په سیمې کې لګیدلی اووربه ددسیسه ګرو هیوادونوترغاړې هم شي
د ایران د اسلامی شورا مشر، علي لاریجاني نن دپارلیمان په څرګندې غونډې کې وویل که صهیونیسټ رژیم په سوریه کې د فتنې په فکر کې شي، د ځان لپاره به د ۳۳ ورځنۍ جګړې په پرتله لا ډېر سخت عذاب وګالي.
هغه وویل له دوو کالو ډېر وخت کېږي چې لویدیځ او ځینوسیمه ییزو هېوادونو په وروستیو انقلابونو کې د مسلمانانو له بریالیتوب وروسته، سوریې ته مخ کړی تر څو د ځان وروسته پاتیوالی او د ګټو له لاسه ورکړه په سیمه کې د مقاومت یوه مرکز ته د ټکان په ورکولو سره جبران کړي.
دایران داسلامی شورا مشر وویل دسورئې په شخړې کې د لودیځ ،صهونیسټانو اودسیمې دمرتجعو ناکامۍدوي شیطاني مکر ته اړکړي چې ترهه ګرو ته کیمیائی وسلې ورکړي . هغه وویل په وروستۍشخړې کې هم ټول شواهد اونښې نښانې دهغې دسیسې ښودنه کوي چې دملګروملتو دپلټونکو دشتون په وخت له کیمیائی وسلو څخه استفاده په یووخت شوې ده او تراوسه پورې دملګروملتو مامورانو خپلې څیړنې نه دي ترسره کړي چې دجنګ نغارې غږول کیږي او امریکا او انګلستان دامنیت شورا له مجود پرته دسیمې دځينو هیوادونو په تیره بیا دصهونیسټ رژیم په ملګرتیا سره په سورئېکې دپوځي عملیاتو سرغنې شوي دي
ډاکټر لاریجاني زیاه کړې دایران اسلامی شورا دامریکا او لودیځ دناروا او بیړني پلان په غندلو سره خبرداری ورکوي چې ممکنه ده دسیمې دځینو هیوادونو په مرستې سره چې هریو قدرت غوښتنه تعقیبوي ، دسورئې په ضد یو لړ عملیات وکړي خو دا تاسو نه ئۍ چې بیا ئې پای ته ورسوئ او ددې په ترڅ کې باید په سیمې کې دخپل ناروا اولاد صهونیسټ رژیم په فکر کې هم شئ او البته چې ډير زربه په نزدې راتلونکي کې له ترهه ګرو سره دخپل تکتیکي چلند دنیتجو کتونکي هم شئ
رادیو تهران
Add new comment