ایران د اونۍ په هینداره کې

داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت ایت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي تیره اونۍدایران داسلامی شورا دتاسیس دکلیزې په مناسبت دپارلیمان له استاذو سره په کتنې کې دایران دولسمشرۍ دانتخاباتودیولسم پړاؤ کاندیدانو ته سپارښتنه و کړه ، پخپلو رسنئي کمپآینونو کې دې پر واقیعتونو او سمو اطلاعاتو عمل و کړي
ددغې وینا او دانتخاباتو دموضوع په باب به وروسته مفصل تحلیل درته وړاندې کړو .
د اسلامی ایران خارجه وزیر علی اکبر صالحي دپنجشنبې په مازدیګر د : افریقا د ورځې :دجشن په دستور وکې چې په تهران کې دافریقائی هیوادونو دسفیرانواواستاذوپه شتون سره تر سره شوې ټينګار وکړ اسلامی ایران تل له افریقائی هیوادونو سره د اصولي،عملی اوتل پاتې ملګرتیاؤ لپاره دمناسبوزمینودرامینځةکولواوپلانونې لپاره هلې ځلې کوي . صالحي زیاته کړې د افریقائی ملتونو او هیوادونو له دریځونو او په ټولو سیاسی ،کلتور ی او اقتصادي زمینو کې داړیکوله پراختیا ملاتړ د ایران داسلامی جمهوریت له هماغو لومړنیو راهسې دبهرنی سیاس یوه اصولي موخه ده
دایران دتیلو وزیر رستم قاسمي تیره اونۍ هندوستان ته له څوورځني سفره وروسته چې د ایران دتیلو یو ا خستونکی هیواددی ، ویانا ته لاړ او د اوپيک موسسې ددولسو غړو هیوادونو دتیلو دوزیرانو په یوسل در ې شپتمې غونډې کې ئې ګډون وکړ
په دغې غونډې کې داوپیک غړوهیوادوو وزیرانو دبازارشرائطو ته په پام سره دراتلونکو شپږومیاشتو لپاره داوپیک د تیلو دسوئې دټاکلو په باب سره بحثونه او دنظر تبادلې و کړې اوپه ورځې کې ئې ددیرشو میلیون بیرلو په سوئې کې دراتلونکو شپږومیاشتو لپاره ددغې موسسې دتولید د اوسنۍ کچې د دساتلو په سر سره موافقه وکړه
دتیلو صادرونکو هیوادونو په موسسې اوپيک غړو هیوادونو کې چې یو خورا لوی نړیوال تیل صادرونکی اورګان دی ، الجزایر ، ایران ،عر اق ، کویت ، لیبیا، نیجریه،قطر، عربستان ،متحده عربی امارات ،ایکواډور ،آنګولا او ونزویلا شامل دي
د ایران تیلو وزیر ر ستم قاسمي دتیلو دتولید داندازې او سوئې په وړاندې دایران کړن لاره ددیرش میلیون بیرله دورځې دسوئې له تثبیتیداچې د اوپیک دتولید اوسنۍ اندازه ده ملاتړ اعلان کړ او ټینګار ئې وکړ چې ایران دتیلو په بازار کې دتعادل ملاتړ ی دی
د ایران فلات قاره تیلی شر کت دفارس خلیج له تیلی زیرمو دتیلو د څلویښت فی صدي تولید دزیاتیدا خبر ورکړ
دایران دفلات قاره تیلی شرکت عمومی مدیرمحمودزیرکچیان زاده د انرژۍ او تیلو داطلاع رسونې چینل (شانا) له خبریال سره په خبرو کې وویل دغه شرکت په راتلو نکو اوو کلونو کې په ورځ کې دګیسو دلس میلیارډ مکعب فټ دتولید او له زیرمو دتولید دزیاتولو،او دلاس نه خوړولوسرچینواو زیرموپه تیره بیادمشترکوزیرمو دپراختیا دنهائی کیدا او همداراز دګیسو دهائيډر یټس تولید ته دځانګړي پام پشمول بیلابیلې موخې په ایجنډا کې لري
*********************
دایران ملت یوځل بیاداسلامی ایران دولسمشرۍدیولسم پړاؤاو همداراز د ښارونواوکلودشوراګانو دڅلورم پړاؤددووانتخاباتودتر سره په درشل کې دی
داسلامی انقلاب معظم لارښود تیره اونۍ دایران د اسلامی شورا دتاسیس دکلیزې په مناسبت دپارلیمان له استاذو سره په کتنې کې دولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو دخورا مصلح کاندید په ټاکلو کې دولس په هوښیارۍ او بصیرت او ځيرتیا ټنګار وکړ
حضرت ايت ا... العظمی سید علی خامنه اي دانتخاباتو په ولولناک او پرتمین ډول ترسره کیدادایران دملت داقتدار،خوندیتوب اوددښمنانو د ګواښونو دشنډونې زمینه جوړونکي وبلله او زیاته ئې کړه دایران اسلامی جمهوری نظام جرړه ایز او په ولس ولاړ دی
= په ایران کې انتخاباتي ولوله په داسې حال کې دوام لري چې امریکا هم له دې سره په یووخت دایران په ضد دبندیزونو دلاسختولو او زیاتولو په حال کې ده او تیره اونۍ ئې په وروستي اقدام کې دپيټروکیمیکل صنعت هم ددغو بندیزونو لیسټ ته ورزیات کړی دی
امریکا ادعاکوي چې ایران غیرسوله ایز ایټمی پروګرام لري او په دغې ادعاسره چې هیڅ ډول سندهم نه لري ،ایران ئې له یواړخیزو او دنړۍ دآزاد تجارت دقوانینو په اپوټه بندیزونو سره مخامخ کړی دی
دسپینې ماڼۍ چارواکي په یولړ باطلو او جوړو کړآئ شویو سندونو سره چې ایران ممکنه ده په ایټمی وسلو پسې وي ، په غیر منطقي کړچار سره د ایران په ضد په لاسختو اقتصادي بندیزونو اوسیاسی دباؤنو پسې دي .
