د بقیع ورانول، د وهابیت د تور تاریخ یوه پاڼه
له ننه ۹۰کاله مخکښې د شوال د میاشتې په اتمه نیټه د مدینې منورې په بقیع مقبره کښې د پيغمبراکرم حضرت محمدمصطفی(ص) د قدرمنو اهل بیتو علیهم السلام د څو تنو ملکوتي او پرتمینه بارګاه د متعصبو او سخت زړو وهابیانو په لاس له خاورو سره یوشان شوه.
دغې غمیزې د پیغمبر(ص) د کورنۍ د سل هاو میلیون مینه والو زړونه خوږمن کړل. وهابیانو د خپلو بې عقلانه افکارو په وجه نه یوازې د پيغمبر د اهل بیتو قبرونه بلکې په مکه مکرمه او مدینه منوره کښې هغه ټول تاریخي آثار وران کړل چې هر یو یې د اسلام او د مسلمانانو د تاریخ د عظمت څرګنده نښه وه. دا په داسې حال کښې دي چې ټول مذهبونه او تمدنونه هڅه کوي چې خپل تاریخي آثار چې د هغوي د جرړې او ژورتیا ښودنه کوي، د زیاتو لګښتونو په لګولو سره خوندي وساتي.
خو وهابیانو پخپلو دغو غیرعقلي او ګستاخانه کړچارونو سره د اسلام او اسلامي تاریخ ډیر آثار له مینځه یوړل او اسلامي نړۍ یې له دغې ګرانقدرې خزانې بې برخې کړه. دغه زیان په هیڅ څه سره د جبرانیدو نه دی.
په دولسمه هجري قمري پیړۍ کښې چې محمدبن عبدالوهاب د آل سعود په مرسته د ابن تیمیه عقایدو ته پراختیا ورکړه، د قبرونو د زیارت، د الهی اولیاو د وسیله ګرځولو او د هغوي په مزارونو کښې د ژړا او زارۍ په شان اصلي اسلامي اعمال او عبادات یې شرک وبلل.
محمد بن سعود به په خپلو سپایانو سره د نړۍ په مختلفو سیمو حمله کوله او په وحشیانه کارونو او د ویرې او رعب په اچولو سره به یې خلک مجبورول چې د وهابیت منحرف دین ومني. هغوي په هغه دوران کښې ډیر ځایونو ویجاړ کړل او په خپل تور تاریخ کښې یې بوږنونکې وژلې وکړې.
وهابیانو په هغه دوره کښې مرکزي حکومت نه درلود او د غلا او د خلکو د لوټلو له لارې به یې خپل معاش برابروه. ځکه چې هغوي به په ښارونو له حملې او لوټ مار نه پس په بشپړه توګه د سیمې د کنټرولولو توان نه درلود.
محمد بن عبدالوهاب د خپلې غلطې نظریې له مخې زیارت کول حرام وبلل او د قبرونو او نورو مقدسو ځایونو د ورانولو لاره یې هواره کړه. خو د هغه غلطۍ تر دغه ځایه نه وې او د خپلې عقیدې مخالفان یې کافر او واجب القتل وبلل.
دغه چټي او ورانونکې عقیده په داسې حال کښې مطرح شوه چې د اسلامي تاریخ او حدیثونو په معتبرو کتابونو کښې لکه د المستدرک د وړومبي ټوک په ۳۵۷مخ، او د ابن شبّه د تاریخ المدینه د وړومبي ټوک په ۱۱۸ مخ کښې لولو چې د اسلام قدرمن پیغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) به پخپله د قبرونو په تیره بیا د خپلې ګران قدرې مور حضرت آمنې(س) د مقبرې زیارت له تله او د خپلې مور د قبر په خوا کښې به يې ژړل.
له عبدا... ابن مسعوده روایت شوی چې پیغمبراکرم(ص) وفرمایل:
((د قبرونو زیارت وکړئ ځکه چې تاسو ته آخرت دریادوي)).
د وهابیت په تور تاریخ کښې په بقیع هدیره کښې د آئمه اطهارو قبرونه او هم د پیغمبراکرم(ص) حرم دوه ځلې وران شوي دي.
د سعودي وهابیانو په لاس په بقیع کښې د پیغمبر د کورنۍ مقدس قبرونه په وړومبي ځل په ۱۲۲۱هجري قمري کال کښې یعنې د عثماني حکومت لخوا د سعودیانو د وړومبي حکومت د ړنګیدو په وخت ویجاړ شول. هغوي له یونیم کال کلابندۍ وروسته توانیدلي وو چې دغه ښار ونیسي او د ښار له نیولو وروسته یې د پيغمبراکرم(ص) د حرم د ګرانبیه شیانو په لوټلو او د بقیع مقبرې په ورانولو لاس پورې کړ.
