داسلامی ویښتیا غورځنګ ریښې
دوستانو اسلامی تمدن او کلتور دتاریخ په اوږدوکې دلړۍ له نننۍ۸۹برخې سره ستاسو په خدمت کې یو. په جنوب خیتځې آسیا کې داسلامی ویښتیا دغورځنګ څیړنې په دوام کې په دغه پروګرام کې په ملائشیا، فلیپین ،تائلینډ او برونائی کې داسلامی غورځنګونو په باب درسره غږیږونو تر پایه راسره ملهّ ووسئ
دوستانو دشلمې پیړۍ په پیل کې برتانیا په ملایا ټاپووزمه کې دخپل موقیعّیت دتثبیت کولو لپاره یومتمرکز حکومت رامینځةکړ. دبرتانیا سلطې ورو ورو داسلامی عالمانونفوذ کم کړ. البته دغه بدلونونه سبب نه شول چې دین له دغه ټاټوبي کډه بار کړي . په ۱۹۵۷کال کې د تونکوعبدالرحمان په مشرۍخپلواکه ملایشیا جوړه شوه . دملائشیا اساسی قانون اسلام یو رسمي دین اعلان کړ او مذهبی آزادي ئې هم په رسمیّت وپيژندله. زیاتره ولایتونو ددیني چارووزارتونه درلودل چې د جوماتونو جوړول ، داپیل او جاجونې قوانینو اجرا او دخمس اوزکواة د غونډولو دندې ئې په غاړه درلودې
په عین حال کې د؛پان مالایا او دملايشیاوالو متحدې ملي جبهې دوو اسلامی ګوندونو له یوه بل سره سیالیو ته مخه کړه . پان مالایا ګوند د ملايشیاوالو داکثریت دواکمن کیدا غوښټنه کوله او دملايشیاوالو د متحدې ملی جبهې غورځنګ دهندي او چیني ډلو په ګډون سره په یوه ائيتلاف پسې ؤ . دغې چارې دښونې اوتبلیغي غورځنګونوحیثیت او مقام پیاوړی کړ .کارکونکي،پوهان استاذان اومحصیلین چې په سکولر تعلیمي نظام کې روزل شوي وو، دټولنې دزیاتیدونکي فساد په لیدو سره د اسلامی اصلاحاتو داجرا ضرورت ئې محسوس کړ .دوي په غونډو او ویناؤ کې ګډون کاوهّ او دقرآن کریم د لارښودګرځولو ،داسلامی پوښښ د رعایتولو او په اخلاقي اصولو دعمل کولو په ضرورت ئې ټینګار وکړ .
په ملائشیا کې داسلام پالو احساساتو احیاء،د درو ډلو د راپنځیدا سبب شوه . لومړۍ ډله دماله مسلمانو ځوانانو ټولنه وه چې په ۱۹۷۱کال کې د انورابراهیم په مشرۍ جوړه شوه. دغې ټولنې داسلامی ټولنیز نظام دجوړیدا او دقرآني تعلیماتو په اساس دشخصي او اجتماعي اصلاحاتو د اجرا ملاتړ وکړ.ددې اصلي موخه دکورنیو اسلامی کیدا اوځوانانو ته ددغه پاک دین ورپيژندل وو .
دوهمه ډله دارالارقم ده چې د اسلامی مدرسو، درملتونونو،ورکشاپونو او کوآپریټیو له جوړیدا ملاتړ کوي او دکروندو او صنائعو په زمینو کې ئې د هیواد پر خپلواکۍ ئې ټینګار کاوهّ. دهغې موخه دقرآن او عربانو ددود او دستور په اساس دژوند دودول دي . دریمه ډله تبلیغي جماعت دی چې له هنده ئې سرچینه اخستې او باسواده کسانوورته ګروهنه درلوده .
دویادولو ده چې په ایران کې داسلامی انقلاب بري او ددینی حکومت جوړیدا دملائشیا پر مسلمانانو هم اغیزې وشیندلې او په دغه هیواد کې د اسلامی احیاء د هڅونې او لور ورکولو سبب شو . دملايشیا مسلمانان چې په ختیځ اولودیځ بې باوره شوي دي ، داسلامی انقلاب په بري سره ئې نوي بیلګه ترلاسه کړې ده .
