سوریې کښې ترهګرو دشلو ښځو او ماشومانو نه سرونه غوڅ کړل .

په سوریې کښې وسله والو ترهګرو ډلو په شمال لویدیځ کښې دیو شمیر ماشومانو او ښځو په شمول دشلو(۲۰) عادي خلکو سرونه غوڅ کړل .
دسوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړ دالنصره ترهګرې ډلې وسله والو کسانو په ریف ادلب کښې په المدمومه کلي حملې سره دښځو او ماشومانو په شمول دشلو(۲۰) عادي خلکو سرونه غوڅ کړل او دهغوې کورونه یې په اوور کښې وسوزول .
دالنصره ترهګرې ډلې چې له القاعده ترهګرې ډلې سره ارتباط لري وسله والو کسانو دښار ځینو وسیدونکو ته چې له ښار څخه په وتلو بریالي نشول ګواښ وکړ چې له ښار څخه دوتلو په بڼه کښې به دتاسو سرونه غوڅ کړې شي .
له دې وړاندې په سلګونو ترهګرو بیګادسوریې په لویدیځ کښې دلاذقیه سیمې په کروندو او په باروده کلي حملې سره خلک له کورونو وویستل او دځينو کسانو سرونه یې ووهل او دمشهور عالم شیخ بدرالدین مهیب غزال په شمول یې یوسل پنځوس (۱۵۰)کسان و نیول او نامعلوم ځاې ته یې منتقل کړل .
څه موده وړاندې په سوریې کښې ترهګرو په خپلو جنایتونو کښې دتبر ، تورو، خنجرونو او نیزو په شمول له سړو وسلو په کار اخیستلو سره پینځویشت (۲۵)کسان چې سرونه یې ورته غوڅ کړي وو په یوه ډله ایز قبر کښې ښځ کړل .
په سوریې کښې له تیرو دوو(۲) کلونو راهسې د سعودي عربستان، ترکیې، قطر ، اردن ، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، صهیونیسټ رژیم او ځينو نوروعربواواروپايي هیوادونو په وسله والو اومالي ملاتړونو سره جنګ دوام لري .
په سوریې کښې ترهګرو دغه راز دخلکو پرضد کیمیاوي وسلې هم استعمال کړي دي چې له کبله یې تراوسه په زرګونو خلک وژل شوي .

Add new comment