اسلامی ویښتیااو په اسلامی نړۍکې ئې جرړې

دوستانویوځل بیااسلامی کلتوراوتمدن دتاریخ په اوږدوکې نومې دلړۍله درې ایتایمې برخې سره ستاسوپه خدمت کې یوحتمابه موپه یاد وي چې په تیرو دوو برخو کې موپه ایران کې داسلامی ویښتیادغورځنګ په باب درسره وغږیدواوموویل چې دغه غورځنګ بلاخره دحضرت امام خیمنی په رهبرۍسره داسلامی انقلاب دبري سبب شو .په نننۍبرخې کې هم په ترکیې کې داسلامی ویښتیابهیرته مخه کوو،نوترپايه راسره مله ووسئ
په ترکیې کې داسلامی ویښتیادبهیردجاجونې لپاره ښه ده چې په پیل کې ددغې ویښتیا دزمینې په توګه دعثماني امپراتورۍ او دترکیې جمهوریت ځينوتاریخي،کلتوری اوسیاسی اړخونوته مخه کوو .ترکان په لومړنیو اسلامی پيړیوکې دآناتولی اوغالباًله نیواکه مخکې،په تیره بیاپه څلورمې اوپنځمې قمري پيړیوکې په مرکزي آسیاکې اسلام ومانهّ اواسلامی حدودوته ئې لاره وموندله .په دغه بهیرکې صوفیانو اوکوچیانو درویشانو اغیزشیندونکی رول درلود. دمولوّیه په څيرزیاتره دودطریقتونودمرکزي آسیااوخراسان په عرفان کې جرړه درلودلې ده .اوتل له دغه ټاټوبو آناتولی ته له کډوالوسره یوځاي وارد شوي دي اوپراختیائې موندلې ده .پر دې اساس دصوفیّانه طریقتونو باور او نفوذ تر نن ورځې پورې په ترکانو کې دوام درلودلی او په ترکیې کې ئې په اسلامی ویښتیا کې څرګند رول لوبولی دی .
ددینی مدرسودعلماؤ فقهي اورسمي اسلام دعثماني حکومت د جوړیدا له هماغه لومړنیوپه واکمنۍکې دصوفیانه اوعامیانه اسلام په څنګ کې ونډه درلودلې ده . پاچایانو هم په حقیقت کې له دواړو ډلو یعني اهل طریقت اواهل شریعت رواوالی ترلاسه کاوهّ .
اتلسمه اونولسمه پيړۍچې پرختیځ دلودیځ استعماری یرغلونوداوج پړاؤ ؤ،عثمانیانوله دغویرغلونوسره دوه ګوڼی چلددرلود .یوه ډله چې رجعت پسندیا زوړپال نومیدل اودعثماني حکومت په برخلیک ئې فکر کاوهّ ، دسلطان قانونی (دپنځلسمې پیړۍ په وروستو اودشپاړسمې پیړۍ په لومړنیوکې ئې عثماني پاچا) قوانینوته دمراجعه کولو اودموجود ه وضعې دساتلوغوښتونکي وواوله هرډول بدلون سره ئې مخالفت کاوهّ .په داسې حال کې چې بله ډله ماډرن وو پر دې ئې ټینګارکاوهّ چې دامپراتورۍ دساتنې او داروپایانوله یرغلونوسره دمقابلې په خاطر لودیځ دژوند د رودو او همداراز دعلمونواوتخنیکونودترلاسه کولو، ښونې او ادارېي اورګانونواو دپوځ دبیازغونې اونوي کونې اقدام وکړي
سلطان سلیم دریم له ماډرنو څخه په پیروۍسره دلودیځ په سټایل د اصلاحاتولومړنی جامع پروګرام چې ماډرن نظام نومول کید وړاندې کړ.په دغه پروګرام کې دپوځ ،ښونځیوبیارغاونې او دمرکزي حکومت پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړل شوی ؤ . په مقابل کې دعالمانویو ې بلې ډلې ورسره مخالفت وکړ . دوي فتوا صادره کړه په دې باب چې نوي یا ماډرن نظام د رعیّت دبې وزلۍ او تنګڅې، په دین کې دبدعت ، له کافرانوسره یوشان ته کیدااوپه ټول کې دحراموسبب کید.اوداسلطان سلیم دریم هم لاسلیک کړ .