ا لبته بندیزونه دایران په ضد دامریکا د کړونکواقداماتویوه برخه ده . د امریکا چا رواکونن سبا چې ایران دانتخاباتو یوه بل ډګر ته واردشوی ، او د ولسمشرۍ دیولسم پړاؤ د انتخاباتو دترسره کولو په درشل کې دی ، د یولړ پلان شويو اقداماتو ټولګه ئې په ا یجنډا کې شامله کړې ده .
دیوه ایراني توکمه امریکائی منصور ارباب سیار لپاره ئې د۲۵کلن بند فیصلې صادریدا چې دوه کاله وړاندې په امریکا کې د عربستان د سفیر د ترور لپاره دهڅې چټي تورونه پر ې لګول شوي دي ،دیوه داسې جاسوسي چینل کشفیداچې ادعائې شوې ، په عربستان کې ئې د ایران لپاره فعالیت کاوه ،اوپه ارجنټاین کې دیهودیانو دمرکز :آمبا: په چاودنې کې دایران د لاس درلودلو سناریو بیا سپړل ، ټوله د هغو خوځښتونو دلړۍ برخې دي چې په تیرې یوې میاشتې کې په هدفمند ډول او له ایرانه دویرولو دپروسې په دوام کې شوي دي
امریکا ددغه سیاست په دوام کې همداراز په هغه کلني راپور کې چې دترهه ګرۍ په باب ئې خپور کړی ،هم ا دعا کړې چې ایران له ترهه ګرۍ ملاتړ کوي.
امریکا په داسې حال کې ایران له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوي چې پخپله له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ کې اوږده مخینه لري او په همداوروستیو کې ئې د :منافقینو ترهه ګره ډلګۍ : دترهه ګرو ډلو له لیسټه ویستلې ده . حال د ا چې د منافقینو ترهه ګرې ډلګۍ لاسونه د ایران دڅه دپاسه دولس زره عامو خلکو په وینو ککړ دي
له د غو خوځښتونو او په انتخاباتو کې له ګډونه دخلکو دنهیلي کولو لپاره د غلیمانو له القااءتو سره سره په دغو انتخاباتو کې هغه اته کاندیدان چې صلاحیتونه ئې تائيد شوي دي ، له ډله ایزو رسنیو څخه په استفادې سره ، په غونډو په ګډون اوپه انتخاباتي سفرونو سره هڅه کوي دخپلو سټراټيژیو ، ژمنو ،لیدتوګواو پروګرامونو په باب دشفافو انځورونو په وړاندې کولو سره خلک په دغو انتخاباتو کې نهائی قاضیان معرفي کړي .
په دې باب د اسلامی انقلاب معظم لارښودپه انتخاباتو کې ځينو کسانو ته د رهبرۍ دنظردمنصوبیدا په باب وویل د غه خبرې واقیعیت نه لري ځکه هیڅوک نه پوهیږي رهبري به چې هماغه دنوروخلکوپه شان له یوې رایې زیاتې نه لري ،چاته رائ ورکړي .
د ایران داسلامی جمهوریت دولسمشرۍ دیولسم پړاؤ انتخابات به د درست ایران دښارونو او کلو دانتخاباتو له څلورم پړاؤ سره په یووخت د جون په څوارلسمه نیټه ترسره شي .

************************************
دوستانو تهران تیره اونۍدسو رئې دشخړې له حل سره دمرستو لپاره د ډيپلوماټيکو هلو ځلو په دوام کې دسورئې د حقیقي دوستانو په ګډون سره د دریمې نړیوالې غونډې کوربه ؤ
په دغې یوې ورځنۍ غونډې کې چې دملګرو ملتو دسرمنشي بان کي مون په پیغام او داسلامی ملګرتیا دموسیسې دعمومی منشي اوهمداراز دسورئې په چارو کې دملګرو ملتو دځانګړي استاذي اخضر ابراهیمي په ویناؤ سره پیل شوه ،دالجزایر،عر اق ،لبنا ن ،چین او روسیې پشمول د څلویښْتوهیوادونومیلمنوپکې شتون درلود او دسورئې دبحران د بدلونونو او وضیعیت په باب ئې پکې بحثونه او نظرتبادلې وکړې
بان کي مون هم په تهران کې دسورئې په باب نړیوالې غونډې ته پخپل پیغام کې ټينګار وکړ چې دسورئې کړکیچ پوځي حل لاره نه لري او باید دغه موضوع له سیاسی لارې حل شي .