له دغې پیښې وروسته د شیعه او سني مسلمانانو لخوا د پیسو په راغونډولو او له نورو مختلفو امکاناتو په کار اخیستو سره په بقیع کښې وران شوي قبرونه بیا سم کړې شول. سیدابراهیم سیدعلوي ((د وهابیانو د نقد او څیړنې تاریخچه))نومې کتاب کښې لیکي:
((په کال ۱۲۲۱ قمري کښې وهابیانو د مکې او مدینې پر مقدسو ښارونو په حملې سره په بقیع مقبره کښې موجودې بارګاهې ورانې کړې او د پیغمبراکرم(ص) په حرم باندې په حملې سره یې د نبوي حرم جواهرات او ګرانبیه شیان ولوټل. بیا یې د مکې او مدینې قاضي څنګته کړ او د قضاوت کرسۍ یې هغو کسانو ته ورکړه چې خلک به یې د رسول پاک(ص) د قبر له زیارته منعه کول. هغوي په دغه کالد پیغمبراکرم(ص) د بارګاه او ګنبد نه علاوه د مکې مکرمې او مدینې منورې ټول ګنبدونه او بارګاهې ورانې کړې. د مدینې خلک هم د مکې د خلکو په شان مجبور شول چې د سلفیانو متعصب او له اسلامه لرې عقاید ومني)).
خو دویمه او په حقیقت کښې ترټولو دړدونکې معاصره تاریخي او اسلامي پیښه د ۱۳۴۴هجري سپوږمیز کال د شوال د میاشتې په اتمه ورځ د عربستان د وهابیانو لخوا رامینځته شوه. په دغه سپیره کال وهابیانو د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي او تحقیر په هکله د خپلو مشرانو د فتوې له مخې د پیغمبراکرم حضرت محمدمصطفی(ص) د کورنۍ او امامانو په مقدسو قبرونو وحشیانه حمله وکړه.
هغوي د عبدالعزیز بن سعود په مشرۍ د مکې مکرمې له نیولو وروسته مدینې ته مخه کړه او له کلابندۍ او د ښار له دفاع کونکو سره له جګړې وروسته یې بلآخره دغه ښار ونیوه. وهابیانو د مدینې له پاک ښاره د عثماني مامورانو په شړلو سره په بقیع هدیره کښې د امامانو قبرونه او د دغې سیمې نور محترم قبرونه پخپلې احمقانه سپین سترګۍ سره وران کړل.
د بقیع د امامانو فولادي ضریح یا جنګله یې چې د پیغمبراکرم(ص) د لمسیو حضرت امام حسن، امام سجاد، امام باقر او امام صادق علیهم السلام په قبرونو لګیدلې وه، ونړوله او ویې لوټله. همداشان د پیغمبراکرم حضرت محمدمصطفی(ص) د پلار عبدا...، د هغه حضرت د زوي ابراهیم او د حضرت امام علی علیه السلام د میرمنې ام البنین قبرونه او نور ډیر قبرونه یې له ځمکې سره سم کړل.
له دغې دړدونکې غمیزې وروسته بقیع مقبره په یوې پخوانی او ناپیژندل شوې کنډوالی بدله شوه او د مسلمانانو زړونه یې په غم او خفګان کښې ډوب کړل. مسلمانانو دغې ورځې ته د (یوم الهَدم) یعنې د ورانۍ د ورځې نوم ورکړ چې په تاریخ کښې دغه غیرعقلاني او جنایتکارانه عمل د تل لپاره ثبت شي او غندنه یې وشي.
یو سویټزرلینډي سیلانی لویس پورخارټ چې له مسلمانیدو وروسته یې په ځان ابراهیم نوم ایښی دی، د وهابیانو په لاس د بقیع هدیرې د وحشیانې ویجاړیدو په باب لیکي:
((په بقیع کښې د دفن شویو امامانو او صحابه و مقام ته په پام سره دغه هدیره ډیره وړه ده او د نورو ختیځو هیوادونو په تیره بیا عربستان د نورو زیارتي ځایونو په پرتله د خاورو او کاڼو د یو میدان په توګه د هر کتونکي نظر ځانته اړوي)).
پورخارټ د اُحُد د غره په هکله هم وایي:
(( د دغه غره په لمن کښې په جوړ شوي جومات کښې د اسلام د قدرمن پیغمبر(ص) د تره حضرت حمزه او د مصعب بن عمیر، جعفر بن شماس او عبدا... بن جحش په شان د احد د غزا د نورو شهیدانو قبرونه لیدل کیږي چې وهابیانو دغه جومات او د احد د دولس تنه شهیدانو او د پيغمبر(ص) د صحابه و قبرونه هم وران کړي دي)).