شیخ الاسلام عطاءا...افندي چې ددوروستۍ ډلې په سر کې ؤ ،نوي یا ماډرن نظام ړنګ کړ او دسلیم دبې وسه کولو فتوا ئې صادره کړه . دغه فتوادسلطان سلیم دوژلې سبب شوه
سلطان محموددوهم (۱۸۰۸-۳۱) چې دسلیم دریم له وژل کیدا وروسته پاچا شوی ؤ،داصلاحاتوپروګرام داحیاءلپاره ئې حرکت وکړ .هغه دمرکزي حکومت په ځواکمن کیدا اودمحافظه کارځواک په ځپنې سره داصلاحاتو په بهیرکې رول ولوبوه . دهغه په حکومت کې له قضائی،ښونې اوروزنې او فتواګانوله څوکیودعالمانو دلاسونو په لنډولوسره دروحانیت وضعیت او مقام کمزوری شو . دغه چاره د خلکو دبیلابیلو پرګنواوعالمانو ترمینځ دپیوند شلیداسبب شوه . دحکومت دغیردیني بدلونونو او اصلاحاتو په نتیجې کې په اسلامي سټایل سره یو لړ غبرګونونه رامینځةشول
یو هغه غورځنګ چې دعثمانی حکومت په اصلاحاتو سره دمبارزې لپاره رامینځةشو، دفدایانوټولنه وه .دغه پټه ټولنه ستر جنرال حسین دایم اویو ه دیني عالم شیخ احمدسلیمانیه جوړه کړې وه . له دغې ډلې جوړیدادهغوي موخه په ترکیې کې دنویوشرائطوله امله په دباؤنوپسې دسیاسی او ټولنیزې ادارې نوی والی ؤ .ځينوتاریخ څیړاندو،دفدایانوټولنه په دې سبب چې دشیخ صیب زیاتره پلویان او غړی ددیني مدرسو عالمان اوطلبه وو ، زوړپال یا محافظه کار و لقب ورکړ ی ؤ . په داسې حال کې چې له هغوي ځينو انقلابي ډله وبلله او دکولیلي (kuleli)واقعه چې په ۱۸۵۹کال کې رامینځةشوه ،دآزادۍ اوپه عثماني دوران کې دمشروطه غورځنګ پیلامې په باب ددغې ټولنې لومړنی منظم ګام ګڼلی دی . دغې پيښې استعماري ضد او څرګند اسلامی اړخ درلودلی او په عثمانیانو کې دلودیځ په سیاسی ، ټولنیز اواقتصادي نفوذ اعتراض دی =
په ترکیې کې بل راپورته شوي غورځنګ په اسلامی مفکورې سره دعثمانیانو نوي ټولنه وه . دغه ټولنه په ۱۸۶۵کال کې دابراهیم شناسی ،نامق کمال اوضیاءپاشاپه څير له لویدیځ پالو اصلاحاتو څخه د مرورو مینځ لارو روڼ اندو یوې ډلې جوړه کړه . دعثمانیانو په نویو پلویانو کې څو پاچایان فرصت غواړي شهزادګان ،دپوځ دټیټې سوئې ځیني افسران،ځیني لیبرل عالمان دینی طلبه پکې لیدل کیدل .دوي د :افکارو دتصویر: او دنمایش اجرا :په نامه دمقالو او تحلیلونوپه خپرولو سره دخپلوباورونو دودولو ته مخه کړه .ددې په ترڅ کې چې دسلطان عبدالعزیزپه دیکتاتوری حکومت ئې د مسلمانانو دکمزوری کولواودغه رازدټولنې دعقیدتي اواخلاقي بنیادونو د له مینځه وړلو او لودیځي اصلاحاتو په اړه نیوکې کولې
نوي عثمانیانو له هغو اصلاحاتو دفاع کوله چې دعثمانی ټولنې له دودیز میراث سره ئې سمون خوړ. په دې مینځومیان کې دهغوي موخه دلودیځ د بیلګوپه اساس دټولنې بیارغاول ،داسلام احیاء اودعثماني امپراتورۍ د حیات دوام ؤ. په همدې دلیل له له مشروطه حکومته چې په اسلام کې د موجودو اخلاقي او سیاسی ارزښتونو دبرخې ځلاوه پلویتوب کاوهّ
د هغوي له نظره یوازې شریعت ؤ چې داسلامی ټولنې اړتیاؤ ته ئې دځواب ویلو وړتیا اوتوان درلود. په حقیقت کې دهغوي مقصد داسلام سرکینیو شرآئطو ته ستنیدا وه چې دحکومت اصل اودخلکو حاکمیت دشورا له لارې اجراکیده . دغه ټولنه وتوانیده دعثماني صدراعظم او حکومتي شورا د مشر مدحت پاشاسره دنزدیکیدا په سیوري کې دلومړني مشروطيت په بهیر او دهغه دلومړني اساسی قانون په برابرولوکې ئې رول اوونډه درلوده.
