له ایرانه دافغان کډوالو دایستلو آوازې دروغ دي
دافغانستان د کډوالو دوزارت ویندوي اسلام الدین جراءت پرون مازدیګر ددغه هیواد له لومړي ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې په دې زمینې کې دځينورسنیوجنجال جوړونې ته په اشارې سره وویل له اسلامی ایرانه دافغان کډوالو دویستلو خبر دروغ دی چې ځينو رسنیو دافغانستان دکډوالو دچارو له وزارته له تائیدیدا پرته خپور کړی دی
هغه دافغانستان دکډوالو دچارو له وزارت سره ملګرتیاته په اشارې سره وویل دم ګړۍ دتهران له حکومت سره دتیر کال دموافقې په اساس په ایران کې یوافغان کډوال محصیل هم تعلیمي محدودیت نه لري او حتی هغه کسان چې په ایران کې دپاتیکیدو قانونی مدرک هم نه لری خپلو زده کړو ته دوام ورکوي
دافغانستان دکډوالو دچارو دوزارت ویندوي روښانه کړې چې همدااوس په ایران کې کابو شپږدیرش زره افغان زده کونکي اومحصیل په زده کړو لګیادي او څه دپاسه ۴۰فی صده هغه کسان چې دافغانستان په حکومتی ادارو کې کار کوی له ایران اوپاکستانه فارغ التحصیلان دي
Add new comment