اخوان المسلمین د مصر له حکومت سره خبرې کوي
د العربیه د راپور له مخې د مصر د اخوان السلمین دوو مشرانو محمد سلیم العوا او محمد علی بشر ،مصر د لومړې وزیر مرستیال زیاد بهاءالدین په غږملتیا سره د اخوان المسلمین او د قاهري د حکومت تر مینځ د مینځګړیتوب لپاره هڅې پیل کړي .
د دغه طرحې له مخې د مصر اخوان المسلمین په دغه هیواد کښې د پارلمان او ولسمشرۍ د ټاکنو له ترسره کیدو او د اساسي قانون د اصلاح وړ مادو کښط د لاري د نقشې له مادو سره موافقه کوي .
اخوان المسلمین هم د دې په مقابل کښې د هغه غږیز پیغام خپریدل غواړي،چې پکې یې مؤقت لومړې وزیر ته د درستو اختیاراتو ورکولو سره موافقه کوي.
د اخوان المسلمین د مشرانو خوشي کیدل، په مصر کښې د بیړنیو حالاتو محدودول او له ۹ څخه ۷ میاشتو ته د انتقالي پړاؤ لنډول د اخوان المسلمین نوري غوښتنې دي .
Add new comment