باید وویل شي چې په نویو عثمانیانوپه نیوکوکېّ ځیني نظرخاوندانو دوي د نظري تضاد او التقاطي نظریه لرونکي ګڼلی دي.
دلودیځ پالو اصلاحاتوپه وړاندې دریم غبرګون دصوفتیانویا دینی مدرسو دطلبه ؤ بغاوت دی . صوفته یوداسې بدلون دی چې خلک ئې ددینی طلبه ؤ په اړه کاروي او د:سوخته: (سوزیدل شوی ) ټکي تحریف دی چې سوزیدا ټکی دعلم په غوښتنې یا زده کونې کې دطلبه ؤ دسوزیدا په اړه کنایه ده
دصوفتیانو بلوه په ۱۲۹۳قمری کال کې دهغو پيښو دلړۍ پیلامه شمیرل کیږي چې دروسیې دپلوي صدراعظم محمودندیم پاشا اوحسن فهمي افندي ،شیخ الاسلام او بلاخره دسلطان عبدالعزیزد نسکوریدا او دلومړي مشروطیت داعلانیداسبب شوه
ددغه پړاؤخورامهمه پيښه په استانبول کې دجمال الدین اسد آبادي شتون اوپه عثمانیانوکې داسلامی ویښتیاپه بهیرکې دهغه اغیزشیندنې وې . سیداسد آبادي دوه ځله په استانبول کې پاتې شو . یو ځل په (-۷۱ ۱۸۷۰) کې داصلاحاتو دوخت په کلونوکې او دوهم ځل هم له ۱۸۹۲کاله په ۱۸۹۷کال پورې یعنی دژوند تر پاي پورې په مودې کې ئې په استانبول کې ژوند وکړ . هغه دآیاصوفیه اوسلطان احمدپه ستروجوماتونوکې ویناوې کولې او داستانبول په دارالفنون کې ئې هم تدریس کاوّه . جمال الدین اسد آبادي باوري ؤ چې ملتونه له دین او حکومت پرته دوام نشی درلودلی . دهغه له نظره دین په خرافاتو سره او حکومت په استبداد سره کمزوری کیږي
حلمي ضیاءاونکن ،سید جمال الدین اسد آبادی په ترکیې کې دماډرن اسلام پالنې د لارې لومړنی پرانیستونکی باله او دنویواسلام پالوبحث ئې دهغه په نامې سره پیل کړ .
په عثماني تولنې کې داسلام نفوذتردې حده ژور ؤچې د دوهم مشروطیت دپړاؤکابو ټول سیاسی فعالانو داسلامی کیدا ادعا کوله . په هغو کې د:اتحاد اوترقۍ کمیټې : چې وروسته په اتحاد او ترقی ګوندبدل شو اشاره کولی شو . دوي دمشروطیت دترلاسه کولو لپاره خپلواقداماتو ته اسلامی رنګ ورکړ
د؛اتحاد محمدي ټولنه : هم یوه اسلام پاله اوسرزوری ډله وه چې داتحاد او ترقۍګوندسره ئې پخپل مخالفت کې وسله وال پاڅون وکړ .ددغې ټولنې د عقایدوپه اصولوکې دتوحید دکیسټو خپریدا، د شرعې په دایرې کې حرکت، په عمومی حقوقو دتیریګرواودشرعي احکاموله مخالفانو سره مبارزه،دقرآن کریم اوپاک شریعت دودیدا،له تیریوداسلامی امت ساتل او د اسلام داحکامو په سر کې راوستل شامل وو .
دوستانو زمونږ د نننۍ برخې وخت همدومره ؤ تر بل پروګرام پورې اوپه نوي مطلب سره دبیا حاضریدا تر وخته مو په نیاومن خداي سپارو ،ا.... مو مل او ملګری

Add new comment