د ملائیشیاوالودمتحده ملي جبهې په مشرۍ دملايشیا حکومت ،د تبلیغي او ښونکوغورځنګونوپه غبرګون کې هڅه وکړه چې دوي له ځان سره اړونده کړي . ځينواسلامی ډلودحکومت دغه سیاست داسلامی مصلحتونو لپاره ومانهّ . ددې په مقابل کې ځينو نورو ډلو داسلامی تعلیماتو دبشپړ اجرا غوښتنه وکړه. په ملائشیا کې سره له دې چې د انډونیشیا په شان دمسلمانانوسیاسی مبارزه کنټرول او دهغوي اصلاح غواړي فعالیتونه هم تبلیغي او ښونکو غورځنګونوپورې محدود شول ، خو دغوغورځنګونوداسلامی ویښتیااوپه اسلامی فعالیتونودعمل د اندازې د زیاتیدا په خاطرخپل فعالیتونه پراخ کړل او داسلامی سیاستونو د اجرا غوښتنه ئې وکړه
اسلام دجنوب ختیځې آسیا له نورو ډیرو سیمو سره په یووخت ، په څوارلسم اوپنځلسمو پيړیو کې فیلیپین په تیره بیا ددغه هیواد جنوبي سیمو ته وغزید. . په دغو کلونو کې دفلیپین دجنوب مسلمانانو دسولو ، ماګینداناؤ پاچائۍ او همدارازد لاناؤ کنفیډرل پاچائی جوړه کړه .په ۱۵۲۱کال کې سیمې ته داسپانیائی استعمار ورتللو دفلیپین دمسلمانانو لپاره وضیعیت سخت کړ . سره له دې ، مسلمانان تر ۱۸۹۸ کال پورې د استعمار په وړاندې ودریدل او تسلیم نه شول . په دغو کلونو کې په یو لړ تړونونو کې اسپانیا ددغه هیواد اداره امریکاته وسپارله .خو امریکا د اسپانیا په اپوټه ،پر مسلمان میشتو سیمو دسلطې او غلبې لپاره د زور او تموله سیاسته استفاده وکړه . په ۱۹۴۶ کال کې فلیپین په رسمیټ وپیژندل شواو دامریکا لاسپوڅي حکومت قدرت په لاس کې واخست . دفلپین حکومت د مینداناؤ مسلمان میشته سیمو ته د مسیحیانو دمهاجرت ملاتړ وکړ . دا چاره دمسلمانانو داعتراضونو سبب شوه . پر دې سربیره د ۱۹۷۱ کال فرقه پال تاؤتریخوالي دمسیحیانوپه لاس دډيرو مسلمانانو د وژلو سبب شول . دوخت دولسمشرسوي مارکوس له خوا دپوځي حکومت تپل هم د نور میسواري په مشرۍ د مورو د ملی آزادي غواړي جبهې د جوړیدا سبب شول. ددغه غورځنګ موخه دیوه خپلواکه او اسلامی حکومت جوړیدا وه چې په هغه کې داسلام قوانین اجرا شي .
دایران اسلامی انقلاب دمورو له مسلمانانو څخه معنوي ملاتړ وکړ ، دغه ملاتړونه دهغوي دهڅونې اود زړورتیا سبب شول . په ۱۹۸۴کال کې د هاشم سلامت په مشرۍ د مورو اسلامی آزادي غواړي جبهه دمورو له ملی آزادي غواړي جبهې بیله شوه . دغه نوي جبهه د وهابیانو دافکارو پلوي او بنسټ پاله ده او عربستان ورځيني ملاتړ کوي . دفیډل راموس د ولسمشرۍ په پړاؤ کې دمورو ملی آزادي غواړي جبهې او حکومت ترمینځ له څلور کلنوخبرواترو وروسته په ۱۹۹۶کال کې دسولې موافقه لاسلیک شوه . د دغې موافقې په اساس د مینداناؤ ټاپوګانو پشمول دمسلمان میشته سیمو د ودې او پراختیا لپاره موقتي اورګانونه جوړشول . همداراز په ۲۰۰۱ کال کې انتخابات هم ترسره شول چې په هغو کې دمورو ملي آزادي غواړي جبهې کاندیدانو رائی ونه ګټلې او دغه جبهې ډاکټر فاروق حسین خپل مشر غوره کړ .
له بلې خوا دمورو اسلامی آزادي غواړي جبهې دحکومت په وړاندې لا سخت دریځونه خپل کړل او هڅه ئې وکړه یو اسلامی حکومت جوړ کړي او ځیني عملی ګامونه ئې هم پورته کړل .دحکومت اونوموړي جبهې د ځواکونو ترمینځ له ډیرو سختو پوځي نښتو وروسته دواړولورو د ۲۰۰۱ کال په اګست کې خبرواتروته مخه کړه اوپه طرابلس کې ئې دسولې موافقه لاسلیک کړه .
