دامریکا لاسوهنې به ددرستې سیمې لپاره یوه غمیزه وي

 

(د رادیو تهران خبریال) داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  نن  داسلامی ایران له ولسمشر اونوي کابینې سره په لومړنۍکتنې کې  دسیمه ایزو مسئلو په اړه پخپلې وینا کې ددې خبر په کولوسره چې  سیمه دبارودو دیوه انبار په څيرده  اوهیڅ راتلونکي نشي اټکل کیدلی،روښانه کړه دامریکا بې ځایه لاسوهنې به دټولې سیمې لپاره ستره غمیزه وي  .داسلامی انقلاب معظم لارښود  دسورئې دبدلونونوپه باب  دامریکا احتمالی ګواښ اولاسوهنې  دسیمې لپاره یوه ستره غمیزه وبلله او ټينګار ئې وکړ  که دغه ډول کومه تیروتنه وشي ،نو امریکایان به په افغانستان او عراق کې دلاسوهنو په څير  چورلټ تاوانونه وویني

  دوي دخپلې وینا په بلې برخې کې  وفرمائیل ،دمصر په کورنیوچارو کې له لاسوهنې سره هیڅ دلچسپی نه لرو  خودهغه  ولس  وژله چې  وسله ئې په لاس نه ده کړې ،دهرچا په مسئولیت سره چې وي چورلټ محکومه ده  ، په مصر کې باید  له داخلی جنګه په سختۍ سره ډډه وشي  ځکه په مصر کې داخلی شخړې اوجنګ  به داسلامی نړۍ اوسیمې لپاره یوه بله غمیزه وي

 حضرت ایت ا.. العظمی سید علی خامنه اي همدارازپه مصر کې دخلکو رایو  اودیموکراسۍ ته دستنیدا په ضرورت په ټينګار سره  وویل دمصر ولس  داستبدادي حکومت له ډیروکلونوکړاؤ اوظلمونووروسته  داسلامی ویښتیا په برکت  سالم انتخابات ترسره کړل  چې ددیمورکراسۍ دغه بهیر دریدونکی نه دی

داسلامی انقلاب معظم لارښوددکتنې په دوام کې  زیاته کړه ، دحکومتی کابینې  په معرفي کولو کې داسلامی ایران دولسمشر دعمل چټکتیاډیره د مننې وړ ده  او دا دحکومت دکار دهوډ ښودنه کوي  . دوي همداراز  کابینې ته دپارلمیان دزیاتو لوړو رايو ورکول   دحکومت اوپارلیمان دتعامل یو ه غوره نښه وبلله  او وې فرمایل  بې شکه ښاغلی روحاني  پخپله دکابینې دقوت ټکی دی  او داسلامی حکومت اصلی کار خدمت دی   او کار باید په جهادي بڼه ترسره شي  

Add new comment