددغه هیواد په ټولو ولایتونو کې دښونځیو له مدیرانو اومعلمانو پر کلاسونو دڅارنې دغوښتنې ترڅنګ دسیاسی اوګوندي موضوعګانو په اړه له خبرو او بحثونو سره جدي چلند وکړي . دغه وزارت دښونځیو مدیرانو اومعلمانو ته خبرداری ورکړی دسیاسی مسئلو سپړل اوپرې بحثونه دوی له سختو سزاګانو سره مخامخ کوي
عربستان دنړۍ یو خورا ځیږ سیاسی نظام لري . دعربستان سیاسی نظام مطلقه پاچائي نظام دی . په دغه هیواد کې قدرت دآل سعود کورنۍ په اختیار کې دی او دعربستان ملت دقدرت په ټاکلو کې هیڅ رول نه لري .
آل سعود کورنۍ خپل قدرت خپل تفکرات وهابی مفتیانو له افراطي تفکراتو سره اخښلي دي او همدغه عامل په عربستان کې دخورا کوچني مخالفتونو زمینې هم له مینځه وړي دي . دعربستان دخلکو لپاره سیاسی مشارک یونه پيژندل شوی مطلب دی او ښاریز حقوق هم دعربستان دواکوالانو لپاره څه معنا نه لري . دا آل سعود کورنۍده چې تشخیص کوي دخلکو لپاره څه حقوق ښه اوڅه بد دي . آل سعود کورنۍ دعربستان دټولو خلکو لپاره سیاسی حقوق او ددغه هیواد دمیرمنو لپاره ټولنیز حقوق په رسمیّت نه پيژني
په دغه ډول شرائطو کې دعربستان دښونې اوروزنې وزارت دښونځیو له مدیرانو غوښتي دي له سیاسی مسئلو سپړلو او بحثونو دې ډډه وکړي . شک نشته چې دعربستان خلک په تیره بیا معلمان دارتباطاتو اوټیکنالوجۍ نړیوال کیدا ته په پام سره له خپلو حقوقو خبر دي او او سیاسی شعور لري .
عربستان پر دې سربیره چې دولسی اعتراضونو دزیاتیدا له ګواښونکي څپې سره مخامخ دی ، په ال سعود کورنۍ کې دقدرت دجنګ کتونکی هم دی . دقدرت دغه جنګ په وروستیو کلونو کې خپل اوج ته رسیدلی دی او دعبدالعزیز لمسیان دهغه له بوډا بچیانو دکورنۍ دریم نسل ته دقدرت دمنتقلولو غوښتنه کوي
دعربستان دښونې اوروزنې دوزارت خبرداری ددې ښودنه کوي چې آل سعود کورنۍ دقدرت په دوام کې دخلکو دسیاسی پوهې او دهغو درول دزیاتیدا جدي خطره احساس کړې ده ، په تیره بیا دا چې اوس مینځنی ختیځ سیمه اوشمالی افریقا له بل هر وخته زیات ددیکتاتوری حکومتونو په ضد دولسی اعتراضیه غورځنګونو درامینځةکیدا کتونکي دي
تاریخي شواهد ددې ښودنه کوي چې دځپنې ، ګواښ ، ویرولو سیاست او په کلی توګه تاؤتریخجن سیاست تل دواکوالانو لپاره اپوټه نتیجه درلودلې ده . . آل سعود رژیم چې دعربانو دبشری حقوقو داطلاعاتو دمرکز دنظر په اساس ؛ددیکتاتورۍ کلا: نامه ئې ګټلې ده ، اوس دسیمې په بدلونونو کې دبشری حقوقو ادعا هم کوي ، او ځان دښورئې دښاریزو دفاع کونکی هم معرفي کوي خو له بل پلوه دخپل هیواد دښاریزو له سیاسی پوهې او له خپلو حقوقو دهغوي له خبریدا سره هم سخت مخالفت کوي
Add new comment