د حضرت بی بی زینب (س) په حرم حمله د انګلستان د ګوډاګیانو په لاس شوی ده .

د سوریې په پلازمینې دمشق کې د حضرت بی بی زینب س په سپیڅلی حرم د هاوانونو د حملې خبر ورکړ چې له امله یې د دغه سپیڅلی حرم متولی انس رومانی شهید او څو کسان ژوبل شوی دی خو حرم ته کوم تاوان ندې رسیدلې او ګولۍ په غولی کې لګیدلی دی .
د اسلام د ګران پیغمبر د لمسی ، د حضرت امام علی ع او حضرت بی بی فاطمه الزهرا س د ګرانې لور په سپیڅلی حرم حمله د تکفیری او وهابی ډلو له لوری لو مړنۍ حمله نده بلکې له دې مخکې هم د استعمار دغو ګوډاګیانو د نبی مکرم ص د ګران صحابی حجر بن عدی قبر ، مقام ابراهیم او د امام حسین ع د ګرانې لور بی بی سکینه په حرم هم تیری کړی دی . د حضرت حجر بن عدی زیارت خو یې په بشپړه توګه ویجاړ او د هغه مبارک مړې یې راویستلې او نامعلوم ځای کې ښخ کړې دې . کله چې دتکفیری وهابیانو په لاس د حجر بن عدی قبر ویجاړ شو نو د مریکا او انګلستان دغې ګوډاګی ډلګۍ په روښانه ګواښ کړې وو چې د حضرت زینب س په سپیڅلی حرم به هم حمله وکړی چې اوس یې دغه جګواښ تر یوه حده عملی کړې دې او له لیرې یې د بی بی زینب س په سپیڅلی حرم حمله کړی ده او د مسلمانانو په تیره بیا د پیغمبر اکرم ص د کورنۍ د عاشقانو او میناوالو زړونه یې ډیر سخت دردولی دی . البته دا لومړې ځل ندې ، په تیرو وختونو کې هم بنی عباسو ډیر کوششونه وکړل چې د پیغمبر عظیم الشان د کورنۍ هیڅ نښه پاتې نشی خو نن دا د اسلام د ګران پیغمبر ص پاکه کورنۍ ده چې په درستې نړۍ کې د مسلمانانو او پتیالیو انسانانو د احترام او درناوی وړ ده او هغو چې د اسلام د ګران پیغمبر ص د ګرانې کورنۍ د نوم او نښو د له مینځه وړلو هڅه کوله ، هیڅ نوم او نښه نه لیدل کیږی . له دې وروسته زاړې لومبړې او د اسلام مکار دښمن انګلستان یوه دسیسه جوړه کړه او د اسلامی ارزښتونو د له مینځه وړلو لپاره یې په اسلامی چوکاټ کې د اسلام ضد یو تفکر رامینځته کړ چې د مسلمانانو له زړونو ورو ورو د پیغمبر اکرم ص د اهل بیتو مینه لیرې کړی ، نو درې بیړۍ مخکې یې د عربستان له نجد سیمې د محمد عبد الوهاب په نوم د یوه ګمراه کس په وسیله د یوې ګمراه فرقې بنیاد کیښوده ، د انګلستان ټوله اسلامی ضد سټراټیجۍ د تش په نامه اسلامی لیدتوګې تر عنوان لاندې ، اسلامی نړۍ ته وړاندې کړې شوه او دغه د انګلستان کږ فکری وروسته په وهابیزم مشهوره شوه . د وهابیت دغه کږ او بې لارې تفکر چې د انګلستان حکومت د همفر په نوم د خپل یوه مشهور او تاریخی جاسوس په وسیله د عبد الوهاب په مرسته د زهرو په شان اسلامی امت ته بچکاری کړ او په لومړیو تیرو دریو پیړیو کې د زاړه استعمار او بیا هم د نویو استعمار په وسیله ترې ملاتړ کیږی چې تراوسه دله سوچه اسلامه د ډیرو مسلمانانو د غړیدا سبب شوی چې د انګلستان د دغې سټراتیجۍ هدف چې په وهابیزم مشهور شوې دې دا دې چې مسلمانان د نبی مکرم ص له پاکې کورنۍ لیرې وساتی او له دغې پاکې کورنۍ سره مینه یې شرک وبلله ځکه استعمار چې د اسلام دښمن دې پوهیږی تر څو چې له مسلمانانو سوچه محمدی اسلام ، د نبی مکرم ص ګران اهل بیت او اسلامی ارزښتونه وانخلی ، نو په مسلمانانو برې نشی ترلاسه کولې .
وهابی تکفیریانو نه یوازې د نبی مکرم ص د کورنۍ بلکې د هغو د بیرو کارانو او د خداې د اولیاګانو مزارونه هم په نورو دیرو هیوادونو په تیره بیا پاکستان کې هدف ګرځولی دی او د بی بی زینب س په سپیڅلی حرم اوسنی حمله چې په کربلا کې په ټولو مصیبتونو کې د خپل ګران ورو سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه سلام شریکه وه ، په همدې لړ کې شوی ده . حضرت بی بی زینب س یوه معمولی میرمنه نه وه . که له یوې خوا د کربلا په پیښه کې د حضرت امام حسین علیه سلام په شمول د خپلو وروڼو ، زامنو د امام علیه سلام د اصحابو د شهادت شاهده وه ، له بل پلوه د خپل ګران ورو له شهادته وروسته د نبوی کورنۍ د لوټلی کاروان مسولیت هم چې د یذید بن معاویه په حکم لوټ کړې شو ،پرغاړه درلوده او د بندیانو د مشرې په توګه یې د عبید ا... ابن زیاد او یذید په دربارونو کې په داسې حال کې چې په سپیڅلیو لاسونو کې یې رنجیرونه وو ، ودریده او ولولناکې ویناوې یې وکړې او خلک یې له حقیقتونو خبر کړل .
ښه ده چې د اسلام د دغې سترې دفاع کونکی او پاکې میرمنې حضرت بی بی زینب س د کوفې له والی عبید ا... ابن زیاد سره یوې مکالمې ته اشاره وکړو ، کله چې د نبوی کورنۍ دغه لوټلې کاروان د بندیانو په توګه د کوفې دربار ته ابن زیاد مخ ته لاس تړلې راوستل شو نو ابن زیاد له حضرت بی بی زینب س وپوښتل اې د علی (ع ) لورې په کربلا کې دې څه ولیدل ؟
نو حضرت بی بی زینب س په ځواب کې وفرمایل ، ما رایت الا جمیلا
یعنی له ښکلا پرته مې هیڅ ونه لیدل چې دغه ډول عارفانه کلام د ابن زیاد او د هغه د ننیو پیروانو لکه تکفیری وهابیانو په شان کسان نشی درک کولې او دا د کربلا پیښه وه چې د هغو کسانو حقیقی څیرې یې چې داسلامی خلافت مدعیان وو ، نړیوالو لپاره وپیژندلې ، په تیره بیا هغه کار چې بی بی زینب س د شام او کوفې په دربارونو کې وکړ د یذید ماڼې یې ولړزوله او د کوم شاعر په وینا چې وایی

Add new comment