د تاریخي سرچینو او شواهدو له مخې، سعودي وهابیانو په ځلونو د پيغمبراکرم(ص) د مبارکې مقبرې او قبر د ورانولو اراده کړې ده چې د نړۍ د مسلمانانو له پراخ غبرګون سره مخ شوې چې له امله یې وهابیان له دغه کاره په شا شوي دي.
((د حجاز د تاریخي آثارو نړیوالې ډلې)) چې مرکز یې په لندن کښې دی، اعلان کړی چې په عربستان کښې په مکه مکرمه او مدینه منوره کښې د خدای د ګران رسول(ص) او د هغوي د اصحابو او تابعینو یوازې پنځه فیصده آثار باقي پاتې دي. یعنې متعصبو وهابیانو د خپلو متحجرانه افکارو په اساس په عربستان په تیره بیا د اسلام په اصلي مرکزونه یعنې مکه او مدینه ښارونه کښې تراوسه ۹۵فیصده اسلامي آثار او نابود کړي دي.
د غور وړ ټکی دا دی چې په عربستان کښې به د وهابیانو لخوا د یهودو او عیسایانو د آثارو ساتنه او حفاظت کیده. د مثال په توګه (د مرحب خیبري قلا) چې د یهودو د یو قبایلي مشر په نوم ده، ساتل شوې ده. حتی هغه کلیسا چې د وهابیت په وړومبۍ دوره کښې جوړه شوې وه، نن سبا د لرغوني اثر په توګه ساتله کیږي خو د اسلام په ګران قدره پیغمبر(ص) پورې اړوند آثار ورانول کیږي.
د اسلام یو تکړه محقق ښاغلی ابوالقاسمي د وهابیانو لخوا د سپیڅلو ځایونو د سپکاوي په باب د دړدونکو ټکو یادونه کوي او وایي:
((مونږ داسې مدارک او اسناد لرو چې ښودنه کوي د خدای تعالی جل جلاله د ولیانو د قبرونو ورانول په تیره بیا په مکه او مدینه کښې له سپکاوي سره مل وو. د مثال په توګه په مکه مکرمه کښې یې د حضرت خدیجې(س) کور وران کړ او پر ځایې یې ورله په خواشینۍ سره تشنابونه او د اودس کولو ځایونه جوړ کړل او یا دا چې د حضرت محمدمصطفی(ص) په ولادت پورې منسوب ځاې چې نوم یې ((مولِدالنبي)) دی، وران کړ او په هغه ځایې کښې یې د ځناورو او څارویو د ساتلو ځاې جوړ کړ)).
په اوس حال کښې وهابیان د انساني ټولنې ترټولو منفور او کرکجن کسان دي. د وهابیت تور او په وینو لړلی تاریخ له دین او انسانیت خلاف سلوکونو ډک دی. هغوي نه یوازې په عربستان کښې بلکې په نورو اسلامي هیوادونو لکه عراق کښې د پیغمبر د کورنۍ د غړیو نوراني درګاهې او قبرونه وران کړل او وې لوټل.
اوس هم چې په جنګ او وینه تویونې سره د سوریې ځینو سیمو ته رسیدلي دي، د الهي اولیاو قبرونه ورانوي. څه موده مخکښې د پیغمبراکرم(ص) د وفادار صحابي او د حضرت علی(ع) د ملګري حجر بن عُدی د ملکوتي درګاه ورانول او له قبر نه د دغه ستر صحابي د پاکې جنازې راویستل د وهابیت د تور تاریخ یوه بله پاڼه ده.
په سوریه کښې د قبرونو خلاصول او د خلکو قتل عام د دې سبب شو چې حتی لویدیځ او د وهابي ترهګرو مدافع هیوادونه هم په وهابیانو د ((زامبي)) یعنې د سړي خورو نوم کیږدي.
خو د شوال یا وړوکي اختر د میاشتې اتمه ورځ هر کال د مسلمانانو پرخلاف د وهابیانو د جنایتونو د تاریخ د یو بل مخ په یاد راوړونکې ده. مشهور عالم آیت الله مکارم شیرازي په یو پيغام کښې په کال ۱۳۴۴قمري کښې د بقیع د ورانولو په غندنه کښې فرمایي:
((مونږ د بې لارې وهابیت په لاس د ټولو اسلامي او د حرمینو شریفینو په تیره بیا د بقیع د امامانو د قبرونو د ویجاړونې د غندلو په ترڅ کښې هغې ورځې ته سترګې په لار یو چې د نړۍ مسلمانان راویښ شي او د خپل جایز حق غوښتنه وکړي او د حرمینو شریفینو د فرهنګي او کلتوري چارو د چلولو دنده یوې پوهې اسلامي ډلې ته وسپاري او له دغو اسلامي مقدساتو څخه د وهابیت لاس لنډ کړي)).
******************** ********************
عبدالماجد درانی
Add new comment