داسلامی ملګر تیا موسسې عمومی منشي اکمل احسان الدین اوغلو هم په تهران کې ددغې غونډې په پر انیستونکو دستور و کې ټینګار وکړ چې بې له شکه په سورئې کې سوله ایزه او سیاسی حل لاره به په درستې سیمې کې دامنیت او ثبات دغوړیدا سبب شي . احسان اوغلو دغه راز زیاته کړې د تهران په غونډې کې به هڅه وشي دسورئې دشخړې لپاره یوه سوله ایزه حل لاره پیدا شي .
دسورئې په چارو کې دملګروملتو او دعربی اتحادئې ځانګړي استاذي اخضر ابر اهیمي هم دغه غونډه دسورئې دبحران د حل لپاره په وړاندې یو ګام وباله او دخبرو اترو له لارې ئې دسورئې دشخړې په حل په ټينګار سر ه هیله وښودله دتهران غونډه د سورئې دشخړې دحل لپاره دهیوادونو دلیدتوګو په نزدې کولو کې مهم رول ولوبول شي .
داسلامی ایران خارجه وزیر علی اکبر صالحي په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې وړاندیز وکړ ،دسورئې دکړکیچ دحل په باب دې دتهران د نړیوالې غونډې یوه تماس ډله جوړه شي .
ایران دناپيّلی غورځنګ دپړاویز مشرپه توګه هم دسورئې دشخړې دحل لپاره دشپږماده ایز پلان په وړاندې کولو سره دیوه انتقالی حکومت د جوړولو لپاره یوه چوکاټ ته درسیدالپاره دخبرواترو په ترسره کیدا او د تاؤتریخوالو دسملاسی درولوباندې ټينګارکړی او له سیاسی لارې ئې د دغه کړکیچ د حل غوښتنه وکړه
دسورئې شخړه په هغه ملاتړ سره چې لودیځ او دسیمې ځینو عربی هیوادونو او ترکیې په دغه هیواد کې له ترهه ګرو او پيَلو ډلو کړي دي ، اوس دسورئې له پولو ورآخوا غزیدلې ده او د غه هیواد ئې له پراخو ناکراریو او دجنګ له ګواښ سره مخامخ کړی دی .
داسلامی مذهبونو په تیره بیا دشیعه او سني مسلمانانوترمینځ دتفرقې او درزرامینځةکول دهغې دسیسې یوه برخه ده چې په سیمې کې دصهونیسټ رژیم دتیریو په وړاندې دمقاومت دیوې مهمې کړۍ په توګه په سورئې کې په بحران جوړونکي بهیر کې تعقیبیږي
د م ګړ ۍدسورئې موضوع ،ددغې شخړې له حل سره دمرستو لپاره سیاسی بهیرونه هماغه راز دوام لري ،خو ددغو هلوځلو په مقابل کې له ترهه ګرو اوتالی څټو ډلوڅخه وسله وال ملاتړونه اوتاؤتریخجن خوځښتونه هم زیات شوي دي
دغه بهیر ښئ دسورئې بحران په داسې لورحرکت کوي چې نهائی موخه ئې د مقاومت له چورلیزه ددغه هیوادویستل دي .په دې باب امریکااو صهونیسټ رژیم او دسیمې دعربی هیوادونو ځیني مشخصې پرګنې له ترکیې سره یو ځاي هڅه کوي ، په سیمې کې سیاسی معادلات دصهونیسټ رژیم په ګټه بدل کړي .
له دې امله په دغه حساس پړاؤ کې که له بحران جوړونو سره دمقابلې لپاره جدي لاره چاره ونه لټول شي ، نو پرسیمې به ډير خطرناک شرائط وتپل شي چې دټولو په تاوان به وي
په دې اساس که غوره چارې او سمې هلې ځلې ونشي نو ددغه ډول خطرناکو حالاتود نیتجوپه باب باید ملګری ملتونه اواړونده اورګانونه ځواب ورکړي ،ځکه دوي په سورئې کې دبهرنیو لاسوهنو په وړاندې پخپلې بې عملۍ،لټۍاوچپتیا سره په سیمې کې دبې ثباتۍ او تاؤتریخوالي دزیاتیدا سبب شوي دي
دوستانو دنننۍ برخې وخت هم همدومره ؤ که چیرې بیا وخت ترلاسه شو نوپّه دې باب به بیا سره وغږیږو نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو

Add new comment