تائیلینډ هم په پنځلسمې پیړۍ کې اسلام ته ګروهمن شو . د شیخ احمد قمي او شیخ سعید قمي په نامه دوو ایرانیو وروڼو په دغه هیواد کې د اسلام په پراختیا کې ډیر اغیزمن رول درلود. د هغو یوه اغیزه په ۱۶۵۶کال کې په ایودیا ښار کې دیوه جومات جوړول وو . دشلمې پیړۍ په پیل کې د ټایلینډ مسلمانان داسلامی اصلاح غواړي غورځنګ په تیره بیا د محمدعبده د افکارو تر اغیز لاندې ورغلل . په دغه پړاؤ کې یوه اسلامی اصلاح غواړي احمد وهاب،دخپلو افکارو خپراوي ته چې دمحمد عبده او رشیدرضا له لیدتوګو راپورته شوي وو مخه کړه .دهغه سیاسی فعالیتونه د هالینډ داستعمار په ضد او دمحمدیه غورځنګ په چوکاټ کې وو . هغه له انډونیشیا څخه تایلینډ ته له جلاوطنۍ وروسته وتوانید ډیر زیات پیروکار جذب کړي او د؛انصار السنه ؛په نامه داسلامی اصلاح لومړنی مرکز جوړ کړ. په ۱۹۶۰ لسیزې کې پرمسلمانانو دتایلینډ حکومت ددباؤنو په زیاتیدا سره پټاني آزادي غواړي جبهه او په ۱۹۶۸کال کې هم دپټانی متحده آزادي غواړي جبهه جوړه شوه . د دوي موخه دتایلینډ دجنوب دمسلمان میشتو څلور ولایتونو خپلواکي وه . په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې داسلامی ویښتیا غورځنګ لمن تایلینډ ته پراخه شوه . په وروستیودوو لسیزو کې په مینځنی ختیځ او داسلامی نړۍ په نورو سیمو کې داسلام داحیاء غورځنګونو په راپنځیدا سره دتایلینډ مسلمانانود:دعوه غورځنګونو په چوکاټ کې اسلامی فعالیتونو ته مخه کړه . دغه غورځنګ داسلامی اورګانونو او ارزښتونو په ټنګیدا پسې دی او دځينو اسلامی هیوادونوله خوا ئې ملاتړ کیږي
په برونائی کې هم په څوارلسمې یا احتمالاپنځلسمې پیړۍ کې خلکواسلام ته ګروهنه پیل کړه . دبرونائی سلطان میشته بنسټ ګر په ۱۴۰۵کال کې اسلام ته له ګروهمنیدا وروسته خپله نامه محمد غوره کړه او خپل حکومت ئې پیل کړ . په دغه هیواد کې داسلام له پراختیا وروسته دبرونائی داقتدار زرین دور پیل شو . اسلام په برونائی کې یو داسې وحدت رامینځةکړ چې دا ئې د بورنؤدټولو ټاپوګانو ،د ملایشیا دختیځو ټاپوګانو ،دننني فلیپین اصلی ټاټوبي او سینګاپور سیمو په قلمرو اوحدودو سره په یوې امپراتورۍ بدل کړ .خو دبرونائی دامپراتورۍ قدرت هم دهالینډ او ورپسې د انګریزانو له استعمار سره په ځوړتیا شو . لاسپوڅوحکومتونو په داسې قوانینو سره حکمرانی وکړه چې په ډیرو موقعو کې ئې له اسلامی احکامو سره سمون نه خوړ. دانګریز اسعتمار دشتون یو اثر، دبرونائی په اسلامی تاریخ کې ددیني تعلیم او سنتي نظام او ددینی چارو داداره کولوبدلول وو. سره له دې دبرونائی دیني چارو او سنتي مناسک اوپروګرامونوداستعمار ډیرې لږې اغیزې ومنلې او اسلام دحیات بخښونکي دستورالعمل په شان هماغه راز په مسلمانانو کې موجود ؤ . په دغه هیواد دجاپان له حملې وروسته هم یو لړ نور بدلونونه هم رامینځةشول . په دې مینځومیان کې د ډیرو مبارزو ډلو په جوړیدا سره پاڅونونه اوبلواوې هم رامینځة شوې . ددغو پاڅونووموخه دبرونائی دخپلواکۍ او واکمنۍ ترلاسه کول وو . بلاخره په ۱۹۴۸کال کې برونائی خپلواکه شو او شپږکاله وروسته دحکومت رسمی نامه ئې ، د ملایو اسلامی پاچائی شوه او اسلامي مناسک اوپروګرامونو پکې اوڅاره پراختیا وموندله . په ټول کې په برونائی کې اسلام تل د خلکو اوحکومت دپام ګرځیدلی دی
دوستانو ددغې برخې وخت هم همدومره ؤ نو که بیاوخت ؤنو له یوه بل نوي پروګرام سره به ستاسو خدمت ته بیا حاضر شو نو تر هغه وخته مو په نیاؤنمن خداي سپارو .
